دحرمينوهنداره (۴۱)

دحج يونليک
يوڅلوېښتمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
 
 
دحرم حدود
دمکې معظمې ددرناوي په اړه چې کوم روايات راځي دادرناوى يواځې دکعبې تر ودانۍ  پورې محدود ندى ،بلکې الله ج دخپل رحمت اودحرم دعزت اوشرف له کبله دحرم چاپېر چل ته هم دا درناوى ورکړى دى.
يو روايت داسې هم دى چې حضرت جبريل ع حضرت ابراهيم ع دحرم پر حدودو وګرځاوه اودتيګو په واسطه يې ددې حدودو د په نښه کولو امرورته وکړ،اوحضرت ابراهيم ع هم داکار وکړ.
دمکې له فتحې وروسته رسول الله ص تميم بن اسد الخزاعى ته ددې حدودو دتازه کولو امر وکړ او هغه هم داکار په ښه توګه وکړ.
ترهغه وروسته هم په بېلابېلو وختونوکې مسلمانو واکمنو داکار کړى دى،اوپه دې حدودوکې يې ٩٤٣نښې ايښې دي خوددې نښوډېره برخه په غرونو ،غونډيو،خوړونو او ناهوارو برخوکې ده،چې اوس دانښې ډېرې کمې پاتې دي.
دحرم ياکعبې خپل مساحت ١٣٧کيلومتره مربع اوټوله ساحه يې پنځه سوه پنځوس کيلو متره ده چې حدود يې په دې ډول دي :
 تنعيم يا د حضرت عايشې رضى الله تعالى عنها مسجد.
تنعيم دحرم شريف شمال ته دمدينې منورې پرلار له حرم څخه اوه نيم کيلومتره لېرې واقع دى حرم ته داتر ټولو نږدې حد دى ،په مکه يادحرم په ساحه کې اوسېدونکي ډېر حاجيان دعمرې داحرام لپاره همدلته راځي تنعيم دحل په ساحه کې دى
جعرانه:
ددې ځاى نسبت دبنوتميم دقبيلې يوې احمقې اوناپوهې ښځې ته شوى چې خپل نوم يې ريطه اولقب يې جعرانه  و،هغې به ټوله ورځ وړۍ ورېشلې اوچې مازيګر به شونوخپل کړى کاربه يې خراب کړاوخپلې ورېشلې وړۍ به يې بېرته سپړلې،((ولاتکونواکاالتي نقضت )).... ايت دهمدې په اړه راغلى داځاى دحرم په ٢٤کيلومترۍ کې شمال ختيځ ته واقع دى .
ددې ځاى اوبه په خوږوالي کې نوم لري،اوآن خلک يې دضرب المثل په توګه يادوي،دلته هم ملک فهد په ٤٣٠متره مربع ځمکه کې دزر(١٠٠٠) لمونځ کوونکي په ګنجايش يوښکلى مسجد جوړکړ.
حديبيه:
دادحرم له ساحې بهر دجدې پرزاړه سرک پرته له حرم څخه ٢٤کيلومتره لرې سيمه ده،اوس يې خلک شميسي بولي،دلته پخوا دحديبيې په نوم يو کوهى وو اوداسيمه هم دهمدې کوهي په نوم يادېده،شميس هم ديوه پخواني تاريخي کوهي نوم دى چې قاسي(٨٣٢هـ سپوږميزمړ)هم يادکړى دى،دلته دحرم له حدودو دوه کيلومتره لېرې يوښکلى مسجد هم جوړ شوى دى،دبيعت رضوان او دحديبيې دسولې مهمې پېښې هم دهجرت په شپږم کال همدلته ترسره شويدي.
دلته پخواترکانوهم يومسجدجوړکړى وو.
نخله:
دادمکې اوطائف ترمنځ سيمه ده چې دحرم دختيځ اوشمال حدود ټاکي،دادوه برخې دي يوې ته يې نخله يماني وايي چې طائف ته د تللي سړک ښې خواته ده اوبلې ته يې نخلۀ شامي يامضيق وايي چې له حرم څخه پنځه څلوېښت کيلومتره لېرې پرته ده،دداءة په نوم دغره يوې اوږدې لړۍ دادواړه نخلې يوه له بل څخه بېلې کړې دي.
کله چې رسول الله ص دهجرت په لسم کال دطائف له سفرڅخه راستون شو،نود پيريانويوې لويې ډلې همدلته عظيم الشان قرآن واورېد،او مسلمانان شول،دعبدالله ابن جحش په مشرۍ يوه اته کسيزه سريه هم درسول الله ص لخوادقريشو دکاروا ن دڅارلولپاره همدلته ولېږل شوه،دې سريې پردې کاروان حمله وکړه دعمر ابن الحضرمي په نوم يوتن يې وواژه او عثمان بن عبدالله او حکم بن کيسان يې ژوندي ونيول،اونور وتښتېدل،داپه اسلام کې دلومړني کافروژل اودمسلمانانوپر لاس د لومړنيوبنديانونيول اوددوى مال لومړنى غنيمت ګڼل کېږي.
دعزاپه نوم مشهور اوستربت چې الله ج په عظيم الشان قران کې ياد کړى دى،(افراُيتم اللت والعزى)(١)نجم ١٩:
يعنې ((اوتاسولات اوعزى وليدل))هم په همدې نخله کې وو چې رسول الله ص يې دمکې له فتحې وروسته دماتولولپاره حضرت خالدبن وليد،وګوماره،کله چې رسول الله ص دمکې له فتحې وروسته له حنين څخه طائف ته تشريف وړه نو په نخله يماني اوقرن منازل تېرشو.
 
اضاءة لبن:
داجنوب اړخ ته ١٦کيلومتره لېرې دحرم حد دى نن سبا ورته عقيشه وايي عقيش ديوشخص نوم دى،چې په نوي يمو هجري کلونوکې ددې ځاى څښتن وو،لبن شيدو(پيو)ته وايي.
دې جهيل ډوله ځاى ته ځکه لبن وايي چې ورته نږدې غرونه سپين ته مايل رنګ لري،دادرسول الله ص دحليف قوم خزاعه سيمه وه.
 حرم يا کعبه
دکعبې نومونه:
کعبه ډېر نومونه لري اوداډېر نومونه دکعبې ددرناوي او اهميت په معنى دي،خوپه عظم الشان قرآن کې ورته داپنځه نومونه کارول شوي دي.
١:کعبه:
(جعل الله الکعبة البيت الحرام قياماً للناس) (١)مائدۀ٩٧
:يعنې الله ج کعبه عزتمن او خلکو داوسېدوځاى ګرځولى دى،کعبه په عربي کې لوړې اويواځې ته وايي دامعناګانې پرکعبه تطبيقېږي .
٢:بيت الحرام:
په پورتني ايت کې کعبې ته بيت الحرام هم ويل شوى .
٣:بيت الله:
(وعهدنا الى ابراهيم واسمعيل ان طهراً بيتي للطائفين:)(١)البقرۀ ١٢٥.
يعنې:اوموږپه ابراهيم اواسمعيل ټينګارکړى وو چې زماکورطواف کوونکيوته پاک  کړه.
٤:البيت العتيق:
(…واليطوفوابالبيت العتيق) (١)  الحج ٢٩
يعنې او دبيت العتيق. طواف دې وکړي
دعتيق معنى،پخوانى،لوړشانه،نه ډوبېدونکى ازاد او خپلواک دى،ياداچې چا ددې کور زيارت وکړنو ددوزخ له اور څخه خلاص شو.
قبله:
فلنولينک قبلة ترضها (١):البقرة١٤٤ .
يعنې :نوژر ده چې هغه قبلې ته به ستامخ واړووچې ته يې خوښوې