لوړه روحیه، جنګی تجربه او يووالی د افغان پوځ کامیابی ده

ډاکټر ګل مر جان منګل
افغانستان په روانه  څلویښت کالنه جګړه کی رښتیا هم ډیر شیان له لاسه ورکړی دی او یو لوی څه یی چی لاس ته راوړی دی هغه د خپل ګران  هیواد افغانستان  سره مینه او جنګی تجربه ده چی  ددغه کلونو په جریان کی یی تر لاسه کړی ده.  د هیواد او خپل ولس سره مینه هغه وخت ډیریږی چی یو څوک خپل هیواد پریږدی او په بل هیواد کی مهاجر شی، نو پر افغان ولس باندی تپل شوی جګړی زموږ ډیری هیوادوال له خپل ګران هیواد افغانستان څخه مهاجر کړی او په نړۍ کی به داسی هیواد نه وی چی افغان به پکشی وجود ونه لری. نو دغه مهاجرتونو د افغانانو مینه او وطن دوستی ډیره غښتلی کړی ده.
 افغانان په ټوله نړی کی لا له وړاندی په جګړو کی د ښه شهرت خاوندان وو ، خو دی ورستی ۴۰ کلنی جګړی د دی غیور ولس تجروبی لا ډیری غښتلی کړی، او داسی افغان به نه وی چی د هر ډول اسلاحی په استعمال د پوه نه شی، یعنی هر افغان هر ډول اسلحه استعمالولی شی چی دا وړتیا او استعداد د نړۍ په هیڅ کونج کی وجود نه لری. پدی معنی چی په نوره نړۍ کی یوازی نظامیان یا پوځیان د اسلاحی په استعمال پوهیږی ولی د نوری نړۍ عام ولسونه نه د وسلی په استعمال پوهیږی او نه جګړه کولای شی.
 یو بل ډیر مهم  څه چی په افغانانو کی وجود لری او د نوری نړۍ ولسونه یی نه لری هغه دا دی چی که چیری په ولس  ریښتنی غږ وشی او تری وغوښتل شی چی  په هیواد تیری شوی دی جګړی ته رووزی، نو دا ولسونه  په ډیر شوک او ځواک سره  خپلی وسلی ته هغه که ټوپک وی یا کوتک رااخلی او سنګر ته ځان رسوی، هیواد ورته د مور حیسیت لری او هیڅ ناولی او مردار ته ددی اجازه نه ورکوی چی پر هیواد یی تجاوز وکړی.
ای تور مخیو لنګتړلیو پنجاپیانو ولی خپل ولس او  هیواد خرابوی؟
 لوند به نور څه لوند شی. موږ افغانانو خو په دا روانه جګړی کی چی د روس سره پیل شوه او دا ولس لکه د ډال  په شان د روس  زبرځواک په مقابل کی ودریدل او روس ته یی اجازه ورنکړه چی د ستاسو ناولی خاوری(مرداړیستان) ته درواوړی زموږ هر څه ستاسو له لاسه تبا او برباد شول. که تاسو غیرت درلودلای باید د هغه قربانیو چی افغانانو د روس په مقابل کی ستاسو لپاره ورکړی دی سترګو ته درولی وای، خو تاسو په خپله بی غیرته او بی همته یاست چی د افغان ولس غیرت مو هیڅ سترګو ته نه ودریږی او لا  د افغانانو په سترګو کی ور ننوزی. افغان ولس خو هسی هم په غیرتونو کی تبا شوی دی  هر څه له مو  لاسه ورکړی دی، خو ای لنګتړلیو تاسو که مغزه لری  او شوتله  نه خوری د هغه ولس سره ډغری مه وهی چی هر زبرځواک یی له پښو غوځولی دی او په بیشرمی له  خپلی خاوری ګران هیواد افغانستان څخه تیښته ته  مجبور کړی دی.
که ستاسو دا خیال وی چی افغانان خو جګړی ځپلی دی او هیڅ هم نه لری او  تر خوږ ګوته به یی و نیسو او  ناجایزی به پری ومنو،  دا به تش د پنجاپ خیال وی او  ګور ته به یی ورسره یوسی.  خو دومره واوری چی نن افغان ولس د پنجاپ په هر حرکت ښه پوه شوی دی او ټول حرکتونه یی په کلکه څاری او ټول افغان ولس دی ته سترګی په لار دی چی ګله به پری غږ کیږی  تر څو  له اټکه ورتیر شی او بیا له کشمیره   غواوی راولی.
موږ د افغانستان د اسلامی حزب له اعلامی  چی همدا نن یی د ولس او هیواد نه د ملاتړ په خاطر ورکړی او د پنخپیانو تیری  یی  د ګوشتی په ولسوالۍ کی  په کلکه  غندلی دی د زړه له کومی خوښی څرګندوو او دوی ته د هر یرغلګر په مقابل کی د ډیرو بریاوو او کامیابیو غوښتنه د لوی خدای پاک  ج څخه غواړ او همدارنګه ولس له طالبانو هم هیله لری چی نور ددی تور مخیو پنجپیانو په تیروتنو ونه غولیږی او لکه د افغانستان د اسلامی حزب په شانی  دخپل غیرتی ولس تر څنګ ودریږی او لکه د غرب یرغلګرو په مقابل کی چی دریدلی دی د تور مخیو مخه هم ونیسی، تر څو مو دواړه دنیاګانی روښانه شی.  
 ای د افغان غیرتی او میړنی ولسه! هغه بلا چی تری نه خلاصیږی ورته دوه واری خانده. تورمخیو پنجبیانو زموږ پر پاکه خاوره تیری کړی دی او کوی بیدار اوسږی او که چیری درباندی د تور مخیو په مقابل کی جهاد  غږ وشو نو بیا په کورو کی مه کشیني اصلی جهاد همدغه دی.
مننه