د خالص بابا د ګلبڼ یو بل ګل هم ورژید

 
بدبختانه په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي ښاغلې محمد یعقوب شرافت د افغان اسلامي اژانس بنسټګر د جمعې په مبارکه ورځ چي د مي د میاشتې له دریمې نیټې سره برابره ده د خپل څښتن دربار ته په همیشني سفر له دي هر چا پاتي دنیا څخه سترګې پټې کړي.
محمد یعقوب شرافت څوک و؟
ښاغلې محمد یعقوب شرافت د افغانستان دادب پالې جهادپالې اسلامپالې خاوري وتلي ژورنالست،سیاسې څیړونکې، لیکوال ،شاعر،جهادې شخصیت و. محمد یعقوب شرافت د ارواښاد مولوي محمد اسحق محق ځوې د افغانستان د نوموتې جهادي،ادبي،علمي څیرې ارواښاد خالص بابا وراره دي.
زوکړه:
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو کې په کال ۱۳۳۶ د کب د میاشتې په په پنځه ویشتمه نیټه په یوه علمې کورنۍ کې دي دنیا ته سترګي وغړولي.
زده کړه:
ارواښاد محمد یعقوب شرافت د ګندمک په ښوونځې کې خپلې لومړنې زده کړي تر سره کړي او د منځنیو زده کړو د تر سره کولو لپاره د ننګرهار ولایت نوموتي مدرسي نجم المدارس ته ولاړ . وروسته چې په افعانستان د کمونیزم توره سیلۍ راغله او ډیرې افغانان له هیواده کډوال شول د ښاغلې شرافت کورنۍ هم د خیبر پښتونخوا ایالت ته کډواله شوه  د کډوالۍ پر مهال ارواښاد شرافت د ۱۹۸۵ او ۱۹۹۰ کلونو تر منځ د پیښور پوهنتون څخه  په اسلامې علومو او عربې ادب کې ماستري واخیسته.
جهادي هلې ځلې:
ښاغلې شرافت په افغانستان کې د کمونستانو په وړاندي د قلمې جهاد تر څنګ د جهاد سنګرونه هم تاوده ساتلي و. نوموړي د هیواد په مختلفو برخو کښې د کمونستانو په وړاندي وسله واله مبارزه کړي د پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو په ګڼوسیمو ګښې یي په جهاد کښې ونډه اخیستې وه .
فرهنګې کړنې:
باید وویل شي چي ارواښاد شرافت له پیله له فرهنګي هلو ځلوسره تړلې پاتې شویدې د اروښاد خالص بابا  اسلامې حزب د فرهنګې کمیټې مرستیال او د همدي حزب د النور جریدي مسوول مدیر پاتي شویدي . په ۱۹۸۲ کال کښې یي د افغان اسلامې اژانس په نوم د یو خبرې اژانس بنسټ کیښود دغه خبري اژانس تر دا ننه هم خبري پیښې د مجاهدینو اوپه پاکستان کې د میشت افغان کډوالو او دننه د افغانستان پیښې د افغانستان مسلمان ملت ته منعکس کوي او د مجاهدینو د افکارو هینداره ده.ارواښاد یواځې د ژورنالیزم ډګر کښې پاتې نه دي او د ژورنالستیکو او فرهنګې هلو ځلو تر څنګ ډیرې ټولنیزې او علمې لیکني هم لري د شعر په میدان کې یو شاعر چي غوره بیلګه یې د اب حیات په نوم یوه خوندوره شعري ټولګه ده او همدارنګه د سپیڅلې پاڅون د جهاد د پیل او پیښو ارزونه او یو شمیر نورې علمې او څیړنیزې ټولګې او مقالې لیکلې .
ارواښاد شرافت دژوند ډیري برخه د خداي بخښلې خالص بابا تر سیوري او پالني لاندي تیره کړي وه همدا لامل و چي نوموړي تر پایه جهادې ارزښتونو ته ژمن پاتې شو او د نورو ډیرو په څیر یې خپل ضمیر ونه پلوره همدا رنګه د ژورنالیزم په ډګر کښې شرافت صیب یو ریښتونې خپلواک او له پردیو بې اغیزې پاتي شوې متدین او وطن پرست شخصیت و چې د نوموړې مړینه د افغانستان د ژورنالستیک ډګر یوه لویه ټراژیدې او نه جبرانیدونکې پیښه ده .
 
طبعې حالت:
ما پخپله له ښاغلې شرافت سره ډیر لیدلې او ورسره نژدې پاتې شوی یم نوموړې د یو معتدل نرم او حلیم طبعیت درلودونکې انسان و همیش د غریبانو او بې وزلو په چوپړ کښې و همیش به یې د ناروغانو احوال پوښته او د هغوۍ سره د مالې مرستې برسیره هر ډول لاسنیوې او مرسته کوله.
مړینه :
مرګ حق دي هر ژوي د خپل رزق د دانو له ټولو وروسته د خپل څښتن دربار ته پناه وړي د جمعې په مبارکه ورځ د ښاغلې یعقوب شرافت د بلې دنیا د سفر د پیل نیټه وه سهار مهال د پیښور د ارباب روډ په سیمه کښې یي په ناڅاپې ډول ددې دنیا سره د تل لپاره
 مخه ښه وکړه جنازه یې په همدي ورځ د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه د مولوي خالص بابا په فامیلۍ کښې مازدیګر مهال خاورو ته وسپارل شوه.
روح یې ښاد او جنت الفردوس يې ځاې شه