
وایی چی د یو چا په کور کی مار له یو سوری
څخه راوتلی وو او بیرته په بل سوری باندی ننوتلی وو. د کور خاوند چی دا پیښه لیدلی
وه نو ډیر غمجن وو او ډیر فکرونو اخیستی وو. یو چا تری پوښتنه وکړه چی اشنا مار
وو، راغی او لاړ پدی کی د فکر خرابولو څه خبره ده. د کور خاوند وویل چی دی ته نه
یم خپه چی مار راووت او بیرته ننوت ، خپه دی یم چی لار یی تیره شوه.
نو که
چیری د افغانانستان ملی پوځ د تور
مخیو پنجاپیانو مخه د ګوشتی په ولسوالۍ کی
نن ونه نیسی، بیا به یی په کابل او مزار کی مخه نیول ډیر ګران وی.
د افغانستان د ملی پوځ زړورو سرتیرو خاوره د
ناموس حیثیت لری او په ناموس غیرت د هر افغان دینی واجبه ده چی تر سره یی کړی. د
ملی اردو باتوره سربازانو د پاکستان پوځ د
ګوشتی ولسوالۍ ته را د ننه شوی دی او زموږ پر پاکه خاوره یی تجاوز کړی دی نو د
افغان با غیرته ولس تاسو ته سترګی غړوی او له تاسو هیله لری چی مخه یی ونیسی. او
افغان ولس په ټوله معنی ستاسو تر شا ولاړ
دی او که پری غږ وکړی د خپل لور او تبر سره په لاس به ستاسو میړنیو تر خوا ولاړ وی
او د مرګ تر اخیری سلګی پوری به هیڅ تور مخی ته دا موقع ور نه نکړی چی یو متر هم
زموږ په خاوره کی ناولی قدمونه کیږدی.
د افغانستان د ملی پوځ سربازانو افغانانو ډیر
لوی لوی قدرتونه له پښو غورځولی دی او ډیر زورور یی په ګونډو کړی دی او ټولی نړۍ
ته یی غیرت او میړانه ښه معلومه ده. دا لنګ تړلی پنجپیان نه غیرت لری او نه د دی
جراعت لری چی د افغانانو په مقابل کی وجنګیږی. زړورو او په هیواد مینو سر تیرو موږ
څلویښت کاله د همدغه تور مخیو په شیطانۍ او لاس وهنو په خپل منځ کی جنګیدلی یو او د
دی تور مخیو په یو افغان د کمونست نوم ایښی دی او په بل یی د مجاهد، یو یی طالب
کړی دی او بل یی کافر کړی. او ددی څلویښتو کالونو په جریان کی همدغه لنګتړلیو زموږ
تر دوه میلیونه ډیر بیګنا افغانان په ډول
ډول نومونو په خپل منځ کی د جګړی له امله شهیدان کړی دی او زموږ هیواد یی کڼ کپر کړی
دی. زموږ کورونه، کلی ښارونه، سړکونه.پلونه، ښونځۍ او یی د خاورو سره خاوری کړی
دی. او لا تر اوسه یی زړه یخ نه دی او اوس یی زموږ د خاوری په نیولو شروع پیل کړی
ده او د ګوشتی په ولسوالي کی یی نوی دروازی جوړی کړی او دا دی جګړه یی هم پیل کړه
او عواړی چی دا واری زموږ خاوره لاندی کړی.
ای
باتوره سربازانو! همدغه یی وخت دی افغانان باید خپل سر حد ته چی د اټک پول دی
ځانونه ورسوی او دغه لنګ وهلو ته داسی درس
ورکړی چی تر قیامته یی له یاده ونه باسی. دا تور مخی مورال نه لری او باور وکړی چی
هیڅ غیرت پکشی نه شته او ۱۰۰۰ لنګتړلی چی
راکیټون یی په لاسو کی وی د یو افغان چی تش لاس وی ځواب نه شی ویلی. ددی لنګتړلیو غیرت او همت ټولی نړۍ ته معلوم دی
چی یو ښه مثال یی هم هغه دی چ ۱۲۰۰۰۰ پوځ د ټولو وسلو سره د بنګلادیش په جګړه کی په څو لحظو کی اسیران
شول. او که د پاکستان په د ی لنګتړلیو کی
غیرت او ایمان وجود درلودلای نو په دومره لویه پیمانه پوځیان به یی د ږسلی سره نه اسیر کیدلای.
افغانانو
ته او په ځانګړی ډول لرو او برو
پښتنو ته پ پکار ده چی ټول اختلافونه اوس یوی خواته کیږدی او سره یو شی.
وګوری پاکستانی پنجاپی تور مخی پوځیانو زموږ
پر خاوره ګوشته کی لومړۍ دوازی جوړی کړی او دادی اوس یی مستقیمه جګړه هم پیل کړه.
او غواړی چی د ټول افغانستان پاکه خاوره تر خپل واک لاندی راولی. همدارنګه زموږ
دینی علاماوو ته پکار ده چی په جوماتونو کی د پاکستان پوځیانو په شومو هدفونو ټول
ولس خبر کړی او د پاکستانی یرغلګرو په مقابل
کی په یو اواز د سپیڅلی جهاد اعلان وکړی او د پنجپیانو په مقابل کی او د خپلی
خاوری نه د دفاع په خاطر ښځه او نر تر اخیری سلګۍ پوری وجنګیږی او د خبلی پاکی
خاوری دفاع وکړی چی دا دټولو افغانانو فرض دی.
سرلوړی او بریالی د وی د افغانستان غیرتی ملی
پوځ
ډاکټر ګل مر جان منګل