د ولسمشر ۍ ماڼۍ که سرای شهزاده

عبدالواحد رضوانزي


دا څو وم ځل دي چي نړیوالې او کورنۍ رسنۍ راپورونه ورکوي چي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته له یو شمیر هیوادو له لوري په پټه پیسي
 ورکول کیږي مخکي رسنیو د ګاونډي هیواد ایران نوم اخیست چي د کرزي  دفتر ته یي  په ملیونونو ډالر په پټه ورکړي اوس د
 نیویارک ټایمزورخپاڼې د راپور له مخې د ښاغلي ولسمشر دفتر ته د امریکا د څارګرې اداري سی ای اي له لوري په ملیونونه ډالر
 ورکول شوي دي هیښوونکي داده چي ولسمشر تایید کړه چي دفتر ته يي د ایران او امریکا له لورې پیسي ورکول شويدي هغه د
 پیسو دغه ورکړه د یادو هیوادو له لوري مرسته وګڼله چي دده له دفتر سره کیږي که په ریښتیا هم دا د مرستو یوه برخه وي بیا ولي
 په پټه ورکول کیږي ولي دا مرسته له رسنیو پټه ساتل کیږي ولي په بوریو او خلتو کې په پټه ننویستل کیږي . داسي ښکاري چي
 ښاغلي جمهورریس او د هغه د ماڼۍ کارکوونکي په پټه د ملي ارزښتونو خرڅول پیل کړي د دغه ډالرو په مقابل کي به په سراي
 شهزاده کې خامخا بدیل او متقابل اثار ورکول کیږې ډیرې د سیاسي چارو شنونکې او کارپوهان په دي اند دي چي امریکايي
څارګري اداري په ملیونونه ډالر ځکه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورکوي غواړي په افغانستن کې خپلي موخو ترلاسه کولو کي داپیسي
ورسره همکاري وکړي او په دي ډول د امریکایي غوښتنو په مقابل کې د ولسمشر خوله بنده کړي. اما ایران د افغانستان تاریخي
 دښمن به له هغه پیسو چي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځي په مقابل کې څه غوښتني لري په ګران هیواد کې د ایران هر اړخیزه لاسوهنه
 سمتي ژبنیزمذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهل د افغانانو په پاک کلتور د خپل ناولي کلتور تپلو ته ایران په پراخه کچه په خلاص مټ
دوام ورکړي اما انديښنه له هغه پیسو ده چي په پټه د جمهورریس دفترته ځي ګواکي ولسمشر او ورنه راچاپیر د شمالې ټلوالې وطن
 پلورونکې داسي کومه سودا له ایران سره ونه کړي چي اغیزي یي افغان ملت د ویجاړۍ او بربادۍ لور ته را نه کاږي ایران چي
 شیطان غوښتونکي سیاست له امله یي ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه نا ارام دي او پراختیا غوښتونکي سیاست یي ټول هیوادونه په
 اندیښنه کې کړي ایا دداسي یو هیواد مرستي بي له کومي موخي ترسره کیداي شي؟ ولسمشر چي کله خبري کوي ډیری احساساتي
 وي کله وايي چي د سولي دښمنان دي ښوونځي ورانوي. مونږ نوي جوړوو که کوکنار له منځه وینسو مونږ له منځه وړي کله وايي
 طالبان زمونږ وروڼه دي افغانان دي کله وايي چي ټروریسټان د افغانستان دښمنان دي باید له منځه یي یوسو وايي پاکستان کې د
 ورانکارو جالي دي باید چي نړیواله ټولنه دا جګړه پاکستان ته وغځوي افغان ولس هسي د تروریزم قرباني دي خو بیا د جیو
 خصوصي تلویزیون سره مرکه کي وایي که امریکا په پاکستان حمله وکړه مونږ به د پاکستان خوا ونیسو کله کله خو په امریکا
 نړیواله ټولنه هم نیوکې کوي همدا لامل دي چي بیا په ولسمشر تبصري پیل شي  څوک وايي چي ذهني توازن یي خراب دي ځني
 وایي چي جمهورریس په رواني ناروغۍ اخته دي څه به مو سر خوږوم دا مي ځکه وویل چي ښاغلي ولسمشر همداسي یو احساساتي
 اعلان د اداري فساد سره د مبارزي په وخت هم کړي و نوموړي اداري فساد په وړاندي د جهاد اعلان وکړ د اسدالله لودین په مشرۍ
 یي د اداري فساد سره د مبارزي کمیسون جوړ کړ اما بدبختانه چي نن د همده دفتر ددي جهاد په وړاندي لومړني سنګر دي خو
 ښاغلي جمهورریس پټه خوله دي دده په امر جوړ شوي کمیسون په خوله پټۍ لګیدلي ښاغلي لودین هیڅ عکس العمل نه ښایي ددولت
ډیري اداري په اداري فساد ککړې دي چا یي غم ونه خوړ اوس خبره د ولسمشر تر ماڼۍ ورسیده او د ولسمشر له ماڼۍ هم سراي
 شهزاده جوړ دي د ډالرو مقابله کې په کې په پټه او ښکاره متقابل اسعار پلورل کیږي.