د زړه خبرې

لیکوال : عبدالله دانشیار هسې چیرته مې په خیال کې هم نه راتلل چې زه به د زده کړو لپاره افغانستان نه بهر چیرته لاړشم . دا به یی زما په قسمت کې لیکلی وو چې د خیال او فکر بر عکس یوه لاره ماته پيدا شوه چې زه دی د زده کړو لپاره بهر ته لاړ شم . که څه هم چې زمونږ وس او اقتصاد هم دومره نه وو چی زه دې په خپل شخصي مصرف تللی وای خو بس د الله ډیر زیات زیات شکرونه دي چی زه یی تر دی ځایه راورسولم .

ما څنګه الازهر ته لاره پیدا کړه!

د ۱۳۸۹ کال د قوس میاشت وه ، زه د خپل مکتب په دهلیز کې روان وم ، یو شاګرد چی نهم صنف کې وو راته وویل : شپې مې راډیو کې واوریدل چې د لسم صنف اول نمره ګان د مصر بورس لپاره غواړي ، ته ولې نه ځې ؟
نو زه له دې شاګرد سره ددوی په صنف کې په خبرو وم چی استاد هم صنف ته راننوت استاد هم دا خبره وکړه ، چی ما هم واوریدل چی د لسم ټولګي اول نمره ګان د مصر بورس لپاره غواړي او راته یی وویل چی لاړ شه او فورمه دې د ځان لپاره ډکه کړه .
که څه هم چی ماته دغه خبره ټوکه ښکاره شوه او ورته مې وویل : استاذه ! مونږ چیرته او مصر چیرته !!!
خو ځه لاړ به شو دا امتحان خو به یی وګورو ، چې څنګه به ويٍ .
خو اخر د معارف ریاست ته لاړم او مسؤلينو څخه مې معلومات وغوښتل او راته یی وویل : د لسم ټولګي د اول نمره ګانو څخه په ریاست کې امتحان اخلو او په دوي کې به پنځه کسه انتخابیږي او هغوي به وزارت ته معرفی کيږي او له هغوي څخه په وزارت کې امتحان اخیستلو څخه وروسته یو کس انتخابیږي ...

فورمه مې ترې راواخیسته او ورته مې ډکه کړه .

یو څو ورځې مو صبروکړو چې نور ورونه هم راشي .
امتحان یی هم راڅخه وانخیست ځکه وزارت ترې پنځه کسه غوښتي وو او مونږ ټول هم پنځه کسه وو . مونږ یی وزارت ته معرفي کړو او هلته یی را څخه امتحان واخیست .

خو خبره بل ډول وه هغه دا چې د ټول افغانستان په سویه چی چا لوړې نمرې واخیستې نو هغه به انتخابیږي . تقریبا ۵۰۰ کسانو امتحان ورکړی وو او دې کې پوره ۶۰ کسه انتخابیدل . چی د خدای په فضل او کرم سره په دغه شپیته کسانو کې زه او زما نور درې ملګري هم راغلو او زمونږ څخه یو ناکام پاتې شو .

تردې مخکی مو کابل نه وو لیدلی . یواځې نوم مو ورته اوریدلی وو او ددې بورس د اجرآتو لپاره تقریبا نهه ، لس ځلي کابل ته تللي او راغلي وو.
خو دغه بورس لپاره مو دوه نیم کاله انتظار وویست . دوه نیم کاله خو ډیر وخت دی ، پدومره موده کې خو نوی زیږیدلی ماشوم هم په خبرو راځي . خلکو به وویل چی مصر چیرته او تاسو چیرته .
چا به وویل چی ستاسو په ځای وخته د وزیرانو ځامن تللی دي . چا به یو څه او چا به بل څه ویل .
خو بس زمونږ هم یقین نه وو چی مونږ دی مصر ته لاړ شو . ځکه په افغانستان کې زیاتره بورسونو کی واسطه والا مخکې وي او زمونږ د الله ج نه غیر بل څوک واسطه هم نه درلوده ، نو ځکه مو یقین نه درلود .
هسې به کله چی وزارت زنګ راوواهه چې فورمې ډکې کړی ، دا وکړی او دا وکړی ...نو کابل ته به ورته لاړو. خو دې بورس ډیر په عذاب کړو ، حتی چی د یو امضآ لپاره یی شاګردان د کندوز څخه هم راغوښتل او بیرته به بیا تلل .
پس له دوه نیم کالو چې په مینځ مینځ کې مو اجرآت هم کول ، اخر پاسپورتونه تیار او د الوتنې ورځ هم وټاکل شوه ، تر دې پورې هم مونږ باوري نه وو چی مونږ به لاړ شو . د الوتنې ورځ هم د سیپتمبر اوله وټاکل شوه . ځانونه مو تیار کړل او اولې نیټې ته په تمه وو ، چی بیا دغه ورځ تر پینځلسمې نیټې پورې وځنډیده ، خو اخر د سیبتمبر یوویشتمه نیټه د الوتنې ورځ وټاکل شوه ، تر نیټې یوه هفته مخکی مو ځان کور ته ورساوه ، تر څو دا یوه هفته له ملګرو او دوستانو سره تیره کړو ، ځکه دا مو لومړی ځل مسافري وه .

په مصر کې د مبارک نظام ړنګیدل او نوی نظام رامنځته کیدل زمونږ بورس له ځنډ سره مخ کړ ، خو په دې کی به هم خیر وو .

اخر دا یوویشتمه نیټه هم راورسیده ، سفارت څخه مستقیما میدان هوایی ته لاړو ، پرواز مو په ۶:۵۰ وو له کابل څخه بحرین ته او له بحرین څخه قاهرې ته . د سهار ۴:۲۰ دقیقی وې چی قاهرې ته راورسیدو . په هوایی ډګر کی راته له مخکې د افغان محصیلینو د اتحادیی ریس مخې ته ولاړ وو او مونږ یی د الازهر مرکزي لیلیی ته راوستو او له څو ورځو اجرآتو وروسته یی رسما د الازهر د محصیلینو په توګه رسمي کړو ، او اوسمهال په دغه علمي او نړیوال ، اسلامي پوهنتون کې زده کړې کوو .

الله ج دې وکړي چی هر با استعداده ځوان ته بهر کې د زده کړو داسې اسانه زمینه برابره شي چی بهر ته لاړ شي او په اوچته سویه علمي زده کړې وکړي تر څو په راتلونکې کې وطن او د اسلام مقدس دین ته پرې خدمت وکړای شي.

عبدالله دانشیار - قاهره - مصر
د الازهر نړیوال پوهنتون محصل