
منبع: الجزیره
ژ: سمیع الله ایلم، کابل
هغه ښځه چی د هټلر
غذا به یی مخکی له هغه چی هټلر ته د خوړلو لپاره وړاندی شي، څکله د هغه وخت کیسه
لسیزی وروسته بیانوي.
دا وایي چی هغو
ښځو چی د هټلر غذا به یی وار له مخه څکله ۱۵ وی. هټلر عموماً سبزي خوړونکی وو او
خوراک به یی پالک، قرمه ای مرچک له وریژو (وریجو) او مکروني سره وو. مارګوټ ویلک
اسوشیټیډ پریس ته ویلي چی دوه نیم کاله یی دغه دنده ترسره کړیده.
مارګوټ داسی وخت د
هغه وخت خبری کوي چی ۹۵کلنه ده او د دویمی نړیوالی جګړی څخه تقریبا له نیمی پیړی
ډیر وخت تیر شویدی.
مارګوټ وایي چی
هټلر به تل په ویره کی وو چی هسی نه برتانویان ورته په خوراکي توکو کی زهر تیر نه
کړي. هغه ودانی چی دی په کی له هټلر سره هغه مهال ژوند تیراوه Wolf’s
Lair Complex
نومیده چی هیڅکله مارګوټ، هټلر بی له SS ساتونکو او د هغه له شپونکي Blondie څخه پرته
یوازی نه دی لیدلی.
د Wolf’s
Liar Complex
په اوسني پولنډ کی وه چی بیا وروسته روسانو ونیوله او د هټلر دغه ټولی غذا څکونکی
یی بی له مارګوټ څخه ووژلی (۱۹۴۵ز) خو دا په تیښته تری برلین ته بریالی شوله او
ځان یی پټ کړ.
دا چی ولی دغه
نوری جونی هوری پاتی شوی وی، مارګوټ وایي چی کورونه او کورنی یی هوری وی نو ځکه یی
نه غوښتل چی وتښتي او یا هم بل ځای ته پناه یوسي.
دا وایي چی کله
برلین ته ستنه شولم نو هر څه ویجاړ شوي وو ځکه چی امریکایي او برتانوي هوایي
ځواکونو په برلین پرله پسی بمباری کړی وی. د ۱۹۴۵ د اپریل په ۲۰مه روسي ځمکني
ځواکونه برلین ته ننوتل او کور په کور تلاشي پیل شوله. روسي ځواکونو مارګوټ هم
ونیوله او له ځان سره یی چیرته انتقال کړله. مارګوټ وایي چی یو روسي فوځي چی ځان
ته یی Major Berlin
ویل ۱۵ ورځی سر په سر په هغی جنسي تیری وکړ چی دا له دی بدی پیښی وروسته سخته
ناروغه شوله.
اوس مهال مارګوټ
په هغی ودانی کی اوسیږي چی نوموړی په کی په ۱۹۱۷کی زیږیدلی وه. ددی خونه د ودانی
په ۸م پوړ کی ده او لفټ نه لري نو له تیرو اتو کلونو څخه نوموړی په دی نه ده
توانیدلی چی لاندی کوزه شي او چیری لاړه شي.
دا چی ولی دی
دومره وروسته ځان ښکاره کړ علت به یی هم شرم، ویره او یا هم تعقیب وي چی دی نه
غوښتل.
samiullahelam@gmail.com