
څلورویشتمه برخه
په انټر کانټېننټال هوټل کې د مخدره موادو سره د مبارزې د ورځې د لمانځلو په موقع دکورنيو چارو د وزېر علي احمد جلالي بيانيه او ملي دفاع وزارت ته رسمي ليک د ۷۱۷غونډ د قوماندان د بندې کېدو په ارتباط د جون د مياشتې ۲۶مه نېټه ۲۰۰۴زکال
نن سهار د ټاکنو د کميسيون د دفتر په يوه موټر کې د قول اردو روغتون سره نږدی(قوای مرکز سره) چاودنه وشوه چې درې کسه په کې مړه او يوولس زخميان شول. دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې د کورنيو چارو د وزېر په دفتر کې د ملګرو ملتونو د عمومي سر منشي خاص استازي ژان ارنو، ډاکتر فاروق وردګ د ټاکنو د کميسيون د دارلانشأ رئيس، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال هلال الدين هلال، د کورنيو چارو د وزارت د دفتر رئيس جنرال سيد شېر آقا روحاني او ما د ټاکنو د امنيت د ساتلو په اړوند غونډه درلوده. ددې غونډې نه وروسته د کابل په انټرکانټېننټال هوټل کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې نړيوالې ورځې په اړوند کنفرانس جوړ شوي و او موږ هلته لاړو. جلالي صيب او زه په يوه موټر کې و او په لار کې يې مصلحت کاوه چې څه بايد په خپلو خبرو کې ووايم ما ورته وويل تر اوسه پورې چې د مخدره موادو د مبارزې پر ضد څه فعاليتونه شوي د هغه يادونه وکړه او په راتلونکي کې څه پروګرامونه په نظر کې لرو؟ خو چې کله هلته لاړو د جلالي صيب لهجه بالکل بدله وه. په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازې ژان ارنو، د دولت د رئيس مرستيال هدايت امين ارسلا، دعدليه وزېر ډاکتر عبدالرحيم کريمي او د بهرنيو چارو وزېر ډاکتر عبدالله عبدالله هم برخه درلوده.
جلالي صيب په خپلو خبرو کې وويل: دمخدره موادو په قاچاق کې دولتي کسان لاس لري او ما د کورنيو چارو په وزارت کې د مخدره موادو د کنټرول او ارزيابي شعبه جوړه کړي ده.
ده وويل هغه کسان چې دولتي بانفوذه کسان او يا مليشه دي اود مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري لستونه يې برابر شوي دي. ددې لپاره چې د دوی نومونه د جنګسالارانو، دمرګ سالارانو اوهېروين سالارانو په قطار کې رانشي نو بايد د مخدره موادو د قاچاق نه ځانونه لري کړي که نه نو زه د دوی نومونه اعلانوم او په تاريخ کې به د دوی نومونه د مرګ سالارانو، جنګ سالارانو او قاچاق برانو په لست کې د تل لپاره پاتې وي.
دجون د مياشتې په ۲۹ مه نېټه چې د سه شنبې ورځ وه سهار دکورنيو چارو وزارت د دفتر د رئيس خونې ته ورغلم چې جنرال سيد عزيز احمد د مخدره موادو پر ضد د مبارزې رئيس هلته ناست دی او د پزې نه يې وينې روانې دي او زخمې دی. ده وويل چې سهار پنځه بجې امنيتي معين ډګر جنرال هلال الدين هلال په امراو دمخکنې اطلاع په اساس چې موجوده وه، په يو کرولا موټر کې څلويښت کيلوګرامه هېروين بار دي او شمال ته د قاچاق په توګه وړل کېږي کله چې د خېرخانې کوتل سره د ښار د خروجي دروازې موظفين موټر نيسي او فاعلين ولچک کوي نو د ګارنيزون نفر چې هم په دغه دروازه کې مؤظف دي دوی نه پرېږدي چې دغه قاچاقبر او هېروين د مخدره موادو د مبارزې پر ضد رياست ته راوړي. هماغه و چې د کورنيو چارو مؤظف کسانو جنرال سيد عزيز احمد ته تيلفون کوي او دې په خپله د څلورو کسو سره د خېرخانې کوتل ته ورځي چې دغه نفر او هېروين خپل رياست ته راوړي خو په دې وخت کې د کابل د ګارنيزون د ۷۱۷قطعه قوماندان جنرال نجيم د يو شمېر مسلحو کسانو سره رسېږي او غواړي چې دغه نفر او هېروين د ځان سره يوسي. جنرال سيد عزيز احمد ورته خپل د هويت کارت ورښکاره کوي او ورته وايې چې دا صحيح نه ده ځکه د قانون په اساس دا نفر سره له موادو بايد د مخدره موادو دمبارزې پر ضد رياست ته يوړل شي ځکه چې دا زموږ وظیفوي مسؤليت دی چې د دوی نه تحقيق وشي خو په دې وخت کې جنرال نجيم په جنرال سيدعزيز ګذار کوي او وايې چې تاسې خائنين د کورنيو چارو په وزارت کې جمع شوي ياست او اخ و ډب رامنځ ته کيږي ،کله چې د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي ددغه واقعې نه خبرېږي ډېر سخت په غوسه کېږي او دا لاندې مکتوب دملي دفاع وزارت او نور دولتي ارګانونو او غېر رسمي کاپي ISAF، امريکا او انګلستان سفارتونو ته استوي.
د مکتوب متن په لاندې ډول و:
به مقام محترم وزارت دفاع ملي!
موضوع : در حين تعقيب و گرفتاری موتر کرولای ( سرمه يی رنگ) که حامل ترياک و هېروين بوده در پوسته تالاشی کوتل خېرخانه رئيس مبارزه بامواد مخدره اين وزارت از جانب قواندان ۷۱۷ و گروپ مسلح او مورد توهين، لت و کوب و جرحه قرار گرفته است :
با ارائه احترامات قبلی:
نظر به احکام مواد (۷)، (۵۶) و (۵۷) قانون اساسی کشور و فرمان نمبر (۴) مورخ ۱۳۸۲/۱/۹مقام رياست دولت انتقالي اسلامې افغانستان حفاظت جان و مال اتباع کشور، رعايت قانونيت، تامين امنيت داخلی، مبارزه با جرايم، ترور و دهشت افگنی، مبارزه با زرع، توريد، ترافيک و قاچاق مواد مخدر از جمله وظایف قانونی وزارت امور داخله بمثابه یگانه ارگان مسؤل توجيه و توضيح شده است.
در حاليکه متاسفانه به صبح ۱۳۸۲/۴/۹ در پوسته کنترول و تالاشی کوتل خېرخانه قضيه اتفاق افتيده که فشرده آن ذيلاً ارائه مې شود:
نظر به راپور های قبلی در يک موتر سرمه يی رنگ کرولا بدون نمبر پليت ترافيک مقدار زياد ترياک و هېروين جابجا شده در حال انتقال و فرار بوده، در ساحه دروازه کنترولی کوتل خېرخانه از جانب موظفين پوليس و پرسونل آن حوالی ساعت پنج بجه صبح ۱۳۸۳/۴/۹ متوقف و دستگېر شده در حاليکه موتر و متهمين مورد بررسی عاجل قرار داشته غرض رسيدگی به وزارت امور داخله انتقال گردند، جنرال نجيم قوماندان (۷۱۷) به همراهی گروپ مسلح خود وارد پوسته تالاشی شده مستقيماً و عملاً به جانبداری قاچاقبران به تهديد تفنگ مداخله نموده نخست رئيس مبارزه بامواد مخدره را به کلمات رکيک توهين و دشنام داده، زمانيکه جنرال عزيز احمد خود رامعرفی و قوماندان مذکور را به کودينه وظیفه قانونی متوجه گرداينده از طرف قوماندان (۷۱۷) مورد لت وکوب قرار گرفته که از ناحيه ( انف و جهه) مضروب و مجروح گرديده که جرح باز خون ريزی دارد،و سپس موتر را با مواد مخدر جبراً با تهديد سلاح از پوسته گرفته متهمين را از ولچک رها نموده با خود به جانب شهر برده اند، از اينکه قوماندان ۷۱۷ عملاً و عمداً به گروپ مسلح خويش برغم مصرحات مندرج قانون اساسي، مشی و پاليسی بين المللی دولت انتقالی اسلامې افغانستان در جهت مبارزه با ( ترافيک و تهديدمواد مخدر) با سوُ استعمال واستفاده از قدرت مفوضه دولتی (وظیفه و گروپ مسلح) خويش جنرا ل سيد عزيز احمد رئيس مبارزه با مواد مخدر را در حال اجرای وظیفه قانونی و مشروعش توهين و دشنام گفته و بعداً مورد لت و کوب قرار داده است که جريان و حقايق بررسی وظیفوی پوسته تالاشی کوتل خېر خانه، تيم بررسی محل واقعه صريحاًَ و دولت به تداخل و تجاوز وظیفوی قوماندان ۷۱۷ می نمايد.
مزيد به آن :
۱ـ جرم توهين و دشنام
۲ـ جرم لت و کوب رئيس مواد مخدر
۳ـ ادعای حق العبدی رئيس مبارزه به مواد مخدر
۴ـ جرم جانبداری از شبکه توريد و ترافيک مواد مخدر.
۵ـ جرم حمايت و پشتيبانی از قاچاقبران مخدر
۶ـ جرم رهايی واستخلاص متهمين وبردن موتر بامواد محموله مخدر آن
فوتوکاپی تذکره حاجی علم الدين متهم مسکونه ( جرحسن تال بغلان) که درپوسته اخته شده بملاحظه ضماً ارائه ميشود.
۷ـ جرم توجه وتهديد تفنگ عليه ممثل سلطه عامه ( افسران پوسته – رئيس مبارزه باموادمخدر)
۸ـ اينکه بحیث ممثل ونماينده قوای مسلح ( ارودی ملی) شخصاً وعمداً ثبات،نظم ودسپلين اداری،امنيت را درحوزه صلاحيت پوسته و شاهراه عامه قصداً مختل وبی ثبات گردانيده است.
بناً خواهشمنديم در جهت اجرا و رسيدگی قانونی قضيه محترم قوماندان (۷۱۷) را باکرولا حامل مواد مخدر بامواد محموله آن به وزارت امور داخله معرفی اعزام وهمکاری بفرمايند تا جهت رسيده گی وتحقيقات قانونی به معنيت نظامې څارنوالی قوای مسلح معرفی و احاله گردد، در اخېر احترامانه خواهشمنديم تا به منظور پيشگری از تداخل و تثبيت غېر موجه و غېر قانونی درامر پيشبرد وظایف امن و نظم عامه در آينده شهر کابل و جلوگېری قبلی از تکرار همچو جرايم و تخطی صريح وظیفوی و تضعیف نه شدن اداره دولتی رجعت قطعه ۷۱۷ را از دروازه های تالاشی ( دخولی و خروجی) شهر کابل به وضع الجيش اصلی اش هدايت بفرمايند.
توجه و همکاری های بی شايبه و متداوم آن مقام را آورز مي بريم.
بااحترام
علی احمد جلالي
وزېر امور داخله
کاپی ها :
- برياست محترم عمومې اداره امور
- برياست څارنوالی وزارت امور داخله
- به معنیيت محترم امور امنيتی وزارت داخله
- به مدېريت محترم وقوماندانی امنيه ولايت کابل
- به رياست محترم مبارزه با جرايم جنايی
- به رياست محترم لوی څارنوالی
کاپی غېر رسمې به ISAF، سفارت امريکا وانګلستان
په همدې ورځ ماسپښين لوی درستيز جنرال بسم الله محمدی، د ګارنيزون قوماندان جنرال ايوب سالنګی مشهور په دل آغا او رئيس ارکان د ۷۱۷ قطعه د عذر په شکل دکورنيو چارو وزارت ته راغلل چې د کورنيو چارو له وزېر علي احمد جلالي نه معذرت وغواړي خووزېر صيب دوی ته وويل چې دا د عذر مسئله نه ده. ددغه مکتوب په استناد بايد عمل وکړي. قوماندان نجيم – مخدره مواد، متهمين سره د کرولا موټر بايددکورنيوچارو وزارت ته وسپارئ.
په همدې ورځ سهار د کورنيوچارووزېر دامريکا د جمهور رئيس خاص استازی اوسفېر زلمې خليل زاد سر ه وکتل اود جلالي صيب په قول هغه ته يې ويلې و چې دا د مافيا اوقاچاقبرويوبانډ دی اوبايد چې په دې هکله جدي اقدام وشي دا با نډچې د دولت په داخل کې وي نور زما له دوی سره جنګ اعلان دی اوزه نورمطبوعاتو ته د دوی نومونه افشا کوم اوکه بين المللي ټولنه جدی اقدام او ملاتړ نه کوي نو دا ددې معنې لري چې نړيواله ټولنه هم د قاچاقبروملګرې ده اودا حکومت د مافيا حکومت دی د دې نه وروسته زلمي خليل زاد د دفاع وزېر اود دولت مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم سره کتلی وو او نوموړي د جنرال نجيم د بندي کولو شفاهي امر ورکړی و خو تر مازديګر پورې جنرال نجيم ونه نيول شو. د کورنيو چارو وزېر په قول ده پخپله هم مارشال فهيم ته په سهار کې ويلي و چې دا جدي مسئله ده او داسې نفر چې ستا په شاوخوا کې دي ددې ضرر هم تاته دي او هم ملت ته ځکه څه موده دمخه مو د شلمې فرقې قوماندان سره ۳۶۰کيلوګرامه مواد مخدر ونيول او اوس دا پېښه وشوه، همداشان په زابل کې مو ۸۰ کيلوګرامه هېروين ونيول چې په موټر کې د امنيت د معاون مکتوب او کارت ورسره و.
مازديګر پنځه بجې او دېرش دقيقې د انګلستان سفېر ران نش Ron Nash د کورنيو چارو وزېر لېدو ته راغی او هغو ته يې وويل چې دا د مخدره موادو د قاچاق پر ضد جنګ دي او موږ دې ته حاضر يو چې تر اخري سرحده پورې که په هر چا تمامېږي وجنګېږو. که حکومت دا مبارزه جدي نه کړي حکومت خپل اعتبار له لاسه ورکوي او د مخدره موادو مافيا د حکومت په داخل کې ده.
يو څه غواړم چې ضروري بولم اکثره کسان چې به د مخدره موادو او يا نور درندو جرايمو باندې نيول کېدل د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا به خلاصيدل چې دا هم يوه لويه ستونزه امنيتي ارګانونوته وه.
د مارچ د مياشتې په څوارلسمه نېټه د مخدره موادو د نظارت د کميټې مشر او د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين ډګرجنرال هلال الدين هلال را ته وويلې چې يو کس مجرم مو د ۳۲ کيلوګرامو اپين سره څارنوالی ته وسپاره خو وروسته محکمې حکم وکړ چې دا مجرم سره له اپينو خوشې کړئ اوفیصله کې يي لیکلی چې کافی شواهدددی مجرم سره نه ویعنی ۳۲ کیلوګرامه کافی شواهد نه حسابیږي نو څنګه به پوليس بيا خپل ژوند په خطر کې واچوي او د مخدره موادو قاچاقبران به ونيسي.
همدا شان ۲۰۰۳ م کال د جولای د مياشتې په درېمه نېټه د بي بي سي د پښتو څانګې خبرياله ملالۍ شينوارې زما دفتر ته راغله او وويلې چې د بي بي سي پښتو څانګه غواړي چې تاسې سره خبرې وکړي څنګه چې ملالۍ شينوارې د بي بي سي خبريال په خپله ستودیو کې زماسره په تيلفون رخ کړ نو د مانه يې پوښتنه وکړه چې د مزار شریف په ښار کې ۳۶ کيلوګرامه اپين نيول شوي او د استاد عطا محمد نور نفر وايې چې ددغه اپينو انتقال کې د مزار د امنيه قوماندان جنرال محمد اکرم خاکريزوال لاس لري خو خاکريزوال وايې چې دا يوه دسيسه ده او دروغ دي کله چې ما له خاکريزوال څخه په تيلفون کې پوښتنه وکړه هغه وويل چې د کندهار يو تجار په سرای کې خپل موټر جوړو او استاد عطا محمد نفر ورغلي او دا تجار يې له ځان سره بيولی دی او ورته ويلې دي چې په دې موټر کې ترياک دي حال دا چې دا دروغ او دسيسه ده.
په همدی ورځ سهار شپږ بجي راته د کورنيو چارو وزېر سرياور جنرال امين الله امرخېل تيلفون وکړ چې د استاد عطا محمد نور نفرو د خاکريزوال ۵۰ـ ۶۰ کسه بې وسلې کړي او هغه يې په کور کې محاصره کړی دی نو ما ورته وويلې چې همدا اوس وزېرصیب خبر کړه ځکه چې دامهمه مسئله ده .PRT هم ماته خبر راکړ چې استاد عطا محمد نور وايې چې خاکريزوال بايد تبديل شي. اصلاً دامنيت د امر جنرال عبدالرزاق چې د اسلامي جمعيت سړي و او د خاکريزوال تر منځ اختلاف و او استاد عطا محمد نور غوښتل چې د بلخ ولايت په ټولو مهمو وظایفو کې خپل نفر مقرر کړي او د بلخ په ولايت بايد تسلط ولري ځکه جنرال دوستم د فارياب او سرپل په ولايتونو کې خپل نفر ځای په ځای کړي وو او داسې راپورونه هم وو چې د جنرال دوستم او د وحدت اسلامي ګوند (هزارګانو) هم خپل نفر د مزار په ښار کې بيا ځای په ځای کړي دي نو ددې موضوع د حل لپاره د کورنيو چارو وزارت او د ملي دفاع وزارت يو مشترک هئيت مزار ته ولېږه چې دا مسائل له نږدې نه بررسي کړي. د استاد عطا محمد نور ادعا دا وه چې دا ترياک دده د نفرو له خوا نه بلکې د امنيت ملي د نفرو له خوا چې مشر يې سروري دي نيول شوي دي. دا لانجه بیا وروسته حل شوله او څه موده وروسته جنرال خاکریزوال د بلخ دولایت نه تبدیل او د کابل د امنیه قوماندان په توګه او جنرال خان محمد مجاهد د کندهار د بلخ د امنیه قوماندان په توګه تعین شولو.
د جولای د مياشتې په څلورمه نېټه دا افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د امنيتي ستراتیژيک ګروپ (Strategic Securtiy Group) غونډه وه چې د بې وسلې کولو پروسه ارزيابي کړي په دې غونډه کې د ملي دفاع د وزارت نه جنرال شېر محمد کريمې او جنرال نوری، د ائتلاف د قواؤ مرستيال جنرال جان کوپر General Croper، د ISAF د قواؤ مرستيال جنرال کورتی( General Korte)، د يوناما د دفتر نه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازي مرستيال فلیپو ګرندي( Flippo Grandi) او د ملي امنيت شورا استازی موجود و د ټولو ارزيابي داوه چې د روان کال د پارلماني ټاکنو پورې په سلو کې ۱۰- ۱۶ پورې غېر مسؤل وسله وال نشي بې وسلې کېدای او ښه به داوي چې پارلماني ټاکنې معطله شي او يوازې د جمهوري رياست ټاکنې بايد ترسره شی همدا شان د ايساف قواؤې هم نه شي کولای چې شمال او غرب د افغانستان ته پراختيا ومومي، د يوناما استازي وويل چې يوناما دواړو ټاکنو ته همزمان تياری نيسي خو امنيتي ستونزې يو مشکل دی خو د اګست په مياشت کې دواړه ټاکنې ( پارلماني او رياست جمهوري) ښايې امکان ولري او کنه. ده وويل چې تراوسه پورې ۵.۵ ميليونه کسانو ثبت نام کړي چې په سلو کې ۳۸يې ښځې دي، په دې غونډه کې دا تصميم هم ونيول شو چې د کورنيو چارو په وزارت کې بايد د ټاکنو يو عملياتي مرکز هم جوړ شي چې امنيتي وضعيت د نږدې نه وڅاري.
که موږ پورته جريانونو او پېښو ته وګورو د افغانستان د حکومت زيات وخت، انرژي او امکانات په دې مصرفيدل چې څنګه په داخل دحکومت کې د هغو ډلو او اشخاصو سره په بې امنۍ او ګډوډۍ کې خپله بقا لټوي مبارزه وکړي نو اصلاً ستراتیژيکي مسايلولکه د تروريزم سره مبارزه، د ادارې پياوړي کيدل او خلکو ته د روزګار پيدا کول په اړه هيڅ فکر نه و او همدا علت و چې کله د ۲۰۰۵م کال په اخرو کې د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او يو شمېر نور فعاله وزېران او چارواکي د حکومت نه ووتل، امنيتي وضع ورځ په ورځ مخ په خرابيدو شوه او خود سره چارواکو ته موقع په لاس ورغله چې د دولت ټول امکانات د ځان په ګټه استعمال کړي. نړيوالې ټولنې هم يې تفاوتي اختيار کړه چې اوس هم د دولت او هم د نړيوالې ټولنې نه لار ورکه ده.
د جولای د مياشتې په اومه نېټه د RPT د نظارت په عالي کمېټه کې چې مشري يې د کورنيو چارو وزېر علی احمد جلالي کوله د نورو کسانو سربېره د ائتلاف د قواؤ مشر جنرال ډيويډ بارنو ( Gen. David Barno)، د ايساف د قواؤ د قوماندان مرستيال جنرال کارتي Gen. Korte او د مالي وزېر ډاکتر اشرف غني احمدزي هم برخه درلوده. د کورنيو چارو وزېر وويل چې د هرات، غور، فارياب، سرپل او د بلخ ولايتونو په ځينو سيمو کې امنيتي وضع د محلي جنګسالارانو له امله مخ په خرابيدو ده. د تشنج د رفع کولو لپاره موږ د چټک غبرګون قطعات دغه سيمو ته لېږدو چې وضعيت نورمال شي خو ددې لپاره چې وضع په دايمي توګه ښه شي جدي تصاميمو ته هم د حکومت له خوا او هم د نړيوالې ټولنې له خوا ضرورت دی. موږ ددې کال تر اخېره پورې شايد پنځه دېرش زره پوليس وروزو خو دا کافي نه دي او بايد PRT فعاله رول د امنيت په راوستلو کې واخلي. په تېرو دوه مياشتو کې چې په شمال کې وضع خرابه وه د مزار PRT چې د انګلستان د حکومت قواؤې هلته دي ډېر مهم رول ولوباوه مګر د نورو هېوادنو PRT چې جوړېږي دوی سمه همکاري نه کوي.
د ايساف قواؤ قوماندان مرستيال جنرال کورتي وويل چې د جولای د مياشتې د لومړۍ نېټې نه ايساف د مزار د PRT قومانده په لاس کې اخستلې ده او په بغلان کې به هم PRT جوړ شي چې دامنيتي وضعيت په برخه کې کومک وکړي.
ډاکتراشرف غني احمدزي دPRT ستیرينګ یا نضارت کمېټې ته وويل چې دافغانستان څلور ميليونه کسان په ورځ کې دنيم امريکايې ډالر نه کم عايد باندې ژوند کوي نو امنيت د انکشاف لپاره حتمې او ضروري دی که امنيت نه وي موږ نه شو کولای چې خصوصي پاڼګوال دې ته تشويق کړو چې په افغانستان کې پانګه واچوي . ده وويل چې د ۲۰۰۴زکال د جنوري نه را په دې خوا د افغانستان امنيت خراب شوي او خلک لږ ځانونه مصؤن ګڼي. هسې شيندل د پيسو څه فايده نه کوي اوس هم په سلو کې ۴۰ نه تر۵۰ پورې پيسې بې ځايه مصرفېږي، خلک د جنګسالارانو د ژغ لاندې ژوند کوي او د خلکو اساسي حقوق د پښو لاندې کېږي. په سلو کې ۶۰ د ښوونځيو زده کوونکي په اول يا دویم صنفونو کې دي او په سلو کې ۶ خلک برق لري. ډاکټر غني وويلې چې ما اته مياشتې دمخه خبرداري ورکړه چې د افغانستان دولت په يو مافيايې هېواد باندې بدليدونکی دی ځکه چې که يو متر مربع کار حکومت په ۴۸ امريکايې ډالره کولی شي هغه NGO ګانې او قرارداديان يې په ۱۵۰۰ ډالره کوي نو دا د پيسو د مصرف طريقه ډېره مهمه ده بايد شفافيت او هماهنګي د حکومت او د نړيوالې ټولنې ترمنځ موجوده وي.
د ائتلافي قواؤ قوماندان جنرال ډيويد بارنو ( Gen. David Barrno) وويل چې په افغانستان کې موږ د درې قسمه جنګ سره مخامخ يو.
۱ـ دتروريستان سره جنګ چې القاعده، طالب او اسلامي حزب په کې شامل دي.(!!)
۲ـ د جنګ سالارانواود مواد مخدر مافيا د بېلا بېلو ګروپونو سره. (!!)
۳ـ سازمان يافته جنايې ګروپونو او لوږه ( فقر) سره (!!)
د جولای د مياشتې په اتمه نېټه د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي په خپل اونيز مطبوعاتي کنفرانس کې د پنجشنبې په ورځ وويل چې په سلو کې ۷۵ د دنيا اپين يعنې ۳۵۰۰ټنه اپين سږکال په افغانستان کې توليد شوي دي. دا امکان نه لري چې ددې توکو قاچاق دې د دولتي افرادو له مرستې پرته سرته ورسېږي موږ شواهد ټولوو او داسې ورځ به ورسېږي چې ددې قاچاقبرانو سره به محاسبه وشي.
د بي بي سي خبريال خپلواک ساپي پوښتنه وکړه چې د مزار وروستۍ پېښې ( د استاد عطا محمد او خاکريزيوال تر منځ پېښه چې مخکې يې يادونه شوې) او په کابل کې د خارجيانو له خوا د شخصي زندانونو په هکله ستاسې نظر څه دی؟ ايا ريښتيا ده چې د مخدره موادو سره د مبارزې رئيس د قاچاقبرانو د دستګېرۍ په وخت کې د يو ګروپ سره دجګړې پرمهال زخمي شوی دی؟
جلالي صيب په ځواب کې وويل چې د مزار د مسئلې په هکله تحقيق لا روان دي او زيات څه نه شم ويلی خو يوطرف ته قانون موجود دی او بل طرف ته مليشه يې نظام دی چې دواړه سره متضاد دي. مليشه ګران دوه کارته په جيبونو کې لري چې کوم يو يې په ګټه دی هغه راوکاږي او استعمالوي يي خو خلک بايد په سياسي لحاظ بسیج یعنی منظم شي چې خپل غږ اوچت کړ ي خو متاسفانه چې اوس د خلکو غږ نه پورته کيږي او د مليشه ګرانو او قدرت سالارانو غږ اوچت دی، ابتدايې رپوټ دادی چې د يو سړي موټر يي نيولي او په امنيه قوماندان يي اتهام لږولی او امنيه قوماندان د قول اردو په قوماندان اتهام لږولی دی.
دخارجيانو د زندان په هکله جلالي صيب وويلې چې په کابل کې درې خارجيانو په غېر قانوني توګه يو ګروپ جوړ کړی وو چې ګوندې وښايې چې د ترورئيستي ډلو پر ضد فعاليت کوي او د ائتلاف د قواؤؤ سره اړيکي لري، دوی اته کسه نيولي وو او هم دې کسانو جعلې صادراتي کمپنۍ جوړه کړې وه. په شپږم دجولای ۲۰۰۴م امنيت ملي او پوليسو په شريکه دا درې خارجيان او د دوی څلور ترجمانان د کارته پروان په سيمه کې په يوه کور کې ونيول او ۸ کسه د دوی سره بنديان وو، دوی افغانان د القاعده او د اسلامې حزب په نامه نيول، شکنجه کول او د هغوی نه يې پيسې اخستې. ددې ډلې مشر ي يو تن امريکايې د Jonathan k. Idema په نامه کوي او د دوی د کور نه زياتې وسلې له څه نورو شواهدو سره هم پيدا شوي دي او د امنيت ملي له خوا ترې تحقيق روان دی. موږ د امريکايې قواؤ او د امريکا سفارت سره هم تماس نيولی او هغوی هم د دې خبرې پخلی کړي چې دوی د امريکا سفارت يا ائتلافي قواؤ سره هېڅ تړاو نه لري جلالي صيب وويلې وطن چې خاوند ونه لري نو هر څوک په تناره کې خپلې پیړي ( زغالی) پورې کوي.