
ل : هدی الحسیني
ژ : حکمت امرخیل
په ایران کې لږکي په خوځښت شول
په تېره فبرورۍ کې ایت الله محمد باقر خرازی ،چې دولسمشرۍ دټاکنو احتمالي کاندید دی ویلي دي : که زه چیرې ولسمشر شم تاجکستان ، ارمنستان او اذربایجان به بیرته له ایران سره یو ځای کړم .
له دې څرګندونو وروسته دتاجکستان دبهرنیو چارو وزارت غبرګون ډېر توند و او دنوموړي دا څرګندونې ( فتنه راپارونکې او له جاهلت ډکې وبللې ) وزارت وايي : خرازي په سیمه او نړۍ کې پر روان وضعیت هیڅ نه پوهیږي او د نړیوال قانون په اړه ، خو په هیڅ نه پوهیږي .
کېدای شي خرازي به دیو شمېر اذري وکیلانو هغه وړاندېز هڅولې وي ،چې دا ډول له جنجاله ډکې څرګندونې وکړي دې وکیلانو په پلازمنیه باکو کې غونډه وکړه او له حکومت یې وغوښتل ،چې د اذربایجان نوم دې پر ( شمالي اذربایجان ) واړول شي . دوی ټینګار کوي ،چې اذریان د دوو هېوادو ترمنځ ویشل شوې دي یوه برخه په اذربایجان کې ده او بله په ایران کې د(سویلي اذربایجان ) په نوم ایالت کې ځای پر ځای شوې ده .
دواکمن ګوند یو وکیل وايي : نوې اذربایجان ، ولې دې داسې ونه شي موږ ډېرې بیلګې لرو ، شمالي کوریا ، سویلي کوریا ، شمالي قبرص ، سویلي قبرص ، اوس، چې اذربایجان ویشل شوې دی موږ ته په کار ده ،چې د(شمالي اذربایجان ) نوم پر خپل هېواد کیږدو.
کله ،چې په 1991 ز کې دشوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته اذربایجان خپلواکي ترلاسه کړه ایران ونه توانیده ،چې دیوپیاوړي شعیه ملګري په توګه یې راخپل کړي ، بلکې باکو دتیلو له کبله ډېر بډایه شو او په بهرنۍ تګلار یې دپاموړ هغه بللې شي ، له اسراییلو یې وسله او ټیکنالوژي راونیوله او داسراییل له وسه پوره ده ،چې دایران پولو ته څیرمه خپل شتون ثابت کړي .
په دې وروستیو اونیو کې د تهران او باکو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دروانې میاشتې په څلورمه علي خامنئي ته نږدې ورځپاڼې (کیهان) ولیکل : باید په اذربایجان کې دټولپوښتنې له لارې دا معلومه شي ،چې اذربایجان له ایران سره یو ځای کیږي او کنه ؟ مسوول مدیر حسین شریعتمداري د( دباکورول ) تر سرلیک لاندې مقاله کې وکښل : ایران باید داذریانو دژغورنې په موخه لاس په کار شي او له ایران سره داذربایجان دیوځای کېدو خبره دیوې ټولپوښتنې له لارې رابرسیره کړي . دا به یو بنسټیزګام وي ،چې د دیموکراسۍ لپاره پورته کیږي شریعتمداري زیاتوي : اذریان ځانونه داسې انګیري ،چې له اسلامي جمهوریت څخه جلا شوې دي او لېواله دي ،چې بیرته له موږ سره یو ځای شي .
دا مقاله دهغه سیمنار په غبرګون کې کښل شوې ده ،چې دمارچ په دیرشمه په پلازمینه باکو کې د( سویلي اذربایجان دخپلواکۍ ملي خوځښت ) په نوښت جوړ شوې و او په دې ډلې هم شاملې دي ،چې په ایران کې داذریانو خپلواکي غواړي دیادونې ده ،چې دایران دانقلاب لارښود علي خامنئي او داپوزیسیون مشر میرحسین موسوي دهمدې سیمې دي .
دسیمینار ویناوالو ټولو په یوه خوله وویل : ایران اوس په نړیواله کچه ګوښی هېواد دی او له پیچلي سیاسي وضعیت سره مخ دی او اټکل دادی ،چې شمالي او جنوبي اذربایجان ،چې په ایران کې ورته یوازې (سویلي اذربایجان ) ویل کیږي ډېر ژر خپلواک شي . په سیمینار کې دسویلي اذربایجان پخوانيو چارواکو او روڼ اندو برخه اخستې وه .
داذربایجان رسمي خبري اژانس وايي : ایران که کنترول له لاسه ورکړ ملي خوځښت چمتو دی ،چې د سویلي اذربایجان چارې سمبال کړي .
له سیمینار وروسته سمدلاسه دایران بهرنیو چارو وزارت داذربایجان سفیر راوغوښت او دسیمینار دګډونوالو له ویناوو یې ورته شکایت وکړ او زیاته یې کړه دا ډول څرګندونې کولای شي ،چې د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي .
دایران دبهرنیوچارو وزارت دارام سمندر او اسیاچارو مرستیال وزیر عباس عراقشي سفیر ته یو لیک ورکړی دی ،چې پ کې راغلي دي : په سیمینار کې شوې څرګندونې دایران دخپلواکۍ او یووالي پر ضد دي ، څرګندونې یو اړخیزه وې ، مقالې له درواغو ډکې وې او دصهیونیزم په ګټه دي .
اذربایجان یې په ځواب کې ویلي دي دایران پر ضد دبیل غوښتونکو ډلو فعالیت دباکو رسمي سیاست نه دی ، خو له سیمینار څو ورځې وړاندې دواکمن ګوند پارلماني غړي سیاووش نوروروف وايي : زه غواړم ،چې د ایراني اذربایجان دپارلمان مشر شم . دا څرګندونه بیا داسې تعبیر شوه ،چې باکو په سیده او ناسیده توګه له ایران ضد ډلو ملاتړ کوي .
ایران بیا پر ترکیه تور لګوي ،چې د دا ډول خوځښت تر شا لاس لري ځکه په تیره جنورۍ کې د( سویلي اذربایجان دخپلواکۍ خوځښت ) په انقره کې ( په ترکیه کې دسویلي اذربایجان) تر سرلیک لاندې سیمینار جوړ کړې و .
شریعتمداري په خپله مقاله کې کاږي : دا سیمینار دهغو مشترکو هڅو یوه بیلګه ده ،چې اسراییل او ځینې اذري چارواکي یې ځکه ترسره کوي ،چې دیووالي هغه انګیرنه زیانمنه کړي ،چې اذربایجان یې داسلامي جمهوریت پر وړاندې لري .
دباکو او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې دي ځکه باکو له اسراییلو سره اړیکې لري پردې سربېره باکو له لسو ډېر ایرانیان نیولي دي ،چې له ایراني استخباراتو سره یې تړاو درلود ، خو باکو دا نه مني ،چې اسراییلو ته یې اجازه ورکړې وي ،چې نظامي اډې دې دایران داتومي بټیو پر ضد وکاروي .
ایران دتېر کال په فبرورۍ کې پر باکو تور لګولې و ،چې له اسراییلو سره يې مرسته کړې ده او دایراني اتومپوهانو د ترور په برخه کې یې ورته زمینه برابره کړې ده . څو میاشتې وروسته باکو له ایران څخه خپل سفیر دمشورې په پلمه راغوښتې و.
په یو بل پرمختګ کې ، یو شمیر ایراني وکیلانو دقانون یوه بله مسوده چمتو کړې ده او د( ترکمانچي تړون ) دبیا کتنې غوښتنه یې کړې ده دا تړون په 1828 ز روسانو ا و پارسانو ترمنځ لاسلیک شوې و او هغه مهال و ،چې پارسیان له روسانو سره په جګړه کې مات شوي وو . دتړون له مخې پارس اړ شو ،چې پر ارمنستان، اذربایجان دروسانو واکمني په رسمیت وپيژني . د( ترکمانجي تړون ) وايي : داراس سیند به دروسانو او پارس امپراتورۍ ترمنځ سرحد وي . دپخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته دا سرحد دایران او اذربایجان او ارمنستان ترمنځ سیمې دي .
سیاووش نوروروف په اذربایجان کې دواکمن ګوند غړی دایرانیانو دې بلنې ته وغوړیده ،چې بیا دې خبرې پیل شي . ایرانۍ رسنۍ وايي :دتړون په اړه دبیاکتنې غوښتنه به دا لار هواره کړي ،چې شمالي اذربایجان له ایران سره یو ځای کړي ، خو نوروزوف بیا وايي : دتړون دبیاکتنې خبره به ایران اړ کاندي ،چې دایران په شمال لویدیز کې له ځینو سیمو څخه اذربایجان ته تیر شي ځکه پر تړون یو لاسلیک د امیر عباس میرزا دی او دا په خټه ترک و او له تاریخي پلوه له اذربایجان سره تړاو لري . او د ( ترکمانجي تړون ) داذریانو ترمنځ و نه ، دپارس امپراتورۍ ترمنځ .
ایران داسې انګیري ،چې ترکیه او اسراییل باکو هڅوي ،چې له ایران سره خپلې اړیکې راکمې کړي او اټکل نه کیږي ،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې اړیکې نورمال شي ځکه د باکو او تهران ترمنځ یو شمېر نورې ستونزې هم شته دبیلګې په توګه دقزوین سمندر قانوني وضعیت ، سرحدي ستونزې ، دتاریخي او کلتوري مسایلو پر سر جنجال ، دباکو او اسراییلو ترمنځ نظامي تړون او ...
په دې ورځو کې دلږه کیو قطعه ایران ته ګرانه تمامیږي که چیرې یو لږه کي ( اقلیت ) پر خوځښت لاس پورې کړ نور سمدلاسه دخپلو حقوقو دتر لاسه کولو په موخه راپورته کیږي . او داذربایجان لپاره خو دا کومه ګټه نه لري ،چې له مخالفو اسلامپالوسره پنچه نرمه کړي . ددیني عالم طالع باقرزاده نیولو سره یو شمیر اسلامپال او مخالف سیاستوال کوڅو ته راووتل د الهام علیوف دا سیاست وغنده .
ایران په پام کې لري ،چې په پیل کې تاجکستان ، ارمنستان له اذربایجان سره یو ځای شي دلته بیا دا خبره اړینه ده ،چې ( عرب پسرلی ) به هم هغه پولې او سرحدونه له منځه یوسي ،چې د( سایکس - بیکو ) تړون په رڼا کې په عربي نړۍ کې رامنخته شوي دي . او د( ترکمانجي تړون ) بیا کتنه د تهران او باکو کار نه ده ، بلکې هلته دولادیمیر پوټین روسیه او درجب طیب اردوګان ترکیه هم شته .