
خبریال زرداد شینواري
له ګاوندي هیواد پاکستان سره نورستان ولایت اوږده پوله لري او ډیري وخت دنورستان دچارواکو لخوا یادونه شوي وه چي له دي اوږدي پولي ورپوري غاړه جنګیالي روزل کیږي او بیا نورستان ته را اوړي او هڅي کوي چي یاد ولایت او دي ولایت سره جنګیدلي سیمي نا امن کړي
دنورستان سیمیز چارواکي وايي چي اوس يي پلان نیولۍ چي په یاده پوله یو شمیر امنیتي ځواکونه ځاي پرځاي کړي
دنورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وايي چي شاوخوا څلور سوه کلیوالي پولیس به په یادو سیمو کي په دندو وګماري
ده وايي چي کامدیش او برګمټال ولسوالۍ دګاونډي هیواد پاکستان سره اوږده پوله لري او ډیري وخت دپولي له ورپوري عاړي څخه جنګیالي یاد ولایت ته را اوړي
همدارنګه عمریار وايي چي دملي پولیسو دچټک غبرګون یوه دري سوه نفري قطغه يي جوړه کړي او د جګړي پرمهال به امنیتي پوستو او سرحدي سیمو ته مرستي رسوۍ
له بل لوري دنورستان دوالي ویاند ظاهر بهاند وايي چي امنیتي ځواکونه يي پوره چمتوالۍ لري ترڅو دبهرنیو جنګیالیو په وړاندي مبارزه وکړي دده په وینا چي امنیتي ځواکونه يي په سرحدي سیمو کي دځاي پرځاي کیدو په خال کي دي او له بهر دراتلونکو جنګیالیو مخنیوي به کوي
دیادولو وړ ده چي که څه هم دنورستان چارواکي یادونه کوي چي دامنیتي ځواکونو يي دسرحدي سیمو ساتنه کولۍ شي ولي بیا هم یو شمیر خلک دي خبرو ته دباور په سترګه نه ګوري او عوښتنه لري چي دافغان ملي اوردو یوه ډله دي ددي ولایت د نا امنه سیمو دامن کولو لپاره لاس په کار شي