
د ثور میاشتي لومړي دویمه اودریمه ورځ په هیواد کي دواکسیناسینو ملي ورځي دي په نورستان ولایت کي هم نن رسماً دواکیسنو یادو ورځو پرانسته وشوه په یاد کمپاین کي به له ددوو بیا تر پینځو کالو پوري ماشومان واکسین شي دنورستان ولایت روغتیا ریس ډاکټر محمد اسماغیل ستانکزۍ په خبرو کي وویل چې دیاد ولایت شاوخوا دیرش زره ماشومان به په راتلونکو دریو ورځو کي واکیسن شي دده په وینا چي واکیسنو په تیر دور کي دیاد ولایت په یو شمیر سیمو کي د سیمي د خلکو او نامعلومو وسلوالو لخوا دکمپاین مخه نیول شوي وه
دنورستان والي تمیم نورستاني وویل چي دعامي روعتیا له ریاست سره به دده ټوله اداره او ږه پر اوږه ولاړه وي چي تر څو دیاد ولایت ماشومان واکسین او له خطري نارو غیو وژعورل شي نوموړوي زیاتوي چي ددي ولایت په یو شمیر سیمو کي دواکیسنو نه ترسره کیدل نا امنې او ددوي نه لاس رسۍ دې
دروغتیا ریس وايي چي په کامدیش ولسوالۍ کي دوي نه دي توانیدلۍ چي ماشومان واکیسن کړي دده په وینا چي په یاده ولسوالۍ کي شاوخوا څلور زره څلویښت ماشومان دواکیسنو له کمپاین څخه بي برخي پاتي دي
همدارنګه دي زیاتوي چي په تیر دور کي وایګل کامدیش او ددواب یو شمیر سیمو کي نامعلومه وسلوالو ددوي دکمپاین مخه نیولۍ وه چي ډیري ماشومان له کمپاین نه بي برخي کړل
دوسلوالو طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي چي په نورستان ولایت کي دوي دواکسینو دکمپاین مخه نه ده نیولي دده په وینا چي که چیري دوي وغواړي چي دواکسینو دکمپاین مخه ونیسي نو دا چاره به يي په ټول هیواد کي ترسره کړي وي
دیاد ولو وړده چي موده وړاندي دنورستان په کامدیش وانټ وایګل او دواب او دکونړ ولایت په یو شمیر سیمو کي د نا معلومو وسلوالو لخوا
دواکسینو کمپاینونه بند شوي وه چي تراوسه هم لا روښانه شوي نه ده چي دا څوک دي او د چا په لاس دا کار ترسره کوي