
خبریال زرداد شینواري
دنورستان ولایت په کامدیش ولسوالي کي سل تنه کلیوالي پولیسو له مسلکي روزنو وروسته په دندو پیل وکړ
دنورستان ولایت امنیه قومندن مل پاسوال عبدالکریم عمریار وايي چي یادو پولیسو ته شاوخوا دوه میاشتنۍ زده کړې دکورنیو چارو وزارت لخوا ورکړل شوي چي نن په کامدیش ولسوالۍ کې په دندو وګمارل شول.
عمریار زیاتوي، چې کامدیش ولسوالي دکورنیو او بهرنیو جنګیالیو لویه ځاله ده او دیادو کلیوالي پولیسو په ورتګ سره به په دې ولسوالۍ کې دجنګیالیو دفعالیتونو مخه تر ډیره ونیول شي، همدارنګه دی وايي چې سل تنه نور کلیوالي پولیس هم تر روزنې لاندې دي چې په نږدې راتلونکې کې به خپليېدندې پیل کړي .
په کامدیش کي تازه په دنده پیل کړو کلیوالي پولیسو یوتن قومندان نیک محمد اتل وايي چې ډیر خوشاله دی، چې له خپلو نورو ملګرو سره يې یو ځاې په کامدیش ولسوالۍ کې په دنده پیل وکړ .
دیاد ولو وړده چې کامدیش ولسوالي دافغاني وسلوالو تر څنګ دسلګونو بهرنیو وسلوالو لوی مرکز دی، چې یاده ولسوالي او دنورستان او کونړ نورې سیمې يې تل د خونړیو بریدونو څخه خوندي نه دي.