
منبع: نیویارک ټایمز
ژ: سمیع الله ایلم، کابل
مزار د بلخ ولایت
مرکز په افغانستان کی د ځانګړي اهمیت لرونکی ښار دی. دغه ښار ته د محمد جلاالدین
بلخي رومي ښار ویلی شي او له بلی خوا لومړنی افغان ښار دی چی له خپل ګاونډي هیواد
سره د اور ګاډي پټلی په واسطه تړل شویدی. په دی ښار کی د افغانستان مشهور تاریخي
جومات هم پروت دی.
په ولایت کی امنیت
او له مرکزي هیوادونو سره سوداګریزی اړیکی ددی سبب شویدي چی ددی ولایت اقتصاد وده
وکړي. په دی ولایت کی عصري ودانی مخ په زیاتیدو دي او زیاتره کمپنی غواړي چی دلته
خپلی نماینده ګی ولري. خو ددی ټولو ښیګڼو سره، سره دغه ولایت نن سبا د افغانستان د
فاحشو غیررسمي پلازمینه بلل کیدای شي.
افغان چارواکي او
عام افغانان زیاتره دی ولایت ته د کرایی فاحشو سره د لوبو او ساعتیریو په موخه
سفرونه کوي.
تاسو کولای شی چی
شراب—که څه هم په افغانستان کی قانوني ډول سره منع دي—په اسانی سره ومومی!
په دی ولایت کی که
څه هم ښځی په کورونو کی کلابندی دي خو بیا هم د پارکونو ښکلا ګرځیدلی او په دومره
لوی شمیر کی موندل کیږي چی پلازمینه کابل هم ورته ګوته په غاښ ده.
د فاحشو کاروبارو
دلته حتی د طالبانو پرمهال هم نه دی کم شوی. خو اوس دغه کاروبار په دی ولایت کی
اوج ته رسیدلی دی.
اداري فساد، د
موبایل ټکنالوژی بی خرته وده هغه اسباب دي چی ددی کاروبار په ځلولو کی یی مرسته
کړیده.
له یوی فاحشی سره
زمونږ اړیکه هم د یوه پولیس صاحب منصب په واسطه ټینګه شویده چی ددی ښځی مشتري دی.
په دی ښار کی
فاحشه ګري په خورا پټ ډول سره ترسره کیږي. هغه ښځی چی په دی کاروبار کی دخیلی دي
لوی څادرونه په سر کوي چی پیژندل یی اسانه کار نه دی.
نن سبا دغه ښځی چی
په دی کاروبار کی دخیلی دي له خپلو مشتریانو سره د ښار په بیلابیلو برخو کی ناجایز
اعمال ترسره کوي حتی ځینی نوری خو سړي خپلو کورونو ته راغواړي.
ددی ښځو سره اړیکه
نیودل د هغه سړي لخوا په ټیلیفون ترسره کیږي چی د مشتري او فاحشی ترمنځ ارتباطي
وي.
امنیتي چارواکي
وایي چی که په لاس ورشي نو حتما به یی په خلاف اقدامات وکړي خو څه وکړي چی دوی په
کورونو لوحی نه لګوي. هغه ښځی چی په دی کاروبار کی بوختی دي زیاتره یی کونډی او یا
هم طلاقی شوی میرمنی دي چی د خپلو کورنیو سره د اقتصادي ملاتړ په موخه یی دی منحوس
کار ته ملاتړلی ده.
ځينی وختونه خو
کورنی ددی سبب کیږي چی خپلی لوڼی او یا هم ښځی دغی بدکاری ته وهڅوي. کورنی د
لګښتونو د بیل پیسی غواړي او میړونه د خپلو نشو لپاره مخدره مواد!!!
عزیزه جان چی یوه
بدکاره ښځه ده وایي: ۱۳ کلنه وم چی واده می وکړ. کله چی میړه طلاقه کړم نو ۶
ماشومان را تر غاړی وتل. نو کور می پیسی نه لرلی او ماشومان می ډیر واړه وو چی کوم
کار دی وکړای شي، مجبوره شولم چی دغه مردار کار ته ملا وتړم.
عزیزه جان خپل
مشتریان کور ته راغواړي او له هغوی څخه په خپلی یوی مهمانخانی کی چی په قالینو او
بالښتونو ښکلی شویده، او په کونج کی یو تلویزون هم لري استقبال کوي.
عزیزه وایي چی مور
یی په وړوکوالي کی یو چا ته واده کړی چی ښه کار نه وو. مشر ځوی می په غټيدو دی او
امیدواره یم چی د یو کار به شي! خو څه وکړم؟ هڅه کوم چی خپلی دردناکی شیبی می خپلو
ماشومانو ته په کتو تیری کړم.
ځینی نوری فاحشی
بیا نو د میړونو درلودلو برسیره دغه کار کوي. فرشته یو له دغو ښځو څخه ده. ۲۵کلنه
فرشته وایي کله می چی میړه په یوه ساختماني شرکت کی دنده پنځه کاله دمخه له لاسه
ورکړله نو په هغه کور کی چی اوسیدلو وویستل شولو. د نفقی لپاره څه نه وو. نو
مجبوره شولم چی بدکاری ته مخه کړم.
فرشته وایي چی ددی
کار ته د ننوتلو سبب می ملګری شولی. هغوی هم دغه کار کاوه. د افغانستان ځوانان او
د منځنی طبقی وګړي له مونږ سره په رابطه کی وي او له ۳۰ ډالرو نیولی تر ۶۰ ډالرو
را کوي. مونږ د هر چا ټلیفون ته ځواب نه ورکوو ترڅو پوری چی یو څوک یی مونږ ته را
ونه پیژني.
فرشته وایي: که
میړه می خبر شي نو مړه به می کړي؛ ټول شیان په پټه کوم!!!
samiullahelam@gmail.com