
د برتانیی د تاریخ
یوازینی ښځینه لومړی وزیری مارګرت تاچر جنازه د سنت پاول په کلیسا کی ترسره
کیدونکی ده.
مارګرت ددی هیواد
لومړنی وزیره وه چی پخپلی دندی تر ډیره پاتی شوله. د تاچر د جنازی په مراسمو ۱۶
ملیون ډالره لګښت راغلی دی چی حکومت یی له ادا کولو څخه نټه کړی او د ټاچر کورنی
مجبوره شویده چی دغه ټول لګښت په خپله غاړه واخلي. ددی مراسمو د امنیت خوندي کولو
کی به ۴زره پولیس برخه واخلي.
په دی مراسمو کی
به د ۱۷۰ هیوادونو د استازو په ګډون ۲۳۰۰کسان برخه اخلي. د برتانیی ملکه به هم د
جنازی مراسمو ته ځان رسوي. د برتانیی ملکه په عمومي ډول د لومړي وزیرانو او ولسمشرانو
د جنازی په مراسمو کی ګډون نه کوي. اخري ځل لپاره چی نوموړی د جنازی په مراسمو کی
ګډون کړی وو د ۱۹۶۵ز کال د وینسټون چرچیل جنازه وه چی د دویمی نړیوالی جګړی پرمهال
ترسره شوله.
تاچر د اپریل په ۸
مه د ۸۷کلونو په عمر له دی نړی څخه سترګی پټی کړلی.