پاکستان د غلامانو په درلودلو کې دریم شو!

 یو تازه خپور شوی خبر وایي چې په نړۍ کې کم تر کمه ۳۰ ملیونه خلک په غلامۍ کې ژوند کوي.
له دغو ۳۰ ملیونه خلکو څخه ۱۴ ملیونه یې په هندوستان کې اوسیږي. د نړۍ لس هیوادونه د هغو هیوادونو په نوملړ کې راغلي چې غلامان په کې ډیر دي.

چې د نفوس له کبله هندوستان لومړی او موریتانیا هغه هیواد بلل شوی چې د ټول نفوس څلور سلنه یې غلامان او غلامي د نورو هیوادونو په پرتله په کې وده ده.

د نوې غلامۍ شاخصونه پور، په زور وادونه، انساني قاچاق تعیین شویدي.
چین په دویم او پاکستان په دریم کتار کې ولاړ هیوادونه دي.

په پاکستان کې دوه ملیونه غلامان اوسیږي. نایجریا، ایتوپیا، روسیه، تایلنډ، کانګو، برما، بنګله دیش یو په بل پسې که له پاکستانه یې وشمیرو د هغو هیوادونو په کتار کې دي چې غلامان په کې ډیر دي. دغه سروې په ۱۶۲ هیوادونو کې ترسره شوې چې افغانستان په کې ۵۰مه رده او متحد عربي امارات په ۸۸مه رده کې موقعیت لري. عصري غلامان په کلني ډول ۳۲ میلیارده ډالره ګټه خپلو بادارانو ته رسوي.