سعودي عربستان له امنیت شورای څخه استعفی وکړله

 وروسته له هغې چې سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورای غړیتوب ترلاسه کړ، په غیرمترقبه ډول ددې هیواد د باندنیو چارو وزارت له خپل دې مقامه استعفیٰ وکړله او ملګري ملتونه یې په کمزورۍ، او ناتوانۍ تورن کړل.
 
د سعودي عربستان په اعلامیې کې راغلي چې ملګري ملتونه د فلسطین او سوريې د کړکیچ په حل کې پاتې راغلي دي. 
هغه مهال چې د ملګرو ملتونو لخوا سعودي عربستان د امنیت شورای ته نوماند شو، د بشرحقوقو د ادارو لخوا په ملګرو ملتونو سخت انتقادونه وشول!
سعودي عربستان د ملګروملتونو د ۱۹۱ رایو څخه ۱۷۶رایې چې د نورو هیوادونو چې امنیت شورای غړیتوب ته یې لار موندلې تر ټولې کمې رایې خپلې کړې وې.