
درویشتمه برخه
کابل ته د جرمني د کورنيو چارو وزېر Otto Schily سفر
د مې د مياشتې شلمه نېټه
د قطر د کنفرانس د ختم نه وروسته د شپې له خوا د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او ورسره پلاوی دمې په ۱۹ مه نېټه کابل ته ستانه شول تر څو په سبا يې د جرمني د کورنيو چارو وزېر ته په کابل کې هرکلی ووايې. د جرمني دکورنيو چارو وزېر چې د لږ وخت لپاره د قطر نه کابل ته راغی لومړی يې د پوليسو د اکاډمۍ نه کتنه وکړه او بيا وروسته يې د جمهور رئيس کرزي سره کتنه وکړه او ورپسې يې د کورنيو چارو په وزارت کې دواړو وزېرانو دوه په دوه کتنه درلوده د کتنې نه وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو په ګډون دواړو وزېرانو غونډه وکړه.
د افغانستان د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي د جرمني د کورنيو چارو وزېر ته وويلې څه چې تاسې د پوليسو په اکاډمۍ کې وليدل دا د جرمني د حکومت مرسته د افغانستان سره ده او جرمني پخوا هم ( د پادشاه او داود خان په وخت کې) د پوليسو سره زياتې مرستې کړي دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر Otto Schily وويلې چې زه ستاسې د ګرم او ښه هرکلی نه زياته مننه کوم او خاصتاً چې د پوليسو اکاډمۍ کې ماته د ماشومانو له خوا هر کلي ډېر زيات په زړه پورې و موږ د پوليسو سره مرسته دوه کاله د مخه پېل کړې او د افغانستان ښه راتلونکي ته سترګې په لار يو. د دولت رئيس د ليدو نه مننه کوم او ډېر ښه سياست مدار دی همدا شان زه ستاسې د شخصي هلو ځلو نه مننه کوم چې د پوليسو په روزنه کې کوښښ کوئ. دجرمنی دکورنیوچارو وزیر وویلې چې زه به ددې مجلس نه وروسته هغه موټرې چې د جرمني حکومت د کورنيو چارو وزارت ته تيارې کړي تاسې ته وسپارم خو ما غوښته چې يو موټر ځان ته وساتم خو هغه به زه تاته درکړم. دجرمني دکورنيو چارو وزېر زياته کړه چې سبا چې زه بېرته جرمني ته ګرځم څه چې ما دلته وليدل زما لپاره ډېر اميد کننده دي او دا به د جرمني حکومت سره شريک کړم .
د ناټو د مشرانو سره د کتنې لپاره د افغانستان
د حکومت پلاوي سفر بلجيم ته
د ۲۲ـ ۲۵ مې ۲۰۰۴زکال
د افغانستان حکومت پلاوی د جنرال شېر محمد کريمي په مشرۍ د کابل نه د مې د مياشتې په ۲۲مه نېټه حرکت وکړ تر څو دناټو د ملکي او نظامي مشرانو سره په افغانستان کې د ناټو د قواؤ د پراختيا او د افغانستان شمالي او جنوب غربي سيمو ته د PRT دجوړولو په پروسه باندې خبرې وکړي په دغه پلاوي کې د اقتصاد د وزارت معين ډاکتر نظېر احمد شهيدي د مالي وزارت معين محمد طارق فرمولي، د ښځو د وازرت مرستياله نجيبه شریف د ملي امنيت د شورا غړی ډاکتر عبدالقدېر امېر يار او ما د کورنيو چارو د وزارت په استازيتوب ګډون درلوده . په بروکسل کې موږ د ناټو سکرتر جنرال جیک دهوپ شپر
Jeap de Hoop Scheffer، د ناټو د سکرتر جنرال مرستيال په عامه پاليسي کې Jenn Fovrnet په شیپ کې
SHAPE (Supreme Headquarters of Allied Powers Europe) يا د ناټو په نظامي مرکز کې، د پوځي مشرانو سره وکتل. د ناټو د چارواکو د معلوماتو په اساس په دې وخت کې ۲۵هېوادونو د ناټو عضويت درلوداو په شیپ کې يوازې ۲۵۰۰ کسانو کار کاوه او دناټو پوځي تړون هدف د سولې، بحران او د جنګ په وخت کې د يو بل سره د دښمن په مقابل کې همکاري ده، دوی وويل چې دوی لپاره اوسمهال موجوده خطر د تروريزم – د جنوب نه شمال ته او د شرق نه غرب ته مهاجرتونه – سرحدي لانجې- اقتصادي بحران- طبعي آفات، نژادي شخړې، افراطي ناسوناليستي او مذهبي حرکتونه، منځنۍ ختیځ لانجه او خطرناکې جمعي تخريبي وسلو استعمال دي.
دوی وويل چې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې نه وروسته د ناټو د تړون پنځمه ماده، دناتو هیوادونو د لومړي ځل لپاره بيا احيا کړه چې حمله په يوه غړي هېواد باندې حمله د ناټو په ټول تړون ده. دوی وويل چې د ۹۰نه تر ۱۸۰ ورځو پورې ناټو کولای شي چې ۶۰۰۰۰هوایي او بحري قواؤې د جنګ لپاره اماده کړي او همدا شان په يوه کال کې ۲.۲ميليونه پوځ د جنګ لپاره تيارولی شي.
د ناټو سکرتر جنرال ته موږ وويل چې د ناټو ماموريت بايد ډېر ژر د کابل نه ولاياتونو ته پراخ شي ځکه چې د افغانستان اردو او پوليس لا تر اوسه پورې په دې نه دي توانيدلي چې په ټول هېواد کې امنيت ونيسي. د ناټو سکرتر جنرال وويلې چې ناټو هېوادونه دې ته حاضر دي چې خپل ماموريت د کابل نه برسېره د افغانستان نورو سيمو ته پراخ کړي، ده وويل چې افغانستان د ناټو لپاره لومړيتوب حق لري خو دا ددې معنې نه لري چې زموږ کومکونه به د تل لپاره وي ځکه موږ نه غواړو چې افغانستان هميشه مرستو ته اړ وي، بايد افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، د DDR ( بې وسلې کولو ) او د بن پروسه بايد په بريالي توګه عملی شي ده وویل که موږ افغانستان له لاسه ورکړونو دا ددې معنې لري چې موږ بېرته اولنې نقطې ته برګشت کوو، که څه هم ښاغلی کرزی وايې هر چېرته چې دی ځي خلک PRT غواړي مګر دا هم مشکله پروسه ده چې د ټولو هېوادونو حمايت را جلب کړم نو د استانبول په کنفرانس کې چې د جون د مياشتې په اخره کې جوړېږي موږ به د ناټو د پراختيا په هکله فيصله وکړو.
د سرپل په ولايت کې د جنرال دوستم د نفرو له خوا د کورنيو چارو وزارت د پوليسود ځای پرځای کيدو مخنيوی
د جون د مياشتې يولسمه نېټه ۲۰۰۴زکال
نن د کورنيو چارو وزارت د پوليسو يو سل کسيزه قطعه د سرپل ولايت ته په دې خاطر ولېږدوله تر څو د سرپل نوی والي غلام حسين شفق ته د تګ زمينه مساعده کړي. څو ورځې دمخه ښاغلی شفق د سرپل د والي په توګه تعين شوی و خو د جنرال دوستم دده د تقرر سره مخالفت کاوه. کله چې دکورنيو چارو پوليس سرپل ته رسېږي د جنرال دوستم نفر چې دمخه يې هلته ځای په ځای کړي و په پوليسو باندې د تېږو ګذارونه کوي چې يو کس پوليس زخمي کېږي او ددوی د موټرو شيشې ماتوي او دغه پوليس دې ته مجبورېږي چې بېرته مزارشریف ښار ته وګرځي. په دې وخت کې د دولت رئيس حامد کرزي او د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي د امريکا په سفر وو او مارشال فهيم د دولت سرپرست رئيس و خو کله چې د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين ډګرجنرال هلال الدين هلال د مارشال فهيم سره تماس نيسي چې څه بايد وکړو خو هغه په دې هکله هېڅ تصميم نه نيسي. دولت داسې ښکارېده چې روح په کې نه وي او د مرکزي حکومت د عدم تصميم له وجې امنيتي وضعيت ورځ په ورځ مخ په خرابېدو و. ددې نه څو ورځې دمخه د جون د مياشتې په اتمه نېټه ما د ائتلافي قواؤ مرستيال جنرال کوپر ( General Cooper) سره دهغه په دفتر کې وکتل او د موجوده امينتي وضعيت په هکله مو خبرې وکړې ما ورته وويلې چې په دولت د خلکو اعتماد کم شوی دی او دولتي افرادو سره د خدمت کولو انګيزه ورځ په ورځ کمېږي ځکه چې دولت کوم کسان په بې کفايتۍ لرې کوي هغه وروسته په اوچتو پوستونو مقررېږي او همدا شان زياتره کسان چې د مخدره موادو په قاچاق اخته دي په لوړو چوکيو مقررېږي چې داسې مقرري ګانې دا په خپله ثابتوي چې د مافيا او طالبانو نفوذ په دې حکومت کې ورځ په ورځ زياتېږي که د بېړنۍ لوی جرګې نه را په دې خوا وګورو په هر مرحله کې په عوض ددې چې د خلکو اعتماد په دولت زيات شي کمېږي. ددې لپاره چې د خلکو اعتماد په دولت زيات شي جدي او موثر اقدام ته اړتيا ده چې ددغه جنګسالارانو نه بايد يو څو کسه چې د دولت د پاليسو خلاف عمل کوي او قوانين د پښو لاندې کوي بايد ونيول شي او همدارنګه دولت بايد يوه مشخه ستراتیژي او پلان طرحه او هغه عملي کړي ځکه د کرزي صيب او د بعضې تنظيمونو ترمنځ غونډې چې دټاکنو په سر معامله کوي د خلکو په منځ کې بې اعتمادي رامنځ ته کړې ده. ما جنرال کوپر ته وويلې چې په افغانستان کې استخبارتي شبکو تجارتي شکل نيولی او بې ګناه کسان نيول کېږي همدا شان د ائتلاف قواؤې بايد د کورونو په تالاشيو کې احتياط وکړي ځکه چې زموږ ولس پرې خفه کېږي او د حکومت او د ائتلاف د قواؤ پر ضد د ولس کرکه زياتېږي.
د کورنيو چارو د وزېر علي احمد جلالي سره د وزارت
په چارو خبرې اترې او مشورې
دجون د مياشتې ۲۱مه نېټه ۲۰۰۴زکال
نن سهار زه د وزېر صيب داخله کور ته ورغلم چې تازه له امريکا د سفر نه رأستون شوی و تر څو د افغانستان په حالاتو او خاصتاً د کورنيو چارو د وزارت په ستونزو ورسره خبرې وکړم.
ما جلالي صيب ته وويلې چې د افغانستان د خلکو اعتماد په دولت او د بُن په پروسه کم شوی او همدا علت دی چې اداري فساد، تخريبي عمليات او د مسلحو محلي چارواکو له خوا خودسري مخ په زياتېدو ده. که موږ د افغانستان نقشې ته نظر واچوو ګورو چې په هر ولايت کې بدامني زياته شوې ده که هغه دهېواد په شمال کې ده او که جنوب کې او که په ختیځ کې ده او که په لويدیځه برخوکې، که دولت او نړيواله ټولنه جدي اقدام ونه کړي حالات نور هم خرابېږي او دغه حالاتو د کورنيو چارو وزارت په فعاليتونو باندې هم مستقيم اغېز کړی دی څومره چې خلک دکورنيو چارو وزارت فعاليتونو ته خوشبينه او اميدواره وو اوس د خلکو ناهيلي مخ په زياتېدو ده، هم د وزارت په دننه او هم د وزارت نه بهر بايد جدي فکر وشي. د وزېر صيب د قناعت لپاره ما په وزارت کې دننه د مختلفو ادارو په فعاليتونو رڼا واچوله.
د دې خبرو نه وروسته وزېر صيب د سه شنبې په ورځ چې د جون د مياشتې دوی شتمه نېټه وه د کورنيو چارو وزارت ټول رهبري هئيت ( د ټولو ادارو رئيسان) د معينانو په ګډون راوغوښتل چې د نوموړي د خبرو خلاصه يا نچوړ په لاندې توګه و:
جلالي صیب وویل چې ما خپلو همکارانو اوهم هغه اشخاصو او اداروته چې دمونږ سره مرستي کوي دنده سپارلې وچې دکورنیوچارود وزارت ازونه وکړی او ماته راپور راکړی نو زه نن د تاسې سره دهغه ارزیابې پایلي شریکوم. ده وویل چې زه واقع بین یم او نه شو کولای چې داسې کدرونه ولرو چې د هره پلوه رسیدلې وي خو چې بعضی برخي ددی ارزیابي زه لولم نو زه خجالت وباسم ځکه اداري فساد داسې اوج ته رسیدلی چې شاید مونږ پکې اول نمره شوی یو. هغه پولیس چې د لوي لارو امنیت ساتنې ته لېږو پخپله غله کېږی، هغه پولیس چې د کابل دښار د دخولي دروازو امنیت ساتي پخپله باج د خلکو نه اخلي، همداشان هر پولیس چې د وطن د خدمت په لاره کې شهید کېږي، په مسنقیمه یا غیر مسنقیمه توګه مونږ ټول پکې مسُولیت لرو، پرون یو تن پولیس په کندهار کې شهید شوی دی نور زه دا وضغیت نشم تحمل کولای.
جلالي صیب زیاته کړه چې مونږ بایدتشکیلاتی ساختارکې تغیر راولو او باید یو شمیر کدرونه تبدیل کړم او ټول باید شریکه داداری فساد پر ضد مبارزه وکړو، زه ستاسې د هریو سره جلا جلا ګورم که څه مشکلات وي نو ما ته يي واضحه ووايي او که نه نو هيڅ دليل نشته دی چې وضع سمه او ښه نشي. جلالي صيب زیاته کړه چې دوزارت په ځېنو تشکيلاتو کې پرسونل هسې عاطل او باطل ناست دي نو دي ته جدی توجه پکار ده چې دکدرونو نه صحيح ګټه واخستل شي، په بعضی حوزو کې چې ۱۰۳ نفر پرسونل لري یوازی دری کسه موجود دی نو په دا شکل مسلکې روزنه او امکانات هيڅ په درد نه خوري ځکه هيڅ تخنيک د انسان ځاې نه شۍ نيولي، زه په عمومي توګه نه وايم ځکه ښه اشخاص شته خوپه مجموعې توګه احساس د وظيفوي له منځه تللې دی نو مونږ ټول باید احساس د مسوُلیت وکړو.
جلالي صيب زیاته کړه چې ددی ټولو نیمګړتېاوسره سره یو څه ښه کارونه هم شوي دي د بیلګی په توګه ۱۹۲۰۰ کسه د پولیسو د تعلیمی مرکز نه فارغ شوي دي او ما د دولت د ريُس سره خبره کړی چې د پولیسو تنخواه با ید د ملی اردو د عسکرو سره باید یو شان وی، زه کوشش کوم چې هغه کسان چې وطن ته د خدمت په ډګر کې شهیدان کیږی باید دهغوی کورنیو ته ترڅوماشومان يي متکفل کیږي باید تنخواه ورکړل شی ځکه اوس چې کوم نا چيزه څه د شهیدانو کورنیو ته ورکول کیږی دا د دوی کورنیو لپاره اهانت دی.
د جون د مياشتې په څلورويشتمه نېټه د پنجشنبې ورځې په خبري کنفرانس کې د کورنيو چارو وزېر وويلې چې د غور ولايت وضع فعلاً آرامه ده او يو قطعه پوليس مو د کابل نه ولېږل چې د امنیي د قوماندان سره مرسته وکړي. همدا شان سږکال مو ۱۵زره هکتاره ځمکه په شپاړسو ولايتونو کې د کوکنارو د کرولو نه پاکه کړې ده جلالي صيب وويل چې سږکال موږ اولس ټنه دمخدره موادو توکي نېولي دي داسې اټکل شوې وه چې د جون د مياشې تر اخره پورې شل زره پوليس بايد په تعليمي مرکزونو کې وروزل شي چې زموږ د روزنو پوليس ددې نه زياتېږي چې څلور زره ددې پوليسو نه د پوليسو په اکاډمۍ کې د ساتنمن او افسرانو په توګه روزل شوي دي.
څو ورځې دمخه د کندوز په ولايت کې څو تنه چينايانو چې د سرک جوړلو په پروژه کې کار کاوه وژل شوي وو نو د BBC نماينده دجلالي صيب نه پوښتنه وکړه چې داسې ښکاري چې ددې چينايانو په وژلو کې ترهګرې ډلې لاس نه لري بلکې دمحلي رقابتونو په نتیجه کې وژل شوي دي ستاسې نظر په دې هکله څه دی ؟
د کورنيو چارو وزېر په ځواب کې وويل چې تحقيقات جريان لري او داسې ښکاري چې دا کار د ترهګرو کار نه دی او د نورو رقابتونو په نتیجه کې وژل شوي دي څرنګه چې تحقيقات جريان لري نه غواړم چې نور تفصيل ورکړم ځکه زموږ تحقيقاتو ته صدمه رسيږي خو دا وايم چې تر څو سلاح جمع نه شي او راتلونکي پارلمان ته دملت اصلي نماينده ګان را نشي د افغانستان د خلکو مشکل حل کولای نه شي هغه پارلمان چې د زور او زر په واسطه راشي د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي لا به ستونزې جوړې کړي. ددې خبرونه وروسته د کورنیو چارو وزیر په وزارت کې دننه اساسی تغیر راوسته اود دولسو مهمو ریاستونو ريُسان کې دتبدیل او یا د دندو نه لری کړل. همداشان د ولایتونو په پرسونل کې هم کافی تغیرات راوستل.