
د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په سیمه کې، امریکايي ځواکونو د ملکي خلکو پر یوه بس موټر ډزې کړي او یو تن یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
له سیمې نه رارسیدلي خبرونه وايي، چې تیره ورځ په یاده سیمه کې د ملکي خلکو موټر د امریکايي پوځي کاروان ته نږدې ورغی، چې بیا تر ډزو لاندې راغی.
سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د پېښې په هکله څرګندونې نه دي کړي.