د پښتنو ټولوژنه او  ناوړي ستراتیژیکي موخې



احمدجان  تڼی
د فیسبوک په پاڼې باندې د هغو یوولسو ماشومانو زړه بوګنونکی  تصویر راغی چې  کابل او د بهرنیو  امنیتي پوځونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د کنړ د شولتن په دره کې په شهادت  رسیدلي و.
هیڅ وګړۍ ( چې د ستنې سر په اندازه انساني  احساس او   وجدان هم ولري) ددې تصویر د لیدلو توان به ځان کې نه ویني . بلې دلته د هغو بیګناه ښځو او سړو تصویرونه نه و ، چې په همدې برید کې یې ځانونه د لاسه ورکړي و.
 بلې ، چارواکی ماشومان په ملکی تلفاتو کې شمیرې ، خو غټان  په ملکې تلفاتو کې نه ګڼي . او هم هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو شمیرې ډیرې لږې وايي او یا یې هیڅ نه وايي.
د رسنیو په قول  شیګل ولسوالی کې په دوو میاشتو کې دا دوهمه پیښه ده دوه میاشتې پخوا هم دلته لس تنه ملکی کسان وژل شوي و. په هغه کې هم پنځه ماشومان شامل و.
په وروستی پیښه کی چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې په دې پیښه کې لس تنه طالبان  ( ښايي غټان )هم وژل شوي دي. خو که چیرې د دوی څخه وپوښتل شي چې په څه پوه شوی  چې دا وژل شوی کسان طالبان دی  .ښايي  دا ځواب د دوی سره نه وي او نه شته.



دا د  پښتنو د  ټولوژنې ( سټ کولو)  یو ډیر کوچنې  تصویر دی  چې  د سوات ، دیر  او کراچۍ څخه نیولی تر بادغیس  او فراه پورې روانه ده.
  د رسنیو د راپورونو سره سم په تیرو لسو کلونو کې  نږدې یو میلیون بې ګناه او بې دفاع پښتانه ( ماشومان، ښځې ، سپین ږیري  او نور) وژل شوي دي.
لږه موده مخکی د هلمند په موسې کلا ولسوالی کې پولیسو په سوله ایزه مظاهره باندې ډزې وکړی چې په لس ګونو کسان یې په شهادت ورسول او زیات شمیر ېې ټپیان کړل.
یو څو ورځې وړاندې وسله وال کسان د فراه ولایت  د محکمې  په دفتر ننوتل او د پنځوسو  شاوخوا  عادی  کسان یې  چې په دې فساده اداره کې په  خپلو کارونو پسې سرګردان و ،ووژل او زیات شمیر یې ټپیان کړل.
همدارنګه  د وردګو د سلارو په سیمه کې د سوارلیو په بس خښ کړل شوی بم وچاودیده او زړه بوګنونکی مړینه او ژوبله یې رامنځته کړه.دا د سلګونو چاودنو او وژنو  ادامه ده چې په تیرو لسو کلونو کې تر سره شوي دي.
د موسی کلا په پیښه کې  پولیس ، د فراه په پېښه کې په ظاهري توګه مخالفین او د شولتن په پیښه کې  په ظاهري توګه د مخالفینو په اړخ کې ، سرکار او د هغه ملاتړی ککړ ښکاري .
 شولتن درې  په شان پیښو مسوولیت  په لومړي پړاو کې د ګډو پوځونو (د افغان پوځ  باید د دا ډول بمبار  مخنیوی  کړای وای )  په غاړه  او وروسته هغه وسله والو ډلو ته متوجه کیږی چې غواړي د ملکی خلکو څخه د ډال په توګه کار واخلی .
په تیرو یوولسو کلونو کې ،په سل ګونو واره دا ډول عملیات شوي او ورته تراژیدی رامنځته شوی دی خو  د کابل د ادارې مشر  د ارګ څخه په خپره شویو  معلوماتو کې  یوازې په څو جملو کې   غندلي  دی  . بیا وروسته د ارګ ماڼی له خوا  څو ډوډی خواره  او  د جیبونو ډکونکي ، وزګار  سلاکار وزیران یې د پیښو د څیړلو د پاره د کمیسیون په نومونو ګومارل شوي  دي.
ایا د کابل د ادارې د مشر  ښاغلی حامد کرزي په تیرو یوولسو کلونو کې یو افغان  چارواکی هم په دا ډول پیښو کې په مستقیم اویا غیر مستقیم  ډول د لاس لرلو په تور محاکمه کړی دی؟  ایا د شولتن په عملیاتو کې د کابل د امنیتی پوځونو مسوول  څخه به  په دې  هکله لازمې پوښتنې وشي ؟ ځواب معلوم دی. چې نه.  او نه به دا وروستی پیښه وي.
اولسمشر د خلکو د غوصیې د سړولو د پاره د پیښې ځای ته ځي  د قربانیانو فاتحه اخلی او په طالبانو باندې غږ کوي چې د خلکو څخه د ډال په توګه کار وانه اخلي .
هغه   هیڅکله د پنجاپ په پوځیانوپه وړاندې په افغانستان  (    په ټوله پښتونخوا  کې  د دا ډول  تروریستي پیښو تنظیم کونکی ، سمبالونکي  او اداره کونکي دی ) جدي غبرګون  نه ښيي.
خو  په  کنړ کې دا ډول  تکراري پوځي عملیات  چې  په لس ګونو ماشومان میرمنې او عادي خلک په کې  ووژل شول ، ډیر د غور وړ دي.
د کنړ  اتل خلک د پنجاپ د پراختیا غوښتنې او په افغانستان باندې دتیري په لاره کې لوی خنډ دي. دا ډول  پوځي عملیات په افغانستان باندې د پنجاپ  د پوځونو د وړاندې راتګ   له پاره  لاره هواروي.
همدارنګه  دا وحشیانه برید ( د نورو ورته بریدونو په شان ) کیدای شي  د پښتنو په وړاندې د ټولوژنې  د پروګرام او د پښتنو په وړاندې د سیکالوژیکي جګړې یوه برخه وي ، چې غواړی د پښتون اولس روحیه ماته کړي.
اوس راځو دې خبرې ته :
·         د اساسی قانون د څلور شپیتمې مادې   د حکم سره سم د افغانستان اولس مشر د وسله والو پوځونو  اعلی کوماندان ( قاید ) دي  . د قانون سره سم  ټول جګړایز فعالیتونه باید د اعلی کوماندان په امر سره  تر سره  او دده له خوا وڅارل  شي  .
·         په روانه جګړه کې   وسله وال کسان د راز راز  تاکتیکونو څخه کار اخلی  چې یو یې  په کلي  او یا کور ځاي په ځای کیدل دي  . په تیرو لسو کلونو کې د د کابل واکمنانو د  څو کسانو له  منځه وړلو د پاره ټول کلی  په کنډواله اړولی دی .
·         په پوځ کې په زرګونو منصبداران شته دي  ایا دوی  د اوسیدنو په ځایونو کې په داسي تاکتیکونو باندې نه پوهیږی چې  هم خلکو ته زیان و نه رسيږي او هم  مخالفین  ونیول شي؟  ښکاره ده چې شته که څوک وغواړي. خو د خلکو متل دی چې ( د یوې سپږې له پاره پوستین اور ته اچوي)
 په داسی حال کې چې هیڅ د سالم وجدان لرونکی وګړی به( د اولسی ملکي وګړو په شتوالی کې ) د  بمبارد او  جنګی عملیاتو  د تر سره کولو کومانده ورنکړي  .
اوس مهال  ناتو ادعا کوي چې زیاتره ګډ پوځي عملیات د افغانانو تر لارښوونې لاندې تر سره کیږي او د دفاع وزارت  ویاند هم دا خبره تصدیق کوي.  نو له دې امله دا باید جوته شي:
·         دا خپلسري عملیات دي  او که نه؟
·         ددې عملیاتو رهبري د چا په لاس کې وه؟
همدارنګه زیاتره  پښتو ژبی سیاستوال (د امو سین څخه تر اباسین  بورې)د پښتنو په ټولوژنه  باندې ( چې په عمده توګه د پنجاپ او تهران له خوا تنظیم کیږي )چوپ او سترګې پرې پټوی دوی د دې جنایتونو د عاملینو په وړاندې د غږ د پورته کولو زړه نه شي کولی.
یوازې محمود خان اڅکزی  کله وار د پښتنو په وړاندې روانی تراژیدی ته ګوته نیسی او د پښتنو ضد جنایتکاره ځواکونه غندي .
په کابل کې پنځوش  څخه تر  شپیته  پورې په اصطلاح ګوندونه ( زیاتره انجويي ، پاتې یې د زورواکانو کړۍ) موجود دي خو ټول یې په دې روانو جنایتونو باندې سترګې پټوي. زیاتره ډلې هغه څه وايی چې زورواکان ،  تهران ، پنجاپ  او لویدیز یې په خولو کې ورکوي.
د  پښتنو دا ټولوژنه کوم ناڅاپي عمل نه دی بلکې دا د یوې ژورې سنجول شوي پروژې د پلي کولو نتیجه ده چې اړوند اړخونه یې په ډیر مهارت او سپین سترګې سره مخې ته بیايي.
که څه هم په دې ټولوژنه کې د سیمي پښتون دښمنه هیوادونه ( ایران او پنجاپ ) لاس لری خو په دې کې په کابل کې د واکمنو کړیو د لاس لرلو په هکله د خلکو تر منځ  هم ګونګوسې روانې دي .
د فیس  بوک به مخ کې  مې د یوه  ګډونوال  دا پوښتنه په دري ژبه  ولیدله چې  لیکلي يي و، ولې عبدالحکیم شجاعي چې  د یو نیم سل شاوخوا  د بې  ګناه  خلکو ( دښځو او ماشومانو ) په وژنه تورن  دي نه نیول کیږي او د سپيناوی له پاره محکمې ته نه سپارل کیږی.
پورتنی خبره نه یوازې د ارزګان  خلک  کوي بلکې د هیواد په هر توکم پورې د ویښ ضمیر لرونکی وګړی  دا خبره پورته کوي.
څه موده مخکې هم د اولسي جرګې ځینو وکیلانو د یوې ناستې په ترځ کې رسنیو ته وویل چې دا وګړی د زیات شمیر کسانو وژونکی دی خو د کابل اداره ددې  سړي په نیولو کې ناغیړي کوي.
مختلفو رسنیو ، سیاسي کتونکو  او عادي خلکو دا غږ پورته کړ چې  عبدالحکیم شجاعي دې ونیول شي  خو د کابل  د ادارې مشر ( په مانا لرونکي توګه ) په بشپړه توګه  غوږونه پرې کاڼه کړل .او تر اوسه ځان پرې بې خبره نیسي.
د کورنیو چارو وزیر  اولسي جرګې ته د نوموړي وګړي د نیولو په هکله د اقداماتو د تر سره کولو ژمنه ورکړه .
خلک وايی چې د امریکا متحده ایالاتو  خپله هغه پوځي  چې نږدې  بنځلس تنه یې  د کندهار به  ولایت کې  وژلی و ، محاکمه  او درندې  سزا ته  یې برابر کړ . همدارنګه نوموړی هیواد هغه کسان چې وژل کسانو مړیو ته یې توهین کړی و، محکمې ته حاضر کړل .
د کابل ادارې یو شمیر  کسانو  ، پنجاپ او تهران په نزد  د پښتنو ټولوژنه کوم جرم او جنایت نه ، بلکې د سیاسي ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په لار کې یو مهم ګام دی.
تر هر څه د مخه باید  یوه ټکی ته اشاره وشی چې د هر عادی افغان له پاره  ټول اولسونه او توکمونه یوه مانا لری.  جرم او جنایت چې د هر توکم ، ژبی  او مذهب  لرونکي په وړاندې تر سره شي  د هر باضمیره افغان له خوا  په کلکه غندل کیږي   . دا حقیقت  د ملي یووالی  یوه  ستره نښه ده.
باید ووایو چې د هر واکمن نظام د چارواکو  کورنی او بهرنی سیاست  د هغه نظام د ماهیت  څخه سر چینه اخلي .  که چیرې نظام د اولس د غوښتنو  او د ټولنې د تکاملي قوانینو په بنسټ سره رامنځته شي  ، هلته د هیواد  دخلکو ارامی ، هوسايي ، ټولنیز عدالت  او پرمختګ په نظر کې نیول کیږي  او چارواکی په ټول ځواک سره د نوموړو موخو د تطبیق  د پاره کار کوي .
·         هلته فساد  موجود نه وی
·         هلته بشري حقوق  نه تر  پښو لاندې کیږي
·         هلته په متوازن ډول  د پرمختګ پروګرامونه پلي کیږي
·         هلته  د وګړي سره  د توکم  او یا سیمې  سره د اړیکو له مخې  نه چلند کیږي
·         هلته  د مافیا ګانو د رشد مخه نیول کیږي
·         هلته د خلکو او د هیواد لوړو ګټو ته تر هر څه زیات اهمیت ورکول کیږي. په خاوره او خپلواکي باندې خو د کومې معاملی کولو په هکله حتی تصور هم نه کيږي.
دا پورتنی  هغه ټکي دي  چې د کابل په اوسنی اداره کې  زیاتره  وجود نلری .  
دا ځکه چې  د افغانستان اوسنی اداره   د ټولنې د طبعی  تکامل له مخې نه ده رامنځته شوی  بلکې دا اداره  د افغان دښمنه ګاونډیانو د توطیو  او لویدیز د عسکرو او ډالرو په زور  د افغانستان  په خلکو باندې تپل شوي ده. چې د افغاني ټولنې د ودې او د خلکو د هیلو سره په بشپړه توګه په ټکر کې ده.
دا اداره  د هغو کړیو له خوا رامنځته شوی  ده چې  د لویدیز له خوا د طالبانو د رژیم  د ړنګولو په نتیجه کې  وا ک ته ورسیدې . واکمنو کړیو  د لویدیز له خوا د طالبانو په وړاندې جګړه د  پښتنو په وړاندې  په جګړه باندې  بدله کړه.  دوی  هغه په لس ګونو زره  پښتانه تنکی ځوانان چې د طالبانو له خوا په  زور د جګړې ډګر ته بیول شوي ( او د مفاهمی  لارې  او د دوی د ژوندانه او عزت  په تضمین ورکولو سره  یې د جګړو څخه لاس اخیستی و )په ډیره  ناځوانه مردانه  او بې رحمانه توګه  ووژل .
د بشري حقوقو د څار کمیسیونو  د هیتونو د پلټنو له مخې جوته شوه چې نوموړو ډلو  د یو ټاکلی او منظم  پروګرام له لارې  د هیواد په شمال کې د پښتنو ځورولو او د خپلو کلیو او سیمو څخه د شړلو پروګرام  تر  لاس لاندې نیولی  او له دې امله دوی  بیساری جنایتونه تر سره کړي دي.
په دې متعصبو ډلو پورې د تړلو ملیشاو د ظلمونو او تیریو له امله  په سل ګونو زره د پښتنو کورنی اړې شوی چې خپلې سیمې پریږدی او د هیواد نورو سیمو ته د خوندي ژوند له پاره ولاړې شي.
اوس هم په قصدی توګه  په شمال کې د پښتنو د اوسېدنې سیمې نه ارامه کيږي او بیا وروسته په همغه کلیو کې جګړه ایز عملیات پلان کیږي . د عملیاتو په بهیر کې د خلکو کورونه  او سیمې په نښه کیږي او بې ګناه خلک وژل کیږي.
د هیواد په شمال کې د  پښتنو ځپل او بې ځایه کول د ببرک کارمل او د وخت د شوروي اتحاد د اشغال په وخت کې  د یوه ټاکلی  پروګرام له مخې  رامنځته شوي او س د واکمنو کړیو له خوا  د لویدیز  ( چې ځانته په نړیواله سویه د بشري او ښځو حقوقو مدافع وايی )  په موجودیت کې تر ټولو په شدیده او بربنډه توګه  دوام  ورکړل شوی دی.
د افغانستان د خلکو د یاده نه دی وتلی چې د اوسنی ادارې  د واکمنی په لومړیو کلونو کې  په متعصبو کړیو پورې د تړلو پوځونو  کسانو د بادغیس په ولایت کې په کلیو بریدونه وکړل او زیات  شمیر کسان یې په خپلو کورونو په شهادت ورسول ، زیات شمیر میرمنو او ماشومانو  د وحشی ملیشاو د تیریو څخه د ځانو د  عزت ساتلو د پاره  دریاب ته ځانونه واچول .  
په قومی تعصب باندې ولاړ سیاست  یوازې د هیواد  په شمال او شمال لویدیز کې  محدود پاتې نه شو ، بلکې  د هیواد په مرکزي سیمو کې د سوچه هزاره توکمه سیمو د رامنځته کولو د پاره  ، په کابل کې  ځواکمنو کړیو او  سیمه ایزو  حکومتی ادارو   د کوچیانو په وړاندې  پراخ  پوځی او سیاسی کمپاین پیل کړ.
د کابل په اداره کې  ځواکمنو کړیو د دولتي امکاناتو څخه په استفادې سره   د کوچیانو  خپلو شخصي او قباله یي جایدادونو ته د ورګرځیدو مخنیوی وکړ.  
که چیرې  د هیواد خلک او یا  د کوچیانو یوه برخه په دې هکله  سوله ایز غبرګون  په ډاګه کړي نو  د خلکو په قول ، په دې مهال کې د کابل  د ادارې مشر  یوه اندازه روپي ( د خلکو په اغلب ګومان د ایران  څخه د را استول شوو کڅوړو څخه )  د کوچیانو  په نامه ځینې  فاسد په اصطلاح مشرانو او په اولسي جرګه کې  ځينو غړو  ته ویشل کیږي تر څو دا غږ  چوپ کړي..
هغه څه چې ټول د افغاني ټولنې څيړونکي او بې پلوه سیاستوال پرې متفق دي هغه د هیواد د مختلفو توکمونو او خلکو تر منځ  ارګانیک یووالی  دی .  په افغانستان کې هیڅ یو توکم د بل توکم څخه ځان بېل نه ګڼي او هم نه بېلیدونکی دی.
باید ووایو چې  افغانستان د ټولو توکمونو ګډ کور دی  او په دې کور کې د کور هر غړی  واک او مسوولیت لری . 
خو هغه څه  چې ښکاره دی چې ددې هیواد زیاتره وګړي په پښتنو پورې تړلي دي . دا وګړي چې د نفوسو اویا سلنه جوړوی  د هیواد تقریبا په ټولو برخو کې  ژوند کوی .
 پښتانه د افغانستان د وجود شمزۍ تشکیلوي .
د افغانستان دښمنه ګاونډیان او استعماري هیوادونه ددې له پاره چې ددې هیواد  شته والی د ګواښ سره مخامخ کړي  نو هڅه کوي چې ددې هیواد په شمزۍ باندې  ګوزار وکړی. چې په  ارزګان کې  ټولوژنه ،د  فراه په محکمه برید ، د موسی کلا پیښه ، د کنړ د شولتن درې د خلکو وژل ، په تیرو کلونوکې  د نورو سلګونو پېښو  په څنګ کې   د یاد شوي  پروګرام  دوام  بلل کیږي .
داځکه چې  د استعماری  هیوادونو او د هغه د مزدورانو په ګومان  تر هغه  چې پښتون اولس په ټول افغانستان کې  سراسري  وجود ولری او ځواکمن واوسی  په هغه صورت کې د افغانستان ماتول او تجزیه ناممکنه ده. .
هیڅ  عادی هزاره ، ازبک ، ترکمن، پارسیوان  وګړی دې ته تیار نه دی چې  افغانستان دې تجزیه شی او یا دې  په بشپړه توګه له منځه ولاړ شی.
خو بیا هر استعماری او پراختیا غوښتونکی هیواد او د دوی اړوند  ډلې  د افغانستان د  ړنګیدو خوبونه وينی او ناوړه پروګرامونه  پلی کوي چې ددې پروګرامونو  مهمه برخه   د هیواد په شمال کې د پښتنو قومي تصفیه او د هیواد په مرکزي  برخو کې د کوچیانو د ملکیتونو غصب تشکیلوي..
د تیرو دیرشو کلونو پېښو په څیړلو سره  جوتیږی  چې ایران غواړی چې د پارسی  ژبو کنفدارسیون   په نوم د یوه هیواد  ( د تاجکستان ، د افغانستان د شمال او ایران )  په یوځای کولو سره  په سیمه کې  یوه نوی  نکشه رامنځته کړي. .
همدارنګه د رسنیو د څيړنو څخه جوتیږي چې  ځینې کړۍ  د هزاره جاتو به  نوم د هیواد د  وجود څخه د بېلې شوي خاورې د رامنځته کولو د پاره کار کوي  د همدې منظور د پاره  کوچیان خپلو جایدادونو او مېنو ته نه پریږدي.
د تیرو دیرشو کلونو  او په تیره بیا په تیروشلو کلونو د پیښو د څيړلو څخه جوتیږی چې د پنجاپ او د تهران تر منځ د افغانستان په ویشلو موافقه شوي ده . پنجاپ غواړی تر هندوکش پورې وړاندې راشي او د هندوکش هغې خواته سیمه د پارسي ژبو کنفدراسیون ته ورپریږدي.
پنجاپ نوموړي ستراتیژیکي موخې ته د رسیدو له پاره نه یوازې موجوده  افغانستان ته  د وسله والو ډلو په رالیږلو سره نږدې څلویښت کاله جګړه مخې ته بوتله او په پوځي تحرکاتو سره یې  په پښتنو باندې فشار زیات کړی دی بلکې د هیواد په دننه کې په ډلو او وګړو هم ډیره پانګونه کړيده :
یوه هوښیار سپین ږیري ویل: که چا یو وار هم د پنجاپ د ( ای ، اس ، ای ) د لاسه ډوډی خوړلی وي هغه د عمر تر پایه ( ای ، اس ، ای ) ته ژمن پاتې کیږي.
همدارنګه د لوی تاجکستان او لوی ازبکستان د جوړولو د پاره د کار او فعالیت  په هکله ګونګوسې  موجودې دي. د افغانستان په چارو کې د تاجکستان او ازبکستان د لاس وهنو په هکله راپورونه ورکړل شوي دي.
د کابل ادارې د افغان دښمنه ګاونډیو هیوادونو د پلانو د شنډولو دپاره کوم دقیق پلان تر لاس لاندې نیولی نه دی . او د بلې خوا  د دا ډول پروګرام  او پلان  تر لاس لاندې نیول  ور ته ګران  هم دی. دا ځکه چې  د خلکو په ګومان  دافغان دښمنه هیوادونه په دا ډول پلان  باندې  ډير ژر خبریږي.
د افغان اولس  تاریخې  ستراتیژیک  اهداف په لاندې ډول سره دي :
·         د  هیواد په  دننه کې د بهرنیانو د هر ډول  سیاسی ، پوځي  ناوړه او منفي  نفوذ  ختمول
·         په ټول هیواد کې د ټولو وګړو  د پاره برابرو قانوني حقوقو تامینول
·         د طبعي افغانستان (  د اموسین څخه تر ابا سین پورې)  بیرته جوړیدل
په لویه پښتونخوا( د اموسینه تر اباسینه ) کې روان حالات تر ډیره بریده د خو شال خټک ،  روښان پیر ، میرویس نیکه او لوی احمدشاه بابا څخه مخکې حالاتو ته ورته دی. په ټوله سیمه کې پښتون اولس د محکوم اولس په توګه په څوټوټو کې  ژوند او په ډيره بې رحمانه توګه ځپل کیږي .
تر هغه چې  د افغانستان ( د لوی احمدشاه له خوا جوړه شوي پښتونخوا) پوله د امو سینه تر اباسینه پورې رسیدلی نه وي  او ټول پښتانه په خپل پلرنی هیواد کې سره راټول شوي نه وی ، تر هغه به پښتون اولس یوه ورځ هم د پنجاپ ، تهران او د هغوی د متحدینو  له لاسه   ارامه تیره نه کړي.
افغان اولس په مجموع  کې او په ځانګړي توګه پښتانه ژوند ي دی او د  ملي سراسري خوځښت په  توګه د عمل له پاره تیاریږي .  
د شلتن په شان  ( د پښتونخوا په نورو سیمو کې  ) به نورې وژنې هم تر سره شي  خو د ازادې ، یووالی او د طبعی افغانستان  د جوړیدو  له پاره ددې اولس اراده او مبارزه  نشي ماتولی.
د تهران  ناوړې دسیسی په شنډیدو ،  پنجاپ استعماری – تروریستی  رژیم په ړنګیدو او د هغوی  نوکرې ډلې او کسان د له منځه تلو په حال کې دي.