
څواونۍ وړاندې کله چې افغان دولت
دمیدان وردګو په ولایت کې دسپیشل فورس په نامه دامریکایی ځواکونو د شووناوړه کړنو دڅېړلو په موخه پلاوی وټاکه دهمدغه ولایت
چارواکو دایساف مسؤلینو او هم دولتی اړوند څانګو ته دهغو نهو تنو نومونه اوعکسونه
وسپارل چې دامریکایی سپیشل فورس له لوری نیول شوی وو او مړي او وژوندی یې چاته
څرګند نه وو، هغه وخت امریکایی پوځیانو ددغو کسانو دنیولو څخه بې خبري ښودلې وه،
په سیمه کې دامریکایی سپیشل فورس دناوړه ډېرو کړنو په ډېرېدو سره بالاخره دتېر کال د کب په ٦مه افغان جمهورییس دیو ځانګړي حکم په
ترڅ کې دڅو پلاوو تر ټاکلو او
څېړنو وروسته دمېدان وردګو له ولايت نه ددوو اونیو په ترڅ کې د ځانګړو بهرنيو ځواکونو د وتلو امر وکړچې دغه ځواکونه په دوو اونیو کې نه
بلکه ترڅو اونیووروسته یواځې دنرخ له ولسوالۍ نه دخپلو پوځیانو دایستلو پرېکړه
وکړه او دادی اوس له دغې ولسوالۍ نه هغوی وتلي دي . په دې وروستیو کې دپژواک خبرې
آژانس دخبر له مخې دهغو نهو تنو څخه چې لست یې پخوا بهرنیو ځواکونو ته ورکړ شوی ؤ
دیوتن مړی دهمدغو امریکایی ځواکونو دبیس شاته موندل شوی دی . دپژواک خبریال په دې
اړوند په خپل خبر کې لیکي ((د ميدان وردګو د نرخ
ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د هغو نهو تنو له ډلې، چې د بهرنيو ځانګړيو ځواکونو له
خوا نيول شوي وو، د يوتن مړى نن د ملي اردو سرتېرو وموند.د نرخ ولسوالۍ
يوتن اوسېدونکي قدرت الله پژواک اژانس ته ویلي :
چې دغه مړى د ملي اردو سرتېرو نرخ ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو سرتېرو د قرارګاه (
بيس ) شاته موندلى دى .نوموړي زیاته کړې چې دغه مړى له بيس سره په هغه ځاى کې موندل شوى
، چې بهرنيو ځواکونو به په دغه ځاى کې ترلاسه کړي چاودېدونکي توکي له منځه وړل .
د جمال په نامه يوبل تن دنرخ ولسوالۍ اوسېدونکې پژواک آژانس ته ویلي ، چې اوس خو د يوتن
مړى پېژندل شوى او امکان شته ، چې نور اته تنه هم موجود وي. دده په ادعا، دوى
مخکې خبري شوي و،چې ځانګړيو ځواکونو ټول نهه تنه وژلي او په يوه نامعلوم ځاى کې يې
خښ کړي دي.))
دغه بيس د ولسوالۍ له ودانۍ سره څېرمه پروت دى ، چې مخکې
په کې ځانګړي امريکايي ځواکونه مېشت ؤ او اوس، چې ياد
ځواکونه د وري په ١٠مه له دغه مرکزه وتلي، ځاى يې ملي اردو نيولى دى.
د ميدان وردګو د نرخ ولسوال محمد حنيف حنفي هم رسنیوته ویلي چې دغه مړى ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو د مخکني بيس شا
ته موندل شوى .د سيمې خلکو پېژندلى، چې قسيم د عبدالغفار زوى د نرخ ولسوالۍ د
کريمدادو د سيمې اوسېدونکى ؤ.
داپه داسې حال کې ده چې دایساف ویاند
اوس هم ددغو کسانو په اړوند بیخبري څرګندوی او وایې چې دوی دا کړنه نه ده ترسره
کړې!!!
داچې اوس دسیمې افغان چارواکي او خلک
ریښتیا وایی چې په سیمه کې موجود دي او هرڅه په خپلو سترګو ویني که دایساف ویاند
چې لرې له سیمې یواځې ددغو ځواکونو رسمي او تبلیغاتي نظر څرګندوي قضاوت به دعقل خاوندانو ته پرېږدو؟!
تراوسه پورې چې افغان دولت دملکي
کسانو پروژنو غبرګون څرګنداوه هغوی به یا دبمبارد یا هم دداسې عملیاتو په ترڅ کې
وژل شوي یا ټپيان شوي ؤ چې ایتلافي ځواکونو به ورته دجګړیزو عملیاتو نوم ورکاوه خو
دمېدان وردګو ولایت ددغه نهو تنو نیول او بیا دادی وژل کېدل یې داسې پېښې دي چې په
عمدی توګه او په لوی لاس دخلکو دنېونې او بیا پرته له محکمې په سملاسي توګه دهغوی
دشکنجې او وژلو څرګندونه کوي ، چې داډول پېښې دیوه عمدی وحشت او ستر ظلم څرګندونه
کوي چې نه پوهیږو دافغانانو نه دکوم کسات داخستلو له کبله سرته رسېږي؟ پخوا هم دافغانانو داډول عمدي وژنې شوی خو لکه
دکندهار ولایت دپنجوایی ولسوالی دزنګاوټ پېښه چې په پای کې لږترلږه یو کس خو تورن
شو او دادی په نامه محکمې ته هم وړاندې شوی، خو دنرخ ولسوالۍ او په مېدان وردګو کې
دنورو په لوی لاس نیونو اووژنو عاملین نه یواځې داچې دمحکمې او نیولو تمه یې نه
کېږي بلکه ترې انکار هم شوی چې دا ډول انکار په خپله دیو ستر لوی جرم پرسر دبل جرم
ترسره کېدل جوتوي. چې پوره شننه او په دې اړه څېړنه یې په اوسنیو حالاتو کې ډېره
ستونزمنه ، کړکېچنه او له اندېښنو ډکه ښکاري .
څرګنده نه ده چې بهرني ځواکونه په
داډول کړونو سره څه موخه لري؟ آیا دومره یې اوس دلږې حیا پرده هم سوری شوې چې
افغان ورته هغه په اصطلاح دبشری حقونو درولونکی هم نه ښکاري ؟یا داچې دداسې غچ په
اور کې دمیدان وردګو ولس وسوځېد چې اصلي عامل یې لاهم هغوی ته څرګند نه دی؟
دپوهېدو نه ده چې دغه ددریمې زریزي
جګړیزپوځونه چې دجګړې ډول یې ترپخوا ډېربدلون لري دنوی بدلون له چوکاټه هم یاغي
شوی او خپله تنده په پخوانی ډول ماتوي او انسان دښمنه عادت په نوي تاکتیک سره
جوتوي؟ که دهغوی له ډلې یوشمېر سرکښان پخواني خپل دودونه په اصلي بڼه ترسره کوي؟
افغان دولت او نړېوال سازمانونه باید
چې ددغه ډول پېښو دڅېړلو، دعاملینو دپېژندلو او په راتلونکې کې یې دتکرار دمخنیوي
پوره هڅې ترسره کړي او د ترسره شووجرمونوژر ترژره پلټنه دې وکړي او عاملین یې باید
چې محاکمه کړي.
دداډول کړنو عاملین دې هم پردې پوه شي
که ددوی دجنایتونو پوښتنه هم ژر ونه شي خو په
نړېوالو علمی قوانینو کې هیڅ ډول کړنه بې غبرګونه نه پاتې کېږی او پردې
نږدې دټولو عقېدو او ان بې عقیدو کسانو باور دی، له دې کبله افغان ځورونه که هغه
دهرپوځي او ناپوځي لوری له خواترسره کېږي بې ځوابه او غبرګونه به پاتې نشي خو ښه
داده چې په هرتوګه چې کېږي دعقل خاوندان دې په راتلونکي کې دخپلو ناسمو اوظالمانه
کړنو مخنیوی وکړي ،د خدای داسې نیونه ده چې بیا دهېڅ ظالم خلاصون به ترې امکان ونه
لري.