
په هېواد کې له ستونزو، جګړو، وژنو، چاودونو او ناخوالو سره سره یو نیم د خوښۍ خبر هم له رسنیو څخه اورېدل کیږي او دا ځل دا ښه خبر د ټاپي ( ترکمنستان ، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نل لیکي غځولو ) د پروژې په کار کې نوی پرمختګ دی، چې په تېره بیا افغانان ورته ډېر په انتظار دي. دې ته په پام سره چې د پاکستان اوسنی حکومت چې د خپل هېواد اقتصادي مسایلو ته ډیره علاقه لري او له بل لوري د افغانستان په جګړو کې هم لوی لاس لري، اوس که د خپل هېواد لپاره هم وي، دافغانستان د امنیت لپاره به یو څه کوي. د نوموړي هېواد د پوځي مشرانو وروستي حرکتونه او هلې ځلې او افغانستان ته یې پرلپسې سفرونه او ژمنې او هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د لیوالتیا ښودل، کېدای شي د همدې مسایلو څرګندونه وکړي.
د ټاپی په هکله وروستی پرمختګ دا دی، چې د افغانستان د کانونو وزارت وايي د هغه کنسرسیوم مشري چې د ټاپي پروژې د پلي کولو چارې به ورسپارل کېږي، د ترکمن ګاز شرکت ته سپارل شوې ده. دغه پرېکړه د ټاپي پروژې په ۲۲ مه غونډه کې چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې شوې وشوه .
د ټاپي پروژې د کنسرسیوم لپاره د مشرتابه ټاکل د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې لویه تاریخي لاسته راوړنه ده. ویل کېږي چې د دې سترې پروژې په اړه راتلونکې غونډه به د روانې میلادي مېاشتې په وروستیو کې دوبۍ کې ترسره شي. په غونډه کې به د کنسرشیوم د ونډو پر وېش او د پروژې پر تخنیکي مسایلو خبرې وشي. دغه راز ویل کیږي ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې به د ټاپي پروژې عملي کارهم پیل شي.
ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.
ویل کیږي دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت آباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي.
همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع شي او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي.
دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.
د دې تړون له مخي چې دېرش کاله به اعتبار ولري، افغانستان به په لومړیو لسو کلونو کې (۵۰۰) میلیونه متره مکعبه ګاز، په دوهمه لسیزه کی یو میلیارد متره مکعبه ګاز او په وروستي درېیم کال کي یونیم میلیارده مترمکعب ګاز له ترکمنستان څخه پلوري.
له را نیول شوي ګازوڅخه به په صنعتي، د بریښنا د تولید او په کورونو د اړتیا وړ انرژۍ د مصرف په چارو کې به ترې ګټه واخستل شي.
د دې نللیکې د غځولو ټول لګښت (۸)میلیارده ډالره اټکل شوی چي هرکال به له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د (۳۳) میلیارده متره مکعبه ګازو د لېږد وړتیا ولري.
د ترکمنستان ترڅنګ به درې نور هېوادونه هم له دې پروژې ښه ګټه واخلي او په تېره بیا افغانستان ته به له دې کبله ارزښت ولري چې لسګونو زرو کسانو ته د کاري فرصت د پیدا کېدو ترڅنګ به هر کال په میلیونو ډالر د ټرانزیټي فیس په توګه د دولت خزانې ته راشي، چې دا به زموږ وران ویجاړ اقتصاد په وده او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
افغانان اوس د داسې ښو خبرونو تږي دي چې واوري په هېواد کې یي دغه یا هغه اقتصادي حرکت په لاره واچول شو. که په هېواد کې اقتصادي تحرک رامنځته کېږي، نو ځوانان په کار اخته کېږي. د ځوانانو بوختیا به د هغه وضعیت مخه ونیسي چې همدا وس د بې وزلۍ او وزګارتیا له امله د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې اکثره جنګېدونکي کسان بې کاره ځوانان دي.
یوه بله د هیله مندۍ خبره دا هم ده چې ددغې پروژې د کار په پیلېدو سره به د افغانستان په امنیتي وضعیت کې هم له دې کبله بدلون راشی چې د سیمې رقیب هېوادونه چي د افغانستان په جګړه کې ونډه لري، دې ته راضي شي چې نور د ټاپي پروژې لپاره د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته او همکاري وکړي.
لکه څنګه چې ویل کېږي، په افغانستان کې کې تر برېښنا وروسته ګاز د دې هیواد د اقتصاد او د خلکو د ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري، نو ښه او ارزانه لاره همدا ده چې له ترکمنستان څخه ګاز وارد شي.
په همدې توګه هندوستان هم چې د پاکستان رقیب هېواد دی او له شک پرته چې په خپل دغه رقیب دفشار اچولو لپاره د افغانستان په امنیتي وضعیت کی هم مهم رول لري، له دې پروژې څخه ګټه اخلی نو هیله مندي شته چې دغه هېواد به د امن په راوستو کې حداقل په دې برخه کې مرسته وکړي.
په دې هیله چې ډېر ژر د دغې پروژی عملي کار پیل شي او له دې سره د افغانستان په جګړه او نا امنیو کې ښکېل هېوادونه هم وغواړي چې د ګازو د نللیکې د امنیت لپاره هغه سیمې چې دغه نل لیکه ترې تېرېږي، امن شي او هم دا شرایط په ټول افغانستان مثبت اغېز ولري او ورسره د افغانانو د ثبات فصل پیل شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.