سلما بند ښه زېری او د راتلونکو پروژو لپاره هیلې

 
دا دی وروسته له اوږده انتظار څخه داسې ښکاري د سلما بند چې د افغانستان او په تیره بیا د هېواد د لویدیځو سیمو او هرات ولایت د اقتصادي ودې لپاره به ډېر مهم وي بشپړ شوی او د ګټې اخیستو په درشل کې دی.  په دې وروستیو کې رسنیو خبر ورکړ چې د دغه بند د اوبو د زېرمه کولو کار د زمري د میاشتې په ۴ نېټه پیل شوی او څو میاشتې وروسته به یې د برېښنا ورکولو چارې هم پیل شي. سره له دې چې د دغه بند د چارو د بشپړېدو او پای ته رسېدو په اړوند به په راتلونکې کې ځانګړي مراسم ونیول شي، خو دا چې دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو چارې پیل شوې دا هم زموږ د هېواد لپاره یو ښه زېری دی چې که خدای کول نور هغه خنډونه چې د دغه بند د جوړېدو د چارو پر وړاندې موجود وو، ختم شوي او د ګټې اخیستو پر وړاندې به یې هم ستونزې رامینځته نه شي.
د سلما بند چې د هرات ختیځ لور ته د چشت شریف په ولسوالۍ کې موقعیت لري په ۱۳۵۷ کال کې یې  د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د رغونې چارې پیل شوې او تر څلوېښت سلنې پورې یې چارې بشپړې شوې هم وې، خو پر افغانستان د شوروي له یرغل وروسته او بیا د رامینځته شویو کورنیو جګړو له کبله ددې پروژې کار له خنډ او ځنډ سره مخ شو او ډېری سامان آلات یی غلا او ورک شول. اوس له نیکه مرغه یو ځل بیا یې د هند په مټ د بيا رغوني چارې په ۲۰۰۵ میلادي كال کې پیل شوې چی د اټکل له مخې باید تر ۲۰۰۹کال پورې بشپړې شوې وی؛ خو بیا هم له بده مرغه د یو شمېر عواملو له کبله دغه چارې په ټاکلي وخت بشپړې نه شوې، چې په دې اړوند بېلابېل عوامل په ګوته کولای شو  د هغو له ډلې نه ناامني او د توکو د لېږد په موخه د سړک نشتون، مالي ستونزې، په سیمه کې د هندي انجینرانو لپاره د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ستونزو را پیدا کول او تر ټولو مهمه د هغو هیوادونو پټې مداخلې په ګوته کولای شو چې د دغه بند په جوړېدو سره به هغه اوبه چې دغو هېوادونو ته ورځي یو څه به یې مخه ونیول شي. د شنونکو په اند دغه هیواد یا هېوادونه چې د دغه بند له لارې اوبه ورځي اویاهم د بند د مرسته کوونکی هېواد هند سره دښمني لري  کیدای شي د بیارغاونې په لاره کې یې ستونزې جوړې کړې وي، داسې هم  ویل کیږي چې  په تیرو څو کلونو کې د دغه بند په لسګونو ساتونکي په وسله والو بریدونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان کړای شوي دي.
ویل شوي چې د سلما د برېښنا بند به د بریښنا د توليد څلور توربينونه لري، چې د کار له بشپړېدو سره سم به وکولای شي ۴۲ ميګاواټه برېښنا تولید کړي او ۲۰۰ زره جريبه ځمکه به د هريرود سيند په اوږدو کې د ایران تر پولو پورې خړوبه کړي، چې په دې کچه برېښنا او د خړوبولو توان د هېواد اقتصاد ته ستره ګټه رسوي چې په اوس وخت کې د ټول هېواد په کچه د غټو تولیدي او اقتصادي منابعو په کتار کې حسابیږي.
د یادلو ده چې پر ایران سربیره ترکمنستان هم د افغانستان د هریرود د سیند د اوبو لوی مصروفونکی هېواد دی. هغه بند چې ایران او ترکمنستان په ګډه د افغانستان اوبو ته جوړ کړی دمګړۍ بي له کومي ماليې پرته دهریرود له اوبو استفاده کوي. ویل کیږي چې د سلمابند له لارې به د ایران او ترکمنستان د دوستۍ په نامه د جوړ شوي بند ۷۵ سلنه اوبه  راتاو شي.
لازمه ده چې دولت او اړوند چارواکي د دغه بند د راتلونکي لپاره هم ښه پراخ سنجول شوي پلانونه ولري تر څو خدای مکړه بیاهم وروسته له ګټې اخیستنې کومې ستونزې رامینځته نه شي.
په اوس وخت کې زموږ هېواد د خپل اقتصاد د پیاوړتیا او پر ځان بسیا کېدو لپاره  ډېره اړتیا لري او همدغه ډول بنسټیزې پروژې کولای شي زموږ اقتصاد په خپلو پښو ودروي او د نورو له احتیاج نه مو خلاص کړي.
دغه راز لازمه ده چې نورې ورته پروژې دهېواد په نورو برخو کې هم باید په پلې شي او هغه چې په پيل شوې باید بشپړې شي. د کابل د شمال د شکردرې په سیمه کې د شاه او عروس د بند پروژه چې یوه له دغو څخه شمېرل کیږي او ډېره موده کیږي چې  کار یې  پیل شوی و، خو دا دی ویل کیږي چې د مالي ستونزو له کبله یې کار درېدلی دی لازمه ده چې څومره ژر چې کیږي بشپړه او ګټې اخیستلو ته چمتو شي چې هم د کابل ښار ته د څښاک اوبه برابروي او هم به یو اندازه برېښنا تولید کړي. په همدې ډول  د آمو، کنړ، هلمند، کوکچې او نورو سیندونو څخه هم د زېربنایي پروژو او د سلما د بند غوندې د پروژې د جوړېدو لپاره کار واخیستل شي. پر دې سربېره لازمه ده چې د اوبو نور واړه بندونه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ شي څو د اوبو له اړخه هغه نیمګړتیاوې چې په وروستیو کلونو کې د اوبو او اورښت د کمښت له امله رامیځنته شوي رفع شي.
د سلمابند جوړېدل چې افغانانو ته یو ښه زیرئ دی او په نږدې راتلونکي کې به انشاألله ګټې اخیستنې ته چمتو شي، داسې هیلې را ټوکوي چې په راتلونکې که به دې ته ورته نورې بنسټیزې پروژې هم په نورو برخو کې پلې شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.