
حقیق
دادی امریکایی نیویارک ټایمز
ورځپاڼې هم ولیکل چې په میدان وردګو ولایت کې دقتلونواو شکنجه کولوعاملین
امریکاییان دي چې افغاني اصلیت لري. دغې ورځپاڼې په خپل وروستی خپور شوي رپوټ کې
دافغانی مقاماتو له قوله ویلي چې داسې شواهد یې په لاس کې دی چې د زکریا په نامه افغاني
الاصله امریکایی اودده اړوند ګروپ دمیدان وردګو په ولایت کې د۱۵ تنو په ورکېدو کې لاس لري ،
ورځپاڼې زیاته کړې چې افغان چارواکی داسې ویدیو په لاس کې لري چې ښیې دغه امریکایی
یوتن له همدغو ورک شوو کسانونه شکنجه کوي ، دغه کس محمود نومېږي چې شپږ مېاشتې
مخکې دځانګړو امریکایی ځواکونو له لوري نیول شو ي او تراوسه لادرکه دي.
په
همدې ډول کله چې څه موده وړاندې افغان دولت دمیدان وردګو په ولایت کې دسپیشل فورس
په نامه دامریکایی ځواکونو د شووناوړه کړنو دڅېړلو په موخه پلاوی وټاکه دهمدغه ولایت چارواکو دایساف مسؤلینو او
هم دولتی اړوند څانګو ته دهغو نهو تنو نومونه اوعکسونه وسپارل چې دامریکایی سپیشل
فورس له لوری نیول شوی وو او مړي او وژوندی یې چاته څرګند نه وو، هغه وخت امریکایی
پوځیانو ددغو کسانو دنیولو څخه بې خبري ښودلې وه، دا په داسې حال کې ده چې دنرخ
ولسوالۍ نه دسپیشل فورس دوتو نه وروسته دهغه بیز ترڅنګ چې همدغه ځواکونه په کې
مېشت وو ددغو نهو تنو ورکو څخه دیوتن مړی وموندل شو چې هغه وخت دپژواک په نامه افغان خبری اژانس په خپل رپوټ کې ولیکل: دهغو نهو تنو څخه چې
لست یې پخوا بهرنیو ځواکونو ته ورکړ شوی ؤ دیوتن مړی دهمدغو امریکایی ځواکونو دبیس
شاته موندل شوی دی چې دغه مړى د ملي اردو سرتېرو نرخ
ولسوالۍ ته څېرمه د بهرنيو سرتېرو د قرارګاه ( بيس ) شاته موندلى دى . دغه مړى له
بيس سره په هغه ځاى کې موندل شوى ، چې بهرنيو ځواکونو به په دغه ځاى کې ترلاسه کړي
چاودېدونکي توکي له منځه وړل .
تراوسه پورې چې افغان دولت دملکي
کسانو پروژنو غبرګون څرګنداوه هغوی به یا دبمبارد یا هم دداسې عملیاتو په ترڅ کې
وژل شوي یا ټپيان شوي ؤ چې ایتلافي ځواکونو به ورته دجګړیزو عملیاتو نوم ورکاوه خو
دمېدان وردګو ولایت ددغه پنځلس تنو نیول کېدل چې په اغلب ګومان ټول به دځانګړو
امریکایی ځواکونو له لوري پرته له محکمې په ظالمانه توګه وژل شوي وي داسې پېښې دي
چې په عمدی توګه او په لوی لاس دخلکو دنېونې او بیا پرته له محکمې په سملاسي توګه
دهغوی دشکنجې او وژلو څرګندونه کوي ، چې داډول پېښې دیوه عمدی وحشت او ستر ظلم
څرګندونه کوي چې نه پوهیږو ولې ترسره کېږي.؟
پخوا هم دافغانانو داډول عمدي
وژنې شوی خو لکه دکندهار ولایت دپنجوایی ولسوالی دزنګاوټ پېښه چې په پای کې
لږترلږه یو کس خو تورن شو او دادی په نامه محکمې ته هم وړاندې شوی، خو دنرخ
ولسوالۍ او په مېدان وردګو کې دنورو په لوی لاس نیونو اووژنو دعاملینو نیول کېدل
ډېر ګران ښکاری چې افغان مقامات بایدپه دې اړوند کوټلي ګامونه واخلي .
افغان دولت او نړېوال سازمانونه
باید چې ددغه ډول پېښو دڅېړلو، دعاملینو دپېژندلو او په راتلونکې کې یې دتکرار
دمخنیوي پوره هڅې ترسره کړي او د ترسره شووجرمونوژر ترژره پلټنه دې وکړي او عاملین
یې باید چې محاکمه کړي.
یوه دتأ سف خبر داده افغان حکومت
کله چې له نویو پېښو سره مخ شي بیا پخوانۍ ترې هېرې شي لکه کله چې مرتد عبدالرحمن
او محقق نصب افغان محاکمو ته وسپارل شول له واره لویدیزوالو غبرګون وښود او په افغان
دولت یې فشار راوړ، خبره ان ترپاپ او ایتالیا ورسېده ، تورن کسان بهرته یوړل شول
افغان دولت تاکید وکړ چې دغه پېښه به څاري او مرتد به محاکمې ته راکاږي خو بیا کله
هم مرتد عبدالرحمن چې په صریحه لهجه یې ارتداد قبول کړی ؤ او عیسوي شوی ؤچا محاکمه
نشوای کړای.
دزنګاوټ په پېښه کې مجرم امریکایی سرتیری په امریکا یې سوکاله بندیخانه کې دی او افغان لوري سر پسې ونه
خوږاوه ، دنورو ملکی تلفاتو او زیانونو پېښې
تعقیب نشوې او عاملینو ته یې سزا ورنکړل شوه اوس چې زکریا تورن شوی اودنیویارک
ټایمز په وینا افغان چارواکي یې دنیولو په لټه کې دي ګومان نه کېږي چې داوړۍ یې
شړۍ شي. خو خلک او دشهیدانو او ورکو خپلوان او وارثان به کله هم هغوی هیر نه کړی
او له افغان دولت نه به دخپلو شهیدانو دقاتیلنو دموندنې او یا ورکو کسانو دموندنې
غوښتنه کوي چې دولت یې باید په وړاندې ځواب ولري.
دداډول کړنو عاملین او په تېره
بیا ښاغلی زکریا افغان امریکایی دې هم پردې پوه شي که ددوی دجنایتونو پوښتنه هم ژر
ونه شي خو په نړېوالو علمی قوانینو کې هیڅ ډول کړنه
بې غبرګونه نه پاتې کېږی او پردې نږدې دټولو عقېدو او ان بې عقیدو کسانو باور دی،
له دې کبله افغان ځورونه که هغه دهرپوځي او ناپوځي لوری له خواترسره کېږي بې ځوابه
او غبرګونه به پاتې نشي خو ښه داده چې په هرتوګه چې کېږي دعقل خاوندان دې په
راتلونکي کې دخپلو ناسمو اوظالمانه کړنو مخنیوی وکړي ،د خدای داسې نیونه ده چې بیا
دهېڅ ظالم خلاصون به ترې امکان ونه لري.
((خون ناحق دست ازدامان قاتل
برنداشت دیده باشی لکه های دامن قصاب را))
افغان دولت ته په کارده چې دخپل
مسؤلیت له مخې په هره توګه چې کېږي ددغو افغانانو دسرنوشت او د وژونکو دمحاکمې
لپاره ټول خپل ځواک په کار واچوي او دزکریا په څېر دانسان وژونکو او وحشیانو دوحشت
مخه دې ونیسی .