په قطر کې د افغانستان د پوليسو

 دویشتمه برخه
په قطر کې د افغانستان د پوليسو سره دحمايت په کنفرانس کې د کورنيو چارو د وزېر او ورسره پلاوي ګډوڼ
د مې مياشت د اولسمې نيټې څخه تر نولسمې نيټې پورې، ۲۰۰۴زکال
د قطر کنفرانس لومړنۍ کنفرانس و چې د پوليسو سره د کمکونو د جلبولو په منظور جوړ شوی و، په دغه کنفرانس کې د ګاونډي هېوادونو دکورنيو چارو وزېرانو، د پوليسو سره د مرستو په برخه کې مخکښه هېواد جرمني د کورنيو چارو وزېر او د افغانستان دکورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او دسيمې د يو شمېر نورو هيوادونو استازو ګډون کړی وو. جلالي صيب سره په دغه سفرکې د کورنيو چارو د وزارت امنيتي مرستيال ډګر جنرال هلال الدين هلال، د ترويزم سره دمبارزې رئيس پاسوال عبدالجميل جنبش، د پوليسو د رياست مرستيال پاسوال محمد حسن اتمر د سرحدي قواؤ مرستيال مل پاسوال عبدالرحمن، دجنايې جرمونو رئيس پاسوال صبغت الله صايق د مخدره موادو پرضد دمبارزې رئيس سمونوال ستاري، دترافيکو عمومي رئيس پاسوال عبدالشکور خېر خواه او زه ملګري وو.
د مې د مياشتې په ۱۸ مه نيټه مخکې له دې چې کنفرانس په رسمي توګه په لسو بجو پيل شي د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي د چين د خلکو دجمهوريت د پلاوي سره وليدل او د چين پلاوي د پوليسو سره د کومکونو ژمنه وکړه، کنفرانس د قطر دولت د امنيت د وزېر له خوا پرانستل شو او ټولو راغلو پلاوو ته يې هرکلی ووايه. ورپسې جلالي صيب خبرې وکړې او دافغانستان په روانو حالتو او د پوليسو په مشکلاتو يې رڼا واچوله او دټولو ګډونوالو څخه يې مننه وکړه چې په دې کانفرانس کې برخه اخستې ده نوموړي له ټولو وغوښتل چې د افغان پوليسو سره دې په تجهيزاتي برخه کې مرستې وکړي.
د کنفرانس په جريان کې د روسيه، پاکستان، تاجکستان، هند، متحده عربي امارات، انګلستان، ازبکستان او دامريکا متحده ايالاتو پلاوي خبرې وکړې او دافغانستان د ملي پوليسو د روزنې او مجهز کولو ژمنې يې وکړې.
د کنفرانس په ترڅ کې جلالي صيب د مختلفو هېوادونو د پلاوو سره دوه اړخيزې ليدنې هم درلودې نو په دې برخه کې يې داېران د کورنيو چارو وزېر موسوي لاري سره دوه اړخيزه غونډه درلوده او دهغه غوښتنه داوه چې د دواړو هېوادونو ترمنخ دې يو امنيتي کميسيون جوړ شي تر څو په امنيتي مسائلوسره وغږيږي او دا غونډې بايد منظمې وي، د اېران د کورنيو چارو وزېر دا پيشنهاد هم وکړ چې که دافغانستان دبهرينو چارو وزرات په غوښتنه داېران دکورنيو چارو وزارت مرستيال ته د افغانستان د سفر زمينه برابره شي دابه ډېره ښه وي تر څو له نږدې په دې موضوعاتو مفصلې خبرې وکړای شو. ده وويل چې دا به ښه وي چې دکانفرانس د ختميدو نه مخکې دافغانستان د ګاونډيو هېوادونو پلاوي په خپلو منځو کې يوه مشترکه غونډه وکړي، د اېران د کورنيو چارو وزېر يادونه وکړه چې دوی د پاکستان سره هم د سرحدي مسائلولپاره يو مشترک کميسيون لري. د تاجکستان د کورنيو چارو وزېر سره په کتنه کې هغه هم په دې نظر و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد د سرحدي همکارۍ په اړوند يوه تفاهم نامه جوړه شي ځکه چې د تاجکستان سرحدي قواؤې د کورنيو چارو د وزارت پورې نه دې تړل شوي. دواړو وزېرانو د افغانستان د کورنيو چارو وزېر ته بلنه ورکړه چې په فرصت کې ددوی له هېوادونو نه ليدنه وکړي.
په همدې ورځ د ايټاليا د بهرنيو چارو وزېر مرستيالې د جلالي صيب سره وکتل او جلالي صيب ته يې د ايټاليا د کورنيو چارو وزېر له خوا بلنليک ورکړ چې د ايټاليا نه کتنه وکړي. جلالي صيب هم په خپل وار د ايټاليا د حکومت او خلکو نه مننه وکړه چې په افغانستان کې د عدلي ریفورم په برخه کې مخکښه هېواد دی او زياتې مرستې يې کړي دي. د ايټاليا د خارجه وزارت مرستيالې وويلې چې دوی په افغانستان کې د زندانونو او خاصتاً په شبرغان کې د بنديانو د وضعيت په هکله انديښنه لري ځکه په عراق کې د بنديانو سره د امريکايانو بدچلند موږ په تشويش کې اچولي يو خو جلالي صيب اطمينان ورکړ چې د شبرغان بنديان د پلچرخي محبس ته انتقال شوي او موږ ته هم مشکله ده چې دا پاکستاني بنديان د زيات وخت لپاره وساتو. نړيوال سره صليب ته اجازه ورکړی شوې چې وخت په وخت ددې بنديانو نه ليدنه وکړي.
په همدې ورځ د افغانستان د کورنيو چارو وزېر د جرمني د کورنيو چارو د وزېر Otto Schily او د پاکستان د کورنيو چارو وزېر ښاغلي فيصل سيد صالح حيات سره ځانګړې دوه اړخيزې کتنې درلودلې دوی جلالي صيب ته د دوحا کنفرانس د برياليتوب په اړه چې زيات کمکونه او حمايت يې د پوليسو لپاره جذب کړ مبارکي وويله.
د پاکستان د کورنيو چارو وزېر زياته کړه چې عربي هېوادونو ونډه ډېره مهمه ده او د افغانستان سرحدي قواؤې بايد تقويه شي تر څو سرحدي مشکلات حل شي ده زياته کړه چې پاکستان د غلام خان په بندر کې غواړي چې د پاسپورت دخولي او خروجي مرکز جوړ کړي تر څو د ترورئيستانو د تګ او راتګ مخه ونيسي ده زياته کړه چې امريکا په سيمه کې يوې اوږدمهالې پاليسي ته ضرورت لري او که افغانستان ته د ده د سفر په موقع يوه شريکه تفاهم نامه خاصتاً د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي په لحاظ لاسليک شي نو زياته به ښه وي.
جلالي صيب د پاکستان د کورنيو چارو وزېر ته په خبرو کې وويل چې لومړي ستاسې نه مننه کوم چې په دې کنفرانس کې مو برخه واخيسته او ستاسې د حسن نيت او ښه پيشنهادونو هرکلی کوم خو درې نقطې ډېرې مهمې دي: اول دا چې بايد يو بل سره ښه وپېژنو، دوهم دواړه هېوادونه د يو شان چيلنجونو سره لکه تروريزم او مخدره مواد مخامخ دی او بې له يو بل سره همکاري نه بله لار نشته ده، او درېيم افغانستان د پاکستان په اړوند ښه نيت لري او بې له ښه نيت درلودلو نه موږ کاميابيدای نه شو. جلالي صيب زياته کړه چې دا څلورم ځل دي چې زه او ته سره ګورو او په هر ځل ليدو زموږ ترمنځ د اعتماد او باور فضا زياتېږي. فعلاً زموږ ۳۷کسه افغاني پوليس په پاکستان کې د تربيه او روزنې لاندې دي د افغانستان د سفېر په قول زموږ د پوليسو تربيه او روزنه په ښه توګه په مخ ځي. کله چې تاسې د جولای د مياشتې په يولسمه نېټه افغانستان ته تشریف راوړ دا تفاهم نامه به لاسليک کړو، موږ بايد د يو بل سره نږدې اړيکي ولرو او هر مشکل بايد د تفاهم له لارې حل کړو.
په همدې ورځ د ماښام په اته بجو د افغانستان، اېران او جرمني د کورنيو چارو وزېرانو يو ځای سره کتنه درلوده او درې اړخيزو مسائلوباندې سره خبرې وکړي.
د اېران د کورنيو چارو وزېر جلالي صيب ته وويلې که دهقانانو ته په افغانستان کې د کوکنارو د نه کرلو پر ځای پيسې ورکړو ستاسې څه نظر دی. د جرمني د کورنيو چارو وزېر سمدستي وويل چې موږ ددې وړاندېز مخالف يو.
د افغانستان د کورنيو چارو وزېر وويلې چې دوه کاله دمخه دهقانانو ته په افغانستان کې پيسې ورکړل شوې خو د کوکنارو کرل نور هم پراختيا پيدا کړه. دوه ګروپه کسان کوکنار کري چې يو يې دهقانان چې د مجبوريت له مخې کوکنار کري او بل جنايتکاران دي چې دهقانان دکوکنارو کرلو ته تشويقوي نو دهقانانو ته بايد متبادل کرکيلي شرایط مساعد کړو او د جنايتکارانو په مقابل کې بايد جدي برخورد وشي. جلالي صيب وويل چې موږ په افغانستان کې د جنايتکارانو لست برابر کړي او د دوی سره بايد قانوني جدي برخورد وشي د بېلګې په توګه په بدخشان کې جنګسالاران د کوکنارو د حاصل نه فيصدی اخلي او خلک د کوکنارو کرلو ته هڅوي.
د اېران د کورنيو چارو وزېر وويل چې اوريدلي مې دي چې په هرات کې زعفران د کوکنارو نه زيات حاصل لاسته راوړي، په نورو سيمو کې چې هوا او شرایط د زعفرانو کرلو ته مساعد نه وي څه بايد وکړای شي؟
ددې پوښتنې په ځواب کې د جرمني د کورنيو چارو وزېر د اېران د کورنيو چارو د وزېر نه پوښتنه وکړه چې ستاسې په نظر سياسي تحولات په اېران کې څنګه دي؟
د اېران د کورنيو چارو وزېر په ځواب کې وويل چې اول بايد د کوکنارو مسئله حل کړو خو د جرمني د کورنيو چارو وزېر بيا وويلې چې دا دیپلوماتيک ځواب و نو ښه به دا وي چې تاسې د بهرنيو چارو وزېر شئ ځکه د کورنيو چارو وزېر بايد مستقمې خبرې وکړي. ده د جلالي صيب نه پوښتنه وکړه چې آيا بعضې ددې جنګسالارانو نه ستاسې سره همکاري کوي او کنه؟
جلالي صيب ورته وويلې چې زه د عدلې او قضايې څانګو سره په تماس کې يم هغه مجرمين چې نيول کېږي بايد محاکمه او محکوم شي ځکه يوازې نيول او ضبطول د مخدره موادو کافي نه دي.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې دا مشکل هر چېرته دی بيا د اېران د کورنيو چارو وزېر دجلالي صيب نه پوښتنه وکړه چې څومره کسان د اړتيا په بنياد کوکنار کري.
جلالي صيب ورته وويلې يوه برخه يې د اړتيا په اساس او دوه برخې يې د حرص په بنياد کوکنار کري. دجرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې دا يو جدي چيلنج دی که د افغانستان سرحدات بند شي شايد چې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونيول شي.
د اېران د کورنيو چارو وزېر وويلې چې دا امکان نه لري چې سرحد بند شي ځکه د پاکستان سره موږ زيات مشکل لرو چې د هغه لارې نه مخدر مواد اېران ته وړل کيږي او ددې لپاره يوې نړيوالې همکارۍ ته د ملګروملتونو له لارې اړتيا ده.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې هر څوک بايد خپل مشکل په داخل د خپلو هېوادونو کې حل کړي ګډه همکاري، دهقانانو سره کومک، محاکمه د خلکو او داسې نور خو دا مسائل په دې يوه ورځ نه شي حل کېدای او ښاغلي جلالي په مطبوعاتي کنفرانس کې ډېر ښه ځواب ورکړ چې يوه سمه اداره، ښه پوليس او صحيح محاکم کولای شي چې ددې مسائلومخه ونيسي.
زموږ په هېواد کې يو متل دی چې وايې هېڅ شی مؤفقه نه دی بې له مؤفقيت نه (Nothing is very successful than success) د جرمني د کورنيو چارو وزېر زياته کړه چې په افغانستان کې ټاکنې به هم يو مؤفقيت وي خو زه ددې کنفرانس د پايلې نه زيات راضي يم چې د افغانستان ګاونډي او د سيمې هېوادو استازو پکې برخه واخيستله او بې له دوي دهمکارۍ افغانستان جوړول امکان نه لري.
د اېران د کورنيوچارو وزېر وويلې چې دوه خبرې په دې کنفرانس کې ډېرې مهمې وې چې مرکزي حکومت او پوليس بايد تقويه شي او دویم دا چې د ټولو په خبرو کې او خاصتاً ستاسې ( د جرمني د کورنيو چارو وزېر) په خبرو کې او هم د امريکا د استازي په خبرو کې وويل شول چې تروزيزم د مخدره موادو قاچاق چيانو له خوا تقويه کېږي که چېرې موږ دغه دوه اصله په نظر کې ونيسو زيات مشکلات حل کېدای شي د اېران اسلامي جمهوريت دغه دوه اصلونو ته جدي پاملرنه لري.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې د مخدره موادو د موضوع په هکله موږ ټول هم نظره يو. داېران د کورنيو چارو وزېر په ځواب کې وويل چې په عمل کې به وګورو چې څه کېږي او ګفتار او عمل ترمنځ څه فرق دی.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې موږ بايد ترورئيستان او قاچاق بران په ګوته کړو او هغه د عدالت منګولو ته وسپارو هغه ترورئيستان چې هم ځان وژنې او هم خلک هغه بايد ونيول شي او د دوی فکرونه بايد روښانه کړای شي.
د اېران د کورنيو چارو وزېر وويلې چې زه د تاسې سره موافق يم چې د القاعدې غړو سره بايد همداسې رويه وشي چې ونيول شي او محاکمه کړای شي خو نه چې ګوانتانامو ته ولېږدول شي.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر په ځواب کې وويلې چې موږ د يو ملک سره په جنګ کې نه يو بلکې د اشخاصو اوافرادو سره په جنګ کې يو چې د تمدن مخالف دي نو د جينوا قوانين دا مشکل حل کولای نه شي.
د اېران د کورنيو چارو وزېر وويلې: ښه داده چې دا بحث پرېږدو ځکه چې زموږ د نظرياتو ترمنځ زيات تفاوت شته دی، امريکايان په عراق کې يوازې فالوده خوري اووروسته خپل وطن ته ګرځي.
دجرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې امريکا يو لوی هېواد دی او دې کې شک نشته چې امريکا دمشکل سره مخامخ ده خو د دنيا ثبات لپاره يې ډېر کار کړي دی هر څوک دې د خپل کور مخه په خپله پاکه کړي.
د اېران د کورنيوچارو وزېر وويلې چې موږ څه کولای شو؟ د جرمني کورنيو چارو وزېر وويلې چې موږ بايد دا ابتکار په لاس کې ونيسو چې دافغانستان سرحدي پوليس تقويه کړو.
د اېران د کورنيو چارو وزېر وويلې چې د ښاغلي جلالي سره بايد کومک او همکاري وشي.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې اوس ښاغلي جلالي ډېرې پيسې لري.
د دوی د خبرو وروسته جلالي صيب دوی ته وويلې چې ستاسې خبرې اترې ډېرې دلچسپه او ښې وې البته د پوليسو روزنه وخت او زيات لګښت ته اړتيا لري چې د ټولو اړخونو همکاري ته اړتيا لرو.
د جرمني د کورنيو چارو وزېر وويلې چې موږ بودجوي مشکل لرو او د اېران په شان سرمايه داره نه يو، ستاسې د وخت نه مننه ډېر دلچسپه بحث زما لپاره هم و.
ددې خبرې يادونه په کار ده چې د اېران او غربي نړۍ اړيکي ښه نه دي او اېران هئيت غوښته چې ددې کتنې په اساس د جرمني او اېران ترمنځ د خبرو اترو لار پرانيزي خود جرمني موقف داسې و چې دوی نه غوښتل چې د افغانستان مسائلونه په غېر په نورو مسائلود اېران سره وغږېږي.