سوځېدلي لاسونه

د بازار په ګڼه ګوڼه کې د جوارو پلورونکي مخ ته ودریدم، یو څو جوار مې خوښ او پلورنکي ته مې ورکړل. پلورنکی یو ځوان ښایسته هلک و چې ښايي د ۱۶ کالو په شاو خوا کې به یې عمر و. زړه مې درد پرې وکړ، مخ ته یې غلې ودریدم، جوارو ته انتظار شوم چې راته وریته یې کړي او ژر لاړه شم. ناڅاپه مې د هلک لاسونو ته پام شو چې ټول سوځیدلي او پرهر پرهر وو. له خولې مې بې ارادې د اه ناره پورته شوه او پوښتنه مې ترې وکړه چې دا لاسونه یې ولې داسې په بد حال دي؟
هغه یو څه موسکی شو او د لاس ورغوی یې راښکاره کړ، ویې ویل: جوار چې نینې کوم، سپرغۍ مې لاسونه وسوځوي.
د هغه د ورغوي په لیدو به ښايي کوم ډبرین زړه نه وای ژړلي، ما یې په لیدو سترګې پټې کړې او مخ مې واړوه. بیا مې ورته وویل چې کور کې مور یا خور چاته دې ووایه چې یو څه ملهم او پټۍ پرې کیږدي.
هلک بیا یوه ترخه موسکا وکړه ویې ویل، زه یتیم یم هیڅوک هم نه لرم.
نور مې نه د څه اوریدو تاب درلوده او نه هم د څه لیدو. له سترګو مې اوښکې  په بهیدو شوې او خبرې مې په ستوني کې بند شوې.
هلک پرته له دې چې کوم ذره هم بې فکره شوی وي په خپل کار بوخت و او داسې يې راته ښودله لکه د نړۍ تر ټولو عادي خبره یې چې کړې وي.
له هغه وخته اوس ډیر وخت تیر شوی، خو لا هم چې سترګې پټې کړم هماغه معصومه څېره او سوځیدلي لاسونه مې دردوي. له ځان سره مې وویل چې ما باید له ده نه، یوه پوښتنه هم نه وای کړې، ځکه چې د دوی سوځیدلي لاسونه او دردیدلې څېرې د دوی د ژوند هندارې دي.
04.03.2013