مونږ په څــــــــــه ښه پوهیږو!!!!!!!!!!!!

 یواځې او يواځې  په غیبت ښه پوهیږو ؟  یواځې او يواځې په غلا ښه پوهيږو؟ یواځې او يواځی په کنځلو ښه پوهيږو ؟ يوآځي اویواځی په ډنګ او ډیچ ښه پوهیږو ؟ یواځي او یواځي په رشوت ښه پوهیږو ؟ یواځی   اویواځي په ظلم  ښه پوهیږو ؟ يواځی او یواځی دقلم دکارولو په ځای دټوپک په کارولو ښه پوهيږو ؟ يواځی او يواځی په جیب ډکولو ښه پوهیږو ؟ مونږ په تعلیم نه پوهيږو  مونږ په ټیک مارک نه پوهیږو چی ټیک مارک څنګه کیږی اوپه کوم ځای کی کیږی ایله په ایله دځان په ترقی ښه پوهیږو چی ښایسته کور جوړ کړو ښایسته موټر ولرو خو دافغانستان دحالت نه. نه دی خبر چی افغانستان په څه ښه جوړیږی يواځی او يواځی په شاعری ښه جوړیږی يواځی او یواځی په سوال ښه جوړیږی که یواځی او یواځی دپردیو په لاس وهنو ښه جوړیږی او کنه !!! بهرنیان راغلل مونږ تری څه فایده وانه خیستله جاپان پری خپل ځان ورساوه، سعودي عربستان پرې خپل ځان ورساوه، خو افغانستان کې بهرنیان هم غله شول. څه پیسی چی یی راوړې دي دافغانانو نه یې  دغلا چل زده کړی دی څه پیسی چی دکومک په ډول راوړي هغوی زمونږه نه مخکې جیبونه ډک کړي وي. حیران دې ته یوو چی مونږ اوس په څه ښه پوهیږو ایله په ایله په الجبر ښه پوهیږو ایله په ایله په کیمیا ښه پوهيږو ايله په ایله په پښتو ښه پوهیږو ایله په ایله په دوستۍ ښه پوهیږو ایله په ایله په مــــــــــــــــــــــینه ښه پوهیږو؟ نــــــــــــــــــــه هیڅکله هم نه دا ټول درواغ دی ایله په ایله په ټیک مارک ښه پوهیږو چی راتلونکی ولس مشر زمونږه دا وي او دابه وي! نه په دی هم نه پوهیږو هسی سیاسي ډرامه روانه ده چی نه یی په سر پوهیږو او نه یی په بېخ؟؟؟