د زړه پيلوزی


يوه ښه شيبه به تيره وه چې پام مې شو ،د زړه په خونه کې مې عجيبه شانته چوپتيا او
ژوره تياره خوره وه. داسې تياره او چوپتيا چې هيڅ څه يې هم خاموشي نه شوه ماتولی.تروږمۍ داسې هر څه  چاپيره کړي و چې نه څه په کې ښکاريدل او نه هم څه په کې محسوسيدل.نه يې پر اسمان د سپينې سپوږمۍ رڼا وه او نه هم له ستورو نه جوړ شوی امېل چې د الماسو په څير به ځليده.نه يې د ځمکې پر مخ د خوشبو ګلانو ډکه وږمه وه نه هم د سيندد مستو څپو سندرې.او نه يې هم د غرونو تر شا د سپيدې څريکه چې دې سحر زيری يې راوړی وي.
تروږمۍ هر څه چاپيره کړي او په خپله غيږ کې يې بيده کړي و.داسې ښکاريده لکه چا چې تروږمی او ژورې چوپتيا ته د ابد سندره په غوږ کې غږولي وي.
په هيښه سره مې هرې خواته کتل خو نه پوهيدم چې ولې هلته داسې ويروونکي تروږمۍ واکمنه وه.په سوچ کې ډوبه شوم ،ځان نه مې وپوښتل چې ايا جهنم به هم داسې وي؟
ﻻ هم د تيارې د علت په لټه کې وم چې خپل عزم مې په ياد شو.ما خو تل غوښتل چې هغه له دې ځاېه بهر کړم اود  تل لپاره يې وباسم.خو هغه د دې کوټې پيلوزی و او رڼا به يې په هر څه او په هر ګوټ پورې نښتي وه،نوځکه به زه نه بريالی کيدمه چې هغه له دې ځايه بهر کړم.
خو اوس هرې خوا ته سړه تياره واکمنه وه هر څه توره بڼه خپله کړي وه.ما فکر وکړ، چې اوس کولی شم هغه له دې خونې په اسانۍ وباسم، له همدې هوډ سره د هغه په لټه کې شوم.
يو څه مې سترګې له تورتم سره بلدې شوي وې.شا اوخوا مې ټول ځايونه وپلټل خو هغه نه وه.يو ځل بيا مې د اروايي ﻻسو په مرسته د خونې ګوټ ګوټ ولټولو او خو بيا مې هم  ونه مونده.هغې خو په دې خونه  کې تر ټولو ډير ځای درلود او تر هر څه ډيره روښانه وه نو څنګه اوس ورکه ده؟په زړه کې مې د درد توفان راپورته شوی و.دا ځل مې ﻻلهانده بيا پلټنه پيل کړه خو له يوه نوی احساس سره، د يو ډېر ګران او نايابه څيز د ﻻسه ورکولو د وېرې له احساس سره!
اه خدايه!اوس پوه وم چې زما د زړه پر خونه ولې تور څادر غوړيدلی، ولې هر څه توره بڼه خپله کړې او ولې  يې نور د نور څرک نشته.
هو !ځکه چې هغې زما له ويلوپرته  زما د زړه خونه تشه تياره پرېښودلې او تللې وه.
هغه زما مينه وه چې له خپل تګ سره يې زما رڼااوزما خوښي هم له ځان سره وړې وه او زه يې ابدي تيارو ته سپارلې وم.......
 
03.01.09