بی خونده خبری(۱۲۲): نه یی منو، اجازه نه ورکوو!!!

اپریل۲۰۱۳،۰۳
پرده اول: اوبو وړی ژوندی دی!
د څو کلونو مخکی خبره ده چی زمونږ څخه یو کس اوبو یوړ! نه پری خپه وم او نه پری خوښ! بس یو شی وو، اوبو یوړ او مونږ هم پری اِنا لِلهِ و اِنا اِلیهِ راجِعون وویل. نور دی د خدای(ج) په لوری ورغی او مونږ کور ته!
وروسته زمونږ ترمنځ یوه اوازه کړله چی نوی څیړنی ښیی چی کس ژوندی دی او مړ نه دی! څیړنی ښیی چی څوک اوبه ویسي او اوبه یی فریز کړي نو کیدای شي چی شپیته ورځی وروسته سړی بیرته ژوند خپل کړي! خو دا به معجزه وي.
افغانستان کی چی اوبه څوک ویسي، په هماغه ورځ یی خوله په خاورو کوي ځکه دغه اوبه دومره اوږدی او تیری تیږي لري چی ژوندي پاتی کیدل پکی ...
پرده دوم: مونږ یی نه منو!
تلویزون ګورم چی اوس هم دانشګاه، دادګاه، فرودګاه، سرهنګ، دادستان کاروي! ولسمشر ۴۵ مه ګڼه فرمان هم د تیر په څیر یوه لپړه وه له خولی یی ووتله؛ هغه هزاره ته یی د تطبیق خبره وکړله؛ دیموکراسي ده په ادارو کی هم چلنج شوله!
څو ورځی په تلویزونونو کی په دی بحث وشو! پاړسیوانانو دا فرمان د لوی خراسان، فاړسي ژبی خلاف د کرزي، نادرخان توطیه وبلله چی هیڅکله کامیابه شوی نه ده!
خبره وه تیره شوله او هیره شوله!
پرده سوم: ډیورنډ!
تورخم کی سخت بد حال دی! هیڅوک هم نه پریږدي! ما د افغانانو په پوستی کی له ولاړ کس وپوښتل چی څه خبره ده؟ هغه ویل هیڅ هم نه! که ځی نو یو څو روپی ورکړه، تیر به شی!
د صم، بکم عمی په ویلو سره په ورهی شولم! آیت الکرسي می د افغان پاسپورټ دفتر څخه په تیریدلو په ځان چوپ کړی وه! درود شریف می هم په خولی وو! د سپیو د کنترول دعا می په اخره کی وویله!
د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په منځ کی پری ورغللم! ځان می هیرو باله! ویل یی چیرته؟ ما ویل یونیورسټی ته ځم سر!
ما سره می د یونیورسټی داسی کارډ شته چی هیڅ نه تری فارغیږم!!! ځه مړه!
تیر شولم! ځان را ته هیرو ښکاریده! لکه چی ټول افغانستان می چی فتح کړلی وي!!! خو وروسته یی کوم فاړسیوان ته په...لغته ورکړی وه او له پاسپورټ سره یی افغانستان ته شړلی وو! په فاړسیوان می وخندل ځکه چی زما او فاړسیوان درزونه دومره ډیر شوي چی اوس می دا حال دی!
مخکی له دی چی په دالو ته ورته رنګ اغوستي یونیفارم لرونکي پولیس ورشم په یوی تختی می سترګی ولګیدلی چی پری لیکلي یی وو:آغاز حدود جمهوریه اسلامی پاکستان!!!
ما ویل چی کیلومتر شا ته خو خلک وایي چی دا کرښه نشته! تر جیلم پوری مونږ یو! نه یی منو! دوی څوک دي چی پریکړه کوي؟ پریکړه خو ملتونه کوي! مونږ اجازه نه ورکوو چی دا کرښه دی په رسمیت وپيژندل شي!!!
دا ملتونه څوک دي چی پریکړه کوي؟ دا مونږ یی څوک یو چی اجازه ورکړو او کنه؟!!!
ګوړه ګوړه به کوو هر څه به را باندی ومنل شي!!! خاتم النبیین، کاتب او ازاد اسلامی باندی یی رسماً لیکلي دانشګاه!!!
پاکستان ته له همدی نه منونکی کرښی په پاسپورټ تیریږو کنه لغتی به خوری!!! او سبا یا بل سبا به یی یو خاین رسمي هم کړي!!!
خو مونږ به وایو: نه یی منو!!! اجازه نه ورکوو او په همدی کی به مړه شوي وو!!!
ځی نو خپل کار وکړی، دا سیاست دی! زه به لاړ شم چی مولانا ته د ډوډی څه غم وخورم!!! یو لغمان چل می پور وړی شویدی!!!
leekwal@yahoo.com