بی خونده خبری(118): د ملا وار هم را ورسیده!!!

وسیم سجاد، کابل
فروري۲۰۱۳،۲۴
 
کشاف چی یوازی شاف یی پاتی دی اونی مخکی پاکستان ته تللی و. ترڅو کابل کی جوړیدونکي کانفرانس ته پاکستاني مُلیان راولي. خو سړي ...ټی وړی وی او..ټی یی راوړی.
د یو لسم ټولګي خبره ده. زمونږ کلاس ته نوی استاد راغلی و. په دی صنف کی فِقه میراث چی زمونږ یو پغماني ټولګیوال پَکه تلفوظوله هم را نازله شوی وه.
د مسلمانانو نصاب وو. زمونږ یی له پکی سره څه؟ خو دوی غوښتل چی مونږ باید جامع الکمالات ووسو. هر څه باید زده کړو. جېنرال نالج مو باید زښت زیات وي. هغه وخت نو دا شعار موډ و: مونږ ډاکټر نه غواړو خو مسلمان یی غواړو!!! مونږ انجینیر نه غواړو خو مسلمان یی غواړو!!!
خبر نه وو چی دغه مظلومان خو له آره مسلمانان پیدا وو. خو ځه پدی خبرو به مو ماغزه نه ډزوم.
نوی استاد ځوان و خو ډیر خشک! د دی پرځای چی ډیره حوصله دی ولري، لومړی درجه بی حوصلی انسان و.
خو دا چی لایق و چا یی خلاف شکایت نشو کولی. یوه ورځ زه هم په موډ کی برابر نه وم. د استاد پیریان هم سر ته ختلي وو.
استاد د نن ورځی لیکچر په طبیبانو باندی له انتقاد څخه پیل کړ:
استاد وویل: ګوری! په افغانستان کی چی ناروغي له اسهال، زکام، سردردي، تبی څخه پورته شي نو بیا تاسو ډاکټران وایی چی ځی مریض مو پاکستان یا هم هندوستان ته بوځی! دلته یی تداوي نه کیږي.
خو تاسو تر اوسه کوم ملا لیدلی دی چی په مسلی کی بند شوی وي او خلکو ته یی ویلي وي چی ځی فتوا له هندوستان او یا هم ازهر څخه وغواړی؟
ما ورته وویل: استاد په ډاکټرانو کی هم تکړه شته؟
استاد: نوم یی واخله!
زه:سینا بلخي!
استاد: هغه خو کافر و.
زه: ځینی ملایان هم شته چی ...فر دي!
استاد: ودریږه!
ودریدلم. او شړق یو څپيړه یی را ایله کړله! مخ یی سخت را سور کړ او پایلوڅه یی له ټولګي څخه وویستلم.
هغه شیبه می هیڅ نه هیریږي. ۱۱ټولګی او د ملا استاد څپيړه!!!
خو بس ورځی راځي! کله د ابا وار وي او کله د ابۍ!!!
Intermission
اوس دغه دی هغه ورځی هم را ورسیدلی چی مونږ په فتوا پسی پاکستان ته ځو!!! عذر ورته کوو چی فتوا راکړی خو هغوی وایي نه!!!
مطلب دا چی مونږ کور دننه داسی معتبره مرجع نه لرو چی هغه دی هم طالب، حکومت او نړیوالی ټولنی ته د منلو وړ وي.
 زمونږ ملایان اوس هم چڼي دي او  د استادانو له اجازی څخه پرته خوله نشي پرانیستلی.
پاکستان حقانیه لري؛ تقی عثماني لري؛ منصوره لري؛ کراچي دارالعلوم لري.
هندوستان دیوبند لري! عربان مجمع الفقه اسلامي لري؛ مونږ د یو مسلمان هیواد په توګه داسی مرجع لرو؟!!!
په دی اړه مونږ هیڅ تکلیف نه دی ویستلی! نه د تحصیلاتو، نه د پوهنی او نه هم د حج وزارت په دی اړه څه کړیدي.
د اوښ کوم ځای روغ دی چی مونږ یی په غاړه انتقاد کوو!!!
leekwal@yahoo.com