بی خونده خبری(۱۱۷): کانډوم او څو ځلي استعمال یی!!!

پرده اول: مبارکي:
موده کیږي چی بوخت یم خو نتایج می معلوم نه دي. بس بوختیا هم ښه ده. ځکه په دی ملک کی دی خدای(ج) مه بیکاره کوه. بیخی تنها کیږی یاره!
خو ځی یو څه به وکړو؛ لومړی به احمدی و امرخیل کتابهایشان تبریک باشد!!!
ما چی په معاصرو هلکانو کی د کوم شاعر ټولګه اخیستی هغه به بی له مبالغی امرخیل وي!
کله چی په کتاب خانو کی ناول اخلم نو له هغه لومړي سره ورته وایم چی د افغان لیکوال ناول به نه راکوی! خو نه پوهیږم چی د نصیر په ناولونو کی څه تاثیر دی چی بی له لوستلو یی پریښودلی نشم.
پرده دوم: ساتهي:
چی له سر فلمي وتلي وو، نو خبره دا ده چی کانډوم به تاسو پیژنی؟ پاکستانیان ورته ساتهي وايي!!! اوس به ان شاالله کنفیوز نه وی!
استعمال کړي به مو وي، خیر دی شرمیږی مه!!! دا د نن سبا په لومړنیو نیازمندیها کی راځي!!! زمونږ یو ملګری موده مخکی اروپا ته تللو نو په کابل کی دواخانو ورباندی بندیز لګولی و! ده ظالم دومره اخیستی وی چی ټولو پیژندلی و! ملامت هم نه و. نورو ملګرو یی تری په اروپا کی غوښتنه کړی وه چی د سګرټو په څير، ساتهي هم ورته راوړي!!!
ما ویل چی کانډوم د دویم ځل لپاره د استفادی نه دی! کنه زه خو خوند هم نشم تری اخیستلی او استعمال می نظر تور استاد ته کم دی خو بیا هم!!! اوس چی ګورم کانډوم د استعمال وړ دی او څو ځلي استعماليږي!!! کله، کله خو ماشومانو په کوڅی کی موندلی وي او هوا یی ورکړی وي چی الوځوي یی!!! دا به د پلرونو د بی پروایی له وجی وي او یا به ماشومان آګاهي عامه نلري!!! ملامتیا به یو ځل بیا د عامی روغتیا په وزارت او کلتور باندی ور واچوو!
پرده سوم: د اسلام اباد غونډه او...
پنجشنبه، جمعه او شنبه په اسلام اباد کی د حزب اسلامي غونډه وه. په شمشتو کی دری ډلی حزبیان دي! یو یی لوفران دي، حزب دوی طلاق کړی نه دي خو ږیرور او د خط امیر پیروان یی ښه نه بولي! بله ډله احساساتي احمقان دي! دوی د حضرت قیس بن سعد (رض) لیسی ګران ځوانان دي! دوی له خالد فاروقي، عطاالله لودین او ابراهیمي نیولی تر کرزي پوری ټول مرتد بولي!!! دریمه ډله هغه ماسټر ماینډ دي! دوی بیا نو پخی سټی دي!
دوی د وچ نهر ۱۰زره کورونه ټول بلک میل کړیدي. په شمشتو کی دوکانونه لري، لیسه او ښاروالي یی په لاس کی ده. د حزب پخوانی ډاټسنی ورسره پاتی دي؛ دوی ځانونه حزب او حکمتیار ته وفادار بولي.
ما د دوی له ځینو سره بحثونه هم کړیدي. هماغه وخت می ورته ویلي وو چی ګوری تاسو اسلام ته نه امیر ورور حکمتیار ته متعهد یاست! ستاسو کتاب د حکمتیار یو سلو څو صحیفی دي او پیشوا مو هم همدا بلا ده. خو دوی ویل نه! مونږ د اصولو لپاره جګړه کوو خو نه پوهیږم چی یا دوی ځانونه په کوچه حسن چپ کی وهلي وو او یا زه ورته ناخبره ښکاریدلم خو چی اوس ځان ته ګورم او خپلی پیشبینی ګورم نو خبری می درنی راخیژي!!!
حزب په اسلام آباد کی له دریو برو یاد شوو ډلو څخه د دوو غونډه په اسلام آباد کی د حزب په حویلیو کی راغوښتی وه. د غونډی ښکاره اجنډا خو دا وه چی دوی غواړي په انتخاباتو کی د خپل راتلونکي او د ګوند د کاندید په اړه تصمیم ونیسي خو زما علم نجوم وایي چی اسلامي پاکستان یو ځل بیا خپل کانډوم ته اچولی او د دویم ځل لپاره یی استعمالوي.
پرده چهارم: د نسیم حجازي ناولونه!!!
زما په فکر د نسیم حجازي ناولونه هم کیدای شي چی په دی ۱۰ کالونو کی د دی سبب شوی وي چی ځینی خلک د ځانمرګو بریدونو لپاره وهڅوي!!!
حجازي، سیی ده چی ناولونه یی پراخ بنسټه، دارنده عشق، انتقام، تاریخ، احساس اسلامي او خیانت دي خو احساساتي احمقان یی هغه انتقام، خیانت ته لاس اچوي. اوس نو پریکړه ستاسو چی لیکوال یی په مرګ او که ژباړن یی په ژوند محاکمه کوی!!!
دغه ناولونه چی ما له شاهین نیولی تر محمد بن قاسم پوری څو ځلي لوستلي دي او محمد بن قاسم ته می د هر ځل لوستلو سره ژړلی دي زما د لوستلو د ژوند تر ټولو مهمه برخه تشکیلوي!!!
د غرناطی په سقوط کی طریف بن مالک ته د لستوڼی مار ابو داوود دوکه ورکړله.
د ابو الحسن ځوی عبدالله، ورور الزغل ته ابوداوود دوکه ور کړله. بدر بن مغیره ته ابوداوود دوکه ورکړله. خو دوی هر یو در اخر روز فامیدند که دشمن کیست!!!
طریف زندان ته په موسی پسی لاړ او په پښو کی یی ور وغورځیده چی ته په حقه وی! مونږ دوکه خوړلی!!! ته مو نور سپه سالار یی!!!
پرده پنجم: دا زمونږ یی ولی؟
پاکستان له هغی ورځی چی تولد شویدی، له مونږ سره یی .... کړیدی! او لا هم خپل .... ته ادامه ورکوي!!!
پاکستانۍ ملا، قاضي، انجینر، هغه د ای ایس ای مشر، دغه د فوځ مشر یی، هغه پنجابی یی، دغه افراسیاب یی د افغانستان په اړه په نظر کی یو ډول دي!!!
دوی ټولو ته د پاکستان بقا مهمه ده او هغه چی په هر ډول او هر قیمت وي!!!
دوی په مجاهدینو فشار راوړ چی د وخت ولسمشر نجیب الله خان مستعفي کړي! یو څو میاشتنی حکومت یی چی ضد و نقیض جوړښت یی درلود پری د پیښور په ګورنر هاوس کی ومنه!!!
د وخت اردو یی پری ړنګه کړله خو وروسته دوی پوی شول چی ..ڼ،..ڼ لاړ او دین، دین!!!
دا وی د هغه وخت خبری چی زه لا په ښو او بدو نه پوهیدم!!!
بیا نو چڼي واک ته ورسیدل! چڼو ته پاکستان له بل هر څه مقدس وو خو د امریکا په حملی کی یی ولیدل چی له کندوزه ډکو الوتکو څوک، چیرته ورسول او څوک یی چیرته پریښودل؟
ضعیف یی ورته ونیوه! یاسر یی ورته ونیوه! د القاعدی ټول د سر سړي پاکستان ونیول!
اسامه بن لادن پاکستان وواژه!!! خو بیا هم زمونږ طالب پاکستان ته معتقد دی! اوس هم د پاکستان په ګذرنامی(پاسپورټ) باندی د باندی سفرونه کوي! زمونږ قانون ورته کفري ښکاري!!! 
زما ښه یادیږي چی ژنرال رفیع حکمتیار ته، لوګر ته ورغی! په کابل کی یی د خبري کانفرانس پرمهال حکمتیار یو "مرد" وباله! ډاکټر نجیب، حکمتیار ته د لسو مهمو او کلیدي وزارتونو آفر وکړ خو حکمتیار ویل چی زه نه غواړم چی د ډاکټر نجیب د پروپاګنډی ښکار شم!!! خپل شینوالي ته یی ادامه ورکړله!
بالاخره له ده هم شی لاړ!!! دی بیرون پاتی شو!
په طالب باندی د حملی پرمهال، ړوند ملا، ړوند د پاکستان ابابیل ته پاتی شو! خو څه وشول؟؟؟
د کندهار سقوط یی تاکتیکي وتل وبلل. خو ړوند ملا او تاکتیکي وتل دوه غیر موازی پدیدی وی چی په مشر ملا کی سره نشوای یو ځای کیدلی!
زه دا منم چی اوسنی حکومت او اوسنی وضعیت هم هغه څه دي چی نجیب ورسره مخامخ وو. خو د حکمتیار بی ځایه نخرو او د پاکستان توطیو هر څه سبوتاژ کړل!
د ملا عمر اوسنی پیښی او د پخوانیو جګړه مارو په پاکستان اوسنی اتکا، د دی ښکاروندیي کوي چی افغانستان یو ځل بیا "هاویه" ته ټيل وهي!!!
پرده ششم: نتیجه ګیري:
له دی سکه معلومیږي چی پاکستان خپل کانډوم څو ځلی هم کارولی شي! بله دا چی پاکستان د یو کانډوم په ځای څو استعمالوي هسی نه چی ايډز شي!!!
فرصتونه دروازه یو ځلی ټکوي نه هر ځل!!! له پخوانیو تجربو باید زده کړه وکړو! د شمالي اتحاد باید په دی پوی شي چی همدغه پاکستان دوی په خواجه بهاوالدین ور ننویستلي وو او کولاب یی تری ډک کړی وو. مشر ملا او ډیپلوم انجينير هم په دی پوی شي چی همدی پاکستان په کندوز کی یوازی پریښوده او چهارآسیاب یی تری ونیوله!!!
جسارت معاف باشد!!!
و ما علینا الا البلاغ
ستاسو ورور سجاد
leekwal@yahoo.com