افغان دولت نورستان وسلوالو طالبانو ته پریږدي

راپور زرداد شینواري
له دنګو غرونو او له ګڼو نښتریزو ونو ښکلي نورستان  راتلونکي واکمنان به یي اوسني دولت پرضد جنګیدونکي طالبان وي
که څه هم داوسني دولت اداره په نورستان ولایت کي فغاله ده خو داسي ښکاري چي  افغان دولت عواړي یاد ولایت له دي وروسته وسلوالو طالبانو ته پریږدي داخبره وروسته له دي برسیره کیږي چي  تیره ورځ دیاد ولایت له پولیسو  څخه ( ۸۵۰ ) نور پولیس هم له دندي لیري شول چي په هره ولسوالي کی ۳۵ تنه پولیس به دنده ترسره کوي په داسي خال کي چي نورستان ولایت په هره ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو ترڅنګ زرګونه نور وسلوال ددولت په وړاندي مبارزه کوي  علام رباني چي  دوامه ولسوالي  دخلکو دشورا مسول  دي راته وویل چي څو ورځي وړاندي دوامه ولسوالي خلکو له دي امله په لاریونونو لاس پوري کړي وه چي ددي ولسوالي یو شمیر پولیس دامنیه قومنداني لخوا له دندي لیري شوي وه خو نن خبر شوو چي دکورنیو چارو وزارت د پولیسو څخه ( ۸۵۰ ) تنه نور پولیس هم له دندي لیري شوي دي نوموړي زیاتوي چي په ښکاره دا ددي څرګندوني کوي چي افغان دولت په خپل لاس غواړي نورستان وسلوالو طالبانو ته وسپاري
انجینر محمد یونس دپارون یوبل تن اوسیدونکي هم په ورته نظر دي نوموړي واي چي دنورستان لپاره دکورنیو چارو وزارت وروستۍ پریکړه سخته پارونکي ده دده په وینا چي دنورستان ولایت لپاره به دافغان دولت اوسنۍ پالیسي له سختو غبرګونونو سره مخ شي نوموړي واي چي نورستان ولایت خلک نور مایوسه شوي او ویره شته چي ډیري له دولت سره دریدلۍ خلک به نور وسلوال طالبانو ته مخه کړي
په نورستان ولایت کي افغان ملي اردو او نوري امنیتي ډلي شتون نه لري او د ګتو په شمیر پولیس اوس دزمري په خوله کي پراته دي دامنیي قومنداني یوي باوري سرچیني دنوم دنه ښودلو په شرط وویل چي دترلاسه شوو استخباراتي راپورنو له مخي وسلوال طالبان  دکورنیو چارو وزارت وروستۍ پریکړي  نه په ګډي اخیستني  غواړي په نورستان  بریدونه ترسره کړي ترڅو یاد ولایت ترخپل کنټرول لاندي راولي
دنورستان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم غمریار په خبرو کي  وویل چي دکورنیو چارو وزارت لخوا دپولیسو د تشکیل کمیدو په اړه رسنیو ته دڅه ویلو نه منع شوي خو ولي نوموړي له کورنیو چارو وزارت غوښتنه وکړه چي زرترزه دي دوي ته مرستي ورسوي او دپولیسو په تشکیل کي دي هم زیاتوالي راولي
دنورستان والي ښاعلي تمیم نورستاني وویل چي دکورنیو چارو وزارت لخوا دیاد ولایت
( ۸۵۰ ) تنه پولیس یی له دندو لیري کړي دي نوموړي زیاتوي چي دیادو پولیسو په کمښت سره به ددي ولایت په هره ولسوالي کي ( ۳۵ ) تنه ملي پولیس پاتي شي په داسي خال کي چي  په یادو ولسوالیو کی سلګونه وسلوال ددولت په وړاندي مبارزه کوي دي واي چي کورنیو ملی دفاغ امنیت شورا او نورو امنیتي او غیري امنیتۍ اورګانونو ته یي دنورستان دامنیتۍ ستونزو په اړه خبر ورکړۍ خو ولي هعوي هیڅ مرسته له دوي سره نه ده کړي
ده په کورنیو چارو وزارت تور ولګاوه چي نورستان ولایت ته یي نه پاملرنه ددي څرګندونه کوي چي  عواړي نورستان دي وسلوالو طالبانو لاسته ولویږي
نورستاني زیاتوي چي ددي ولایت له ړنګیدو وروسته به بیا  دکورنیو چارو وزارت او نور امنیتي اورګانونه دهرڅه مسول وي
ومو عوښتل چي په دي اړوند دکورنیو چارو  او ملی دفاع  وزارت او د جمهوري ریاست نظر واخلو خو بریالي نه شو
 دیادولو وړ ده چي په نورستان کي یو شمیر خلک د نوم دنه ښودلو په شرط واي چي په کابل کي یو شمیر سیاسي کړۍ شته چي نه عواړي یو پرمختللۍ نورستان شتون ولرۍ او غواړي دا ولایت وسلوال طالبان ونیسۍ