
عبدالله امیني دامریکا په نبراسکا کې کباب پلورنځی درلود ، خو له 2002 ز راهسې په افغانستان کې دناټو دنظامي مشاور په توګه دنده ترسره کوي .
امیني ،چې دنبراسکا ایالت په اوماهای ښارګوټي کې کباب پلورنځی درلود یولس کاله کیږي ،چې په افغانستان کې دناټو تر ټولو لوړ نظامي چارواکي ته سلاومشورې ورکوي . امیني له جنرال جان الن ، جنرال ډیویډ پټریوس او جنرال سټانلی مکریستال سره کار کړې دی .
واشنګټن پوست کاږي : جنرال الن به امیني خپل استاد باله ، جنرال پټریوس هوښیار او زیرکه سلاکار باله او جنرال مکریستال امیني دخپل ښه دوست په توګه معرفي کړې و .
عبدالله امیني څوک دی ؟
عبدالله امیني په 1998 ز کې ،چې اوه ډالر یې په جیب کې و دامریکا لار ونیوله او په 2001 ز په امریکا دګډوال په توګه ومنل شو، په اوماهای ښار کې استوګن شو ، په همدې ښار کې یې کباب پلورنځی پرانېست او په خپله یې دکباب پخولو چاره پیل کړه . په 2002 ز کې ،چې ناټو افغانستان ته پښې رااوږدې کړې امیني خپل کباب پلورنځی وتړه او افغانستان ته راغی .دا افغان – امریکايي سلاکار پردې باور دی ،چې امریکایان کولای شي ،چې افغانستان له بې ثباتۍ وژغوري .
امیني په پیل کې له امریکايي ځواکونو سره دژباړن په توګه دنده ترسره کوله ،چې وروسته له پرلپسې هڅو وتوانېده ،چې دناټو ستر سلاکار شي .
په افغانستان کې دبهرنیو سلاکارانو دګومارنې خبره نوې هغه نه ده پخوا هم دا ډول راپورونه خپاره شوي وو ،چې یو شمېر عادي امریکایان ، اروپایان په افغانستان کې دوزیرانو ، مرستیال وزیرانو دسلاکارانو په توګه دندې ترسره کړې دي ،چې کاري اغیزمنتیا یې هیڅ نه ترسترګو کېده ، د سلاکارانو ځانګړنه ټیټې زده کړې لوړ معاشونه .
څنیې شنونکي وايي دناټو نظامي او ملکي سلاکاران دبهرنیو استخباراتي کړیو لخوا ګومارل شوي وو یو وخت ،چې اسحق نادري ،چې دافغانستان ستراتیژۍ کمیسون کې کارکاوه او 70000 امریکايي ډالر معاش یې اخست او یوه ملي ستراتیژي یې جوړه کړه ،چې دولس په ګټه نه وه نن دا ستراتیژي هیڅ کارول کیږي نه .
.