کونړ سیند مو قاتل دی

په نړۍ کې اوبه اوسیندونه د هیوادونو د ښیرازۍ، ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ سبب ګرځي. همدا روان سیندونه دي چې د نړۍ د صنعت په پرمختګ اوکرنې په میدان کې دلاسته راوړونوسبب کېږي، خوبرعکس زموږ روان څپانده سیندونه دګاونډیو د کورونو د رڼا کولو، کارخانو فعالولو، ځمکو خړوبولو اوموږ ته دافغانانو د وژلو، هیواد ورانولو، کلتور وژنې سبب کیږي.  دامست سیندونه دي چې نن یې له امله  لوی افغانستان په سرو وینو لمبیدلی دی. زموږ تاریخی دښمنان که د سلما او سورتاک بندونه د ځان لپاره ګواښ ګڼي، نو مانا يې د دې سیندونو اوبه د ځان حق ګڼل دي او په هیڅ صورت سره دا د افغانستان ملکیت نه ګڼي، دا بېله خبره ده چی  د دې سیندونو سرچینې د لوی افغانستان له دنګو سپینوغروڅخه پیلېږي. نن زه افغان د دې اوبو پر سر په ځان وژونکو حملو وژل کېږم ، نن دتور پنجابي او ايراني خونخوار د دسیسو ښکار شوي یو، هغه که د آی اېس آی ایجنټان د اسلام جامه کې دافغان سر له تنه جلا کوي او یا د ایراني متعصب رژیم له خوا د هیواد په داخل کې مذهبي او ژبني لږه کي  په ستر افغان ملت باندې حاکمیږي، دا ټول د دې سیندونو د خپلولو په خاطر دي. نن که افغان ملت ویښ نه شو او یو بل ته د یوالي لاس ور نه کړي نو سبا به  د دې سیندونو سرچینې په سپینو واورو پوښلي دنګ غرونه هم د افغان ملت له واکه بهر وي او دپنجاب او ایران روزل شوي ایجنټان به یې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره استعمالوي،
موږ به بیا د داسې افغانستان شا هدان یو چې لږه کي یې واکمن او اکثریت یې غلامان وي. راځئ د داسی ورځې نه دخلاصیدو په خاطر قوي، منظم، ژمن او متفق افغان ملت جوړ کړو تر څو د دې ملت پرمټ پیاوړی دولت رامنځته شي او دا پیاوړی دولت دکونړ اوهلمند سیندونو په شمول دهیواد له ټولو ارزښتونو نه دفاع وکړي.
 په درنښت
ډاکتر زرعلي معروف