له برطانوي هند نه تر برطانوي پاکستانه

         
له هغي ورځې څخه چي انګريزانو د ستر احمد شاه بابا له خوا تاسيس شوي افغاني امپراتوري پولو ته د شرق ا لهند کمپني په شکل را دننه شول، له لومړئ ورځې څخه په دې فکر ول چي څنګه د پښتون قام د ځپلو لپاره پلان جوکړي ، څو د دوی د اوږد مهالو پلانونو مقابل کې خنډ موجود نه وي. دوی په پيل کي دافغاني کلتور، ژبې او ملي يووالي لپاره اوږد مهاله پلانونه برابر کړل، دفارسي پر ځای اردو ژبې ته چي اصلاُ  د چا مورني ژبه نه وه او دلښکر دبيلابيلو پرګنو د ژبو څخه ترکيب شوې وه فوقيت ورکړ او د دربار ژبه يې وګرځوله او په دي شکل دلر او بر افغان دبيلوالي لپاره زمينه برابروله. دوهم قدم کې  يې د برصغير نورقو مونه په ځانګړي ډول سکان د افغانانو په ضد راو پارول، چې په پايله کې دلنډ وخت لپاره پيښور د سکانو لاس ته وغورځيد چي وروسته د افغان ځوانانو په ځانکړي ډول اپريدو مجاهدينو په مټ سکان  د پيښور بالاحصار ( دافغانستان ژمنۍ پلازمينه) نه وويستل شول. تر سکانو وروسته دامير دوست محمد خان په وخت کې انګريزانو مستقماْ په افغاني خاوره ( اوسنۍ کوزه پښتونخوا ) حمله وکړه او دافغانستان سره يې درې پرله پسي جنګونو کي په لس ګونوزره انګريزي يرغلګر ووژل شول. دوی له افغانانو څخه دغچ اخېستو لپاره په خورا بي رحمۍ لر او بر افغانان د ډيورنډ کرښې په واسطه وويشل او دافغانانو د اقتصادي غلامي  لپاره يي ګوادر د افغانانو له لاسه وويسته. انکريزانو به تل دخپلي ولکي لاندې سيمو څخه تيريدونکې لويې لارې پرافغانانو باندې دفشار وسيلي په ډول استعالولې. انګريزانو به هغه څوک چي د ازادۍ لپاره جهاد کاوه او دافغانستان سره يي خپل تړاو نه شلولو نو هغوی ته به يي دغدار خطاب کاوه چي ښه مثال يي دترنګزو حاجي صيب، پاچاخان، ميرزاعلي خان ( ايپي فقير) او عجب خان اپريدي دي. شيطاني استعار پښتانه په لوی لاس د تعليم له رڼا څخه لرې ساتل، څو په تياروکې د ځان په ګټه  يي استعمال کړي. ښه مثال يې د غازي امان الله خان د نوښتونو پر وړاندې دانګريزانو دسيسې وې. پښتنو چي په لر او بر کې د انګريز ي استعمار کمبله ټوله کړه د انګريز له خوا برطانوي پاکستان ته حواله شول چې سمدستي د برطانوي پاکستان جوړيدوڅخه دپښتنو سياسي مشران له باچان خان او صمد خان تر کلونو کلونو جيل تيارو تمبو شاته واچول  او هم يي دلر وبر يوالي فکر درلودو په ګناه د چارسدې، بابړي زرګونه بې  ګناه افغانان د ژوند له خوږو محروم کړل. برطانوي پاکستان هم دپښتنو د تعليم او پر مختګ لاره ډب کړه او دهغو ځپلو لپاره يي دای ايس ای په نوم بد نامه شبکه جوړه کړه، چې دې شبکي د انګليس د پا ليسيو د تداوم لپاره نه ستړې کيد ونکې هلې ځلې وکړې. دویث د افغانانو د ښه ژوند پر وړاندې دمخنيوي منظم پلان جوړ کړ، د کرښي دواړه غاړې يې د ملي روحيې کمزوري کولو لپاره د سعودي شيخانو په مټ بنسټ پالنه وروزله او دهغې په وسيله يې زموږ ډير ملي مشران ترور کړل او تر دې ور اخوا زموږ تاريخي زيارتونه چي کوزه پښتونخوا کي د افغانيت سمبولونه دي په بمونو والوزول.  په کوزه او بره پښتونخواکې يې د جنګ لمبې بلې کړې، لر او بر افغانان يې داسلام تر نوم لاندې د افغانستان تاريخي دوست هيواد هند پر وړاندې کشمير کې وجنګول او  د ١١ سپتمبر نه وروسته يې  په نوې لوبه پيل وکړ، له يوې خوا نه يې دنيا سره سر ښوراوه او له بل طرفه يې دلر او بر افغان وژلو لپاره پلانونه جوړول.
 په لنډ ډول بايد وويل شي، چي برطانوي پاکستان سيمه کې د انګليس ګټې ساتي او د دوی تر شا دانګرېز لاس د افغانانو مرۍ پريکوي. اوس نو څلورم افغان انګليس جنګ ته ضرورت دی، چي د انګريز له شره افغان ملت د تل لپاره خلاص شي
ليکوال ډاکتر زرعلي معروف