غرب په شرق کې:

نن هم د١٧ پيړي په شا ن غربي نړۍ دشرقي نړۍ په بې ثباتۍ کې پوره لاس لري، که ١٧ پيړۍ کې انګلستان ، هالينډ، فرانسه اوداسې نور د شرقي نړۍ په قبضه کولو سره په سياليو بوخت وو، نن هم غربي نړۍ دخپلوګټو خوندي  کولو په خاطر دشرقي نړۍ په ارزښتونوبلوسېدلي.  پرون يوازې غربي ښکيلاک ګران زموږ په سيمه کي دشخړو لامل وو، خو نن دهغوی دخواجوړشوي مصنوعي ملتونه هم دهغوی دګټو ساتلو په خاطر سيمه کې دوامداره ډول جنګ جاري ساتل غواړي کله دغه جنګ دکشمير دجهاد، کله دافغانستان دجهاد او کله دفلسطين دجهاد په شکل وي. غربي نړۍ په ځانګړي ډول انګليسانو وکولای شول چي دخپل دوامداره ملاتړ پر مټ دسيمې مصنوعي ملتونه په طبيعي ملتونو حاکم يا اوچت کړي هغه که په منځني ختيځ کې اسراييل اويا جنوبي اسيا کې پاکستان په شکل مصنوعي هيوادونه دي.  غربي نړۍ د همدې دوه غرب پرسته هيوادونو پر مټ  وکولای شول تر څو منځني ختيځ کې عراق، شام، مصر، تونس، فلسطين ، د عربستان دښتې اوجنوبي اسيا کي ستر تاريخي پښتون قام تر خپل کلتوري، اقتصادي او نظامي تاثير لاندې راولي  او دشرقي نړۍ په شر کې خپل خير لټوي.  نن که مو ږ دمصر نه تر افغانستان پورې د ناراميو چپه ګورو په يو شکل نه يو شکل به د غرب پښه پکې راښکيل شوې وي، غرب خو دخپلو ګټو په  خپل سرحدونه دمنځه وړلی او يو پولي واحد رامنځ ته کولی شي خو دلته د تير په څير  بيا دستر پښتون قام دتقسيم د پاره دسيمې داستخبا راتي شبکو سره په ګډه شوم پلانونه جوړوي . دې ټولو لوبو کې لوی لوبغاړی انګريز دی،  چي خپل پلانونه دپنجاب په لاس عملي کوي.  دې قوتونو هم په تير اوهم اوس دسيمې هغه ملتونه تر خپل بريد لاندې نيولي چي نسبت نورو قومونو ته په خپله ازادي زيات مين او دخپلو ارزښتونو نه په دفاع خپل سر قربانوي،  هغه که پښتانه دي يا بلو چ صرف ددي دپاره ځپل کيږي چي د اغيارو  پټ خنډ دي او تل دهغوی دناروا ګټو پر وړاندې خپلې وينې نذرانه کړې که هغه  پخواني انګليس استعمار په مقابل که و يا داوسني پنجابي استعمار مقابل کې دهغوي مبارزه ده.    اوس راځو ددې تاريخي مشکل حل ته ، زما دنظره ددې دپاره چې شرقي نړۍ دغرب د ښکيلاک نه خلاصه شي اول قدم کې بايد دغرب دخوا جوړشوي مصنوعي ملتو نه تجزيه او خپلوطبيعي ملتونو کې مدغم شي؛ دوهم قدم کې بايد اسيايي اتحا ديه رامنځ ته شي چې د اروپايي اتحاديې په څير دخپلې لويې وچې نه دفاع وکړي دريم دې په ګډه هغه قو تونه وځپي چي مذهب د تروريزم دپاره دوسيلې په شکل استعمالوي او دافغانستان په کچه دې مدني جوړښتونه  او قومي تړونونه تقويه او يو ملي محور په شکل دې راټول او هيواد دې ددې معلقي او پيچيده لوبې نه چي صرف بايلو نکي يي افغانان(پښتانه)  دي خلاص کړي.
که نړيوال اوافغانان دې دريو ټکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، لرې نه ده چي سيمه به دنړۍ تر ټولو پر امنه سيمه وي.
ليکوال ډ- ز- م