پاکستان ته د جنرال پرویز مشرف راتګ،ګواښونه او سپیناوې!

پاکستان ته د جنرال پرویز مشرف راتګ،ګواښونه او سپیناوې!
د اصف علی زرداری په مشری د پاکستان پیپلز پارټی پنځه کلن سیاسی حکومت پای ته رسیدو سره سم پخوانی واکمن جنرال پرویز مشرف له څلور کاله جلا وطنی وروسته پاکستان ته راغی .
جنرال مشرف په ۲۰۰۸ میلادی کال په اګست کې تر استعفا وروسته برتانیا او متحده عربي اماراتوکي  ژوند کاوه.
نوموړی باید د لاندی تورونو په اړه سپیناوی وکړی
۱ – په ۲۰۰۷ میلادی کال کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو وژلو کې کې د جنرال پرویز مشرف لاس دی.
۲ – په ۲۰۰۶ میلادی کال یې د بلوڅانو مشر او ازادی غوښتونکی غورځنګ مخکښ نواب اکبر بکټي د مشرف په قومانده ووژل شو، اکبر بګټی په وژل کیدو کې مشرف لاس لری.
۳ – په همدی توګه نوموړی د پاکستان په زړه اسلام اباد کی د طالبانو ستره مدرسه (لعل مسجد ) له منځه یوړه چی پکی په سلګونه پاکستانی طالبان ووژل شول.
۴ – له واک څخه ناوړه ګټه اخستنه .
بلخوا د پاکستان قضایه قوه هم د اصف علی زرداری د واکمنی پرمهال د پخوانی واکمن پرویز مشرف د نیولو حکم صادر کړی و.
جنرال پرویز مشرف سیاسی دریځ ته که وکتل شی نو نوموړی له امریکا سره ښې اړیکی لری او دده په وخت کی له امریکایانو سره ترهګری ضد تړونونه لاسلیک شوی.
پرویز مشرف په ۱۹۹۹ میلادی کال د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف حکومت نسکور او د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد.
دپاکستان پیپلز پارټی د بی نظیر بهټو په وژنه کی جنرال پرویز مشرف ګرم بولی،،بلخوا د بلوڅانو د وژل شوی قومی مشر اکبربګټی زوی د جنرال پرویز مشرف د وژنی په سر د وژونکی ته د ډالرو او ډیرو ځمکو د ورکړی انعام ټاکلی .
همدا راز طالبانو ویاند احسان الله احسان تیره ورځ د لعل مسجد د پیښی په تړاو خبرداری ورکړی چی جنرال پرویز مشرف به ووژنی .
دپاکستان ټاکنو ته لنډی ورځی پاتی دی ،،، مسلم لیک نواز ډله ،،تحریک انصاف، دمهاجرینو ګوند ام کیو ام،،، جمعیت علما اسلام،، عوامی نیشنل پارټی ،،، پیپلز پارټی دا هغه لوی ګوندونه دی چی په ټاکنو کې به دحکومت د ګټلو لپاره پخپلو کې خپل بخت ازمایی.
خو د جنرال مشرف راتګ به سیاسی مبارزه لا کړکیچن کړی ،، د پاکستان طالبانو ګواښ او د پاکستان پوځ به دا چاری له نژدی ساری . وبه ګورو چی د پاکستان راتلونکی برخلیک کومی خواته ځی .