
د پروان پوليس خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې يې د يوه پخواني زورواکي
(خواجه محمد نبي) زوی له نورو دريو تنو سره د نوروز په ورځ د ملکي خلکو د وژنې په تور
نيولي دي. فردوس چې د خواجه محمد نبي زوی دی، د نوروزو په ورځ له پوليسو سره وسله
واله نښته وکړه چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول. نښته هغه مهال رامنځته
شوه چې پوليسو هڅه کوله د فردوس موټر تلاشي کړي. د پروان والي بصير سالنګي وايي،
چې فردوس د ملکي خلکو په ځورونو او وژنو کې لاس لري او سبا به څارنوالۍ ته معرفي
شي.