
د ټولټاکنو په نوم د په اصطلاح
مستقل کمیسیون د شته والي په هکله ډېرې پوښتنې پیدا شوي دي خلک وايی چې دا کمیسیون
په سل ګونو میلیونه ډالر لګښت لري ، ددې په ځای چې هیواد ته ګټور تمام شی ، هیواد او
خلکو د پاره لویې ستونزې زیږوی.
د هیواد خلک د ټولټاکنو د پاره
د یوه بل ارګان او یوه بل میکانیزم غوښتونکی دي چې د ټولټاکنو د تر سره کولو په
بهیر کې لږې روپۍ ولګیږی او تر ډیره بریده رڼې ټولټاکنې تر سره کړي.
خلک غواړي چې ټولټاکنې د یوې
داسی ملي ادارې له خوا تر سره شی چې د ټولو خلکو د پاره دمنلو وړ وی. او په
ټولټاکنو کې د تخطی او فساد په صورت کې ککړو وګړو ته تر ټولو سخته جزا ورکړل شي.
اوسنی کمیسیون ددې په ځای چې هیوا
د کې د ولسواکی په تامین کې اغیزمن تمام شي د دې کمیسیون څخه په استفادې سره ،
متعصبو او فاسدو کړیو په افغانستان کې دیکتاتوري پاشیستی نظام قایم کړی دی.
د افغانستان خلک او سیاسی
کتونکی زیاتر ه په دې باور دی چې د ټولټاکنو کمیسیون د متعصبه کړیو په چوپړ کې
ولاړ او د قومي اجندا روان او په ځانګړي توګه د پښتنو د حقوقو تر پښو لاندې کونکی او
په فساد ککړ کمیسیون بولی.
د خلکو په باور دې کمیسیون په تیرو
کلونو کې د درغلیو ډکې ، په قومي اجندا ولاړې ټولټاکنی ترسره کړی او افغانستان یې
د لوی ګواښ سره مخامخ کړی دی.
خلک وايی چې ددې کمیسیون زیات
مشران او کشران ټول په فساد ککړ او د ځانګړو متعصبو ډلو دپروګرامونو سره سم حرکت
کوی .
د کتونکو په باور ددې کمیسیون ویاند
هم نشی کولی ددې تش په نامه خپلواک کمیسیون د اساسی قانون خلاف اجراتو دفاع وکوي .
د رسنیو زیاتر ه اوریدونکی او لیدونکی ددې کمیسیون د ویاند څرګندونې ( د پورتنی
موضوع په هکله ) بې ځایه او د نه منلو وړ بولی .
دې کمیسیون په هیواد کې یوه
ستره بې باوري رامنځته او د خلکو په منځ کې یې ملی یووالی او د هیواد د خاور ې بشپړتیا
د لوی ګواښ سره مخامخ کړي ده.
دې کمیسیون او وسله والو ډلو د
یوه ګډ پروګرام له مخې وکولی شول چې اتیاسلنه د پښتنو سیمې د رایه ورکولو څخه بې
برخې کړي او د هیواد په ولسي جرګه کې د پښتنو او د ملي مترقي شخصیتونو شمیر محدود کړي
.
اوس بیا هم د پخوانیو کړنو په تعقیب
سره ددې کمیسیون واکمنان وايی چې ښايي د نا امنیو له امله په راتلونکي کې په یو شمیر
سیمو کې ټولټاکنې تر سره نشي.
ددې خبرې څخه موخه دا ده چې د
پښتنو په زیاترو سیمو کې د رايې ورکولو مرکزونه تړلی پاتې شي او په دې توګه د پخوا
په شان په میلیونو رایه ورکونکي د خپلې ارادې د اظهار د حق څخه بې برخې کړي.
دا کمیسیون غواړي چې د پخوا په
څير ، د هیواد په محدودو سیمو کې د رایه ورکولو تر نوم لاندې مرکزونه پرانیزی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې اوسنی
متعصبه واکمنې کړۍ د راتلونکو اولسمشری ټولټاکنو د پاره به یوڅوک ونوموي .
ددې له پاره چې ددې نوماند بریالیتوب
ډاډمن شي نو د اوله څخه د تش په نامه خپلواک کمیسیون له خوا د نا امنیو خبره کیږی
.دا کمیسیون به هلته د رایه ورکولو مرکزونه پرانیزي چیرې چې د متعصبو کړیو له خوا
اولسمشری ته نوماند ملاتړ لري.
ددې له پاره چې پورتنې پلان
عملی شي متعصبه کړیو سره د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره همغږي کوي دوی خلک ویروي
تر څو په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه ونه اخلي.
د بلې خوا په متعصبو کړیو پورې
تړلی ملیشاوې هم د ټولټاکنو په ورځو فعاله کیږي او د هیواد په شمال کې پښتانه
ویروي چې په ټولټاکنو کې د ونډې اخیستلو څخه ډډه وکړي .
خلک وایی چې اوسنی تش په نامه
مستقل کمیسیون په ټولټاکنو کې د متعصبو ، په جنایتونو د تورنو او په فساد د ککړو
کړیو د مستقیمو لاسوهنو او په اولسی جرګه باندې د دوی د کنترول د ټینګښت له پاره غواړي
د ټولټاکنو قانون کې ځینې مواد ځای په ځای کړی .
اولسي جرګې ته د تیرو ټاکنو په
مهال د هیواد خلک په دې باور شول چې د تهران ، پنجاپ او په کابل کې متعصبو کړیو په
ګډه د پښتنو په وړاندې یو ناوړه پلان عملی کړ چې په نتیجه کې یې اولسي جرګې ته د
لس ګونو ملی او پښتنی استازو د ننوتلو مخنیوي یې وکړ.
خو دا وار دا مثلث به زیار
وباسی چې په متعصبو کړیو پورې تړلی نوماند د کابل د ارګ ماڼۍ ته ننه باسي. سیاسی
کتونکی وایی چې ددې موخې د عملی کولو د پاره دا ډیره موده کیږی چې د دوی تر منځ
لیدنې او کتنی روانې دی.
دا چې ددې وګړي څخه د پنجاپ د
استعمار ی اداره د ایران د پراختیا غوښتونکی اداره څه غواړي هغه باندې د هیواد هر
وګړی پوهیږي.
پنجاپ او تهران په افغانستان
کې د مرکزی ځواکمن دولت د جوړیدو مخنیوي کوي او غواړي چې غیر متمرکز دولت رامنځته
شی . کتونکی وایی چې دا کړې د غیر متمرکز دولت په رامنځته کولو سره د هیواد تجزیې
ته لاره هواروي. چې دا د تهران ، پنجاپ او ددې کړیو ګډ هدف دی.
پنجا پ او تهران غواړی چې په لومړی
پړاو کې داسی وګړی ارګ ته ننه باسی چې د هغوی د ستراتیژیو سره سم حرکت وکړي :
· د ډيورینډ منحوسه کرښه په رسمیت وپیژنی ،
· د کرښې د دواړو خواو د خلکو تر منځ
ټینګیدونکی اړیکي وشلوی
· د هند هیواد او د افغانستان دخلکو ترمنځ تاریخي
اړیکي له منځه یووسی.
· ټول افغانستان او یا د تجزیې په صورت کې د
هیواد زیاته برخه د پنجاپ د استعماری واکمنی یوه برخه وګرځوي
ایران هم د راتلونکي نوماند
څخه غوښتنی لری چې:
· هغه ډلې چې د ایران ملاتړ ورسره دی باید په
واک کې ژور ه اغیزه ولری.
· د پارسي ژبو کنفدراسیون د جوړیدو له پاره
زمینه برابره کړي
· بلاخره د هیواد په لویدیز کې د په سیندونو باندې
د اوبو بندونو د جوړولو څخه ډډه وکړي.
متعصبه ډلې یوازې د واک په ګدی
باندې په کیناستو سره غواړي چې پښتانه دومره وځپل شي چې د محکوم اولس په توګه تل
ژوند وکړي په راتلونکی کې په سیاست کې د کوم رول په فکر کې نه شي.
د موجوده ادارې د واکمنانو او په
کابل کې د پخوانیو مغولي واکمنانو د څیرو ، سیاستونو او کړنو ترمنځ تر ډیره بریده
د ورته والی له امله ، تاریخپوهان د یوه نوي ډول حقیقت سره ځانونه مخامخ بولي .
اوس مهال واکمنې متعصبه کړۍ دا
ویره لري چې د دې کمیسیون په مشرتوب او یا غړیتوب کې په رښتینې مانا سره داسې ملي کسان
ځای په ځای نشي چې د دې کړیو نفوذ او واک ته کوم ګواښ پیدا نکړي ..
د افغانستان خلک په بشپړه توګه
د اوسنی په اصطلاح د ټولټاکنو د مستقل کمیسیون ړنګیدل غواړي . د دوی په باور نوموړي
کمیسیون په تیرو کې هیواد د سترې ستونزې سره مخامخ کړی او په راتلونکی کې کولی شي
د هیواد د نابودې کندې ته ور ټېل وهي .
خلک د اولسمشر څخه غواړي چې داسی
میکانیزم رامنځته کړي تر څو په هیواد کې د اساسی قانون د احکامو سره سم ټولټاکنې
تر سره شي.
ددې کمیسیون د مشرتوب له پاره
د اوسنیو واکمنو ډلو ترمنځ سیالی روانه ده خو په مجموع کې واکمنې ډلې هڅه کوي چې په
کابل کې په سیاسی واک باندې خپل انحصار ټینګ وساتي .
دا یو واقعیت دی چې د کابل د
ادارې مشر تر ډیره بریده د خلکو غوښتنو ته پاملرنه نه کوی بلکې په تیرو لسو کلونو
کې یې نوموړي ډلې ډیرې نازولی او د دولت واګې یې دوی ته په لاسونو کې ورکړي دي.
دا وار هم ډیر امکان لری چې دی
به داسی وګړې د تش په نامه ټولټاکنو خپلواک کمیسیون مشر وټاکي چې د واکمنو ډلو پرې
موافقه راغلی او د دوی د اجندا سره سم کړنې تر سره کړي.
د هیواد زیاتره روڼ اندي
موجوده کمیسیون د پښتنو په وړاندې جوت تعصب په لرلو سره تورنوي او وايی چې دا
اړینه وه چې په ټولټاکنو کې درغلي او فساد د کابل د ادارې د عدلی ارګانونو له خوا
څيړل شوي وای. مګر دا کار ونشو.
د خلکو په باور د رڼو ټولټاکنو
په لاره کې زیات شمیر ستونزې شته دي چې تر هغه چې دا ستونزې لېرې کړل شوی نه وي په
هیواد کې د رڼو ټولټاکنو تر سره کول ناممکن دي.
دا ستونزې عبارت دادی :
· په اصطلاح ټولټاکنو مستقل کمیسیون باندې د
خلکو باور نشتوالی.
· په زورواکو پورې د تړلو ملیشاو او د مخالفو
وسله والو شتون،
· تنخنیکی ستونزې،
· د بهرنیانو ، پنجاپ او تهران ناوړه لاس
وهنې،
· فاسده اداره او نظام.
د ویلو وړ ده چې اوس تر ډیره
بریده خلک په دې باوري شوي دي چې په اوسنی جوړښت او نوم سره د یوې ادارې شتوالی ته
اړتیا نه شته.
دا کمیسیون د ځانګړو شرایطو له
مخې رامنځته شوی او د نورو کمیسیونو ( لکه د بشري حقوقو تش په نامه خپلواک کمیسیون
) په ډول د ځانګړو متعصبه ډلو له خوا په غنیمت نیول شوی دی.
که دې کمیسیون د حقوقي ،
قانوني او سیاسی پلوه ، هیواد او خلک د سترو ستونزو سره مخامخ کړل نو د بلې خوا په
سلګونو میلیونو ډالره داسې ولګول ( او یا جیبونو ته واچول ) شول چې خلکو ته یې
حساب جوت نه شو.
د خلکو په باور که چیرې
راتلونکي ټولټاکنې د اوسنی تش په نامه کمیسیو ن تر مشری لاندې تر سره شی نو :
· سراسری به نه وی . په هغو سیمو کې چې د
متعصبو قومي کړیو د خوښې نوماند رایی نه شی تر لاسه کولی ، هلته به په مختلفو پلمو
سره ټولټاکنې تر سره نه شی. او په دې لاره کې به وسله وال کسان هم ورسره مرسته
وکړي.
· په ټولټاکنو کې هیواد څخه د بهر هیوادوالو
برخه اخیستل به د ستونزو سره مخ شي
· په ټولټاکنو کې به د نه منلو وړ جعلکاری تر
سره شی.
· حتې کیدای شی په مصنوعی توګه د متعصبه قومی
کړیو نوماند به په ټولټاکنو کې بریالی اعلان شی.
په افغانستان کې دا اوسنی
ټولټاکنې لومړنی نه دي بلکې په افغانستان کې په مدرن ډول ټولټاکنې د پخواني پاچا
محمدظاهر د واکمنی په مهال کې هم تر سره شوي دي چې ډیرې مثبتې پایلی یې درلودی او
ډیر لږ لګښت ور باندې راتله.
په هغه مهال کې د ټولټاکنو حوزه
ولسوالی وه ، او ولسي جرګې ته د ولسوالیو څخه وګړو ځانونه نوماند کول . د هر
نوماند د کمپاین سیمه جوته او محدوده وه هر وګړي کولی شول د نوماند سره د نږدې وګوري
او د هغه د پلانو څخه ځان خبر کړي. تر ډیره بریده د درغلیو مخه نیول کیده او په
راتلونکی کې ورته مراجعه وکړي:
· موجوده کمیسیون باید ړنګ او ټولټاکنې باید د
سترې محکمې ( ستره محکمه یو مستقل ، قانوني ارګان دی) له خوا تر سره شي. په دې ارګان کې هم
په تنظیمونو او سیاسی کړیو پورې تړلي او په قساد تورن کسان باید ټولټاکنې تنظیم او
رهبري نه کړي
· د ټولټاکنو حوزه باید ولسوالی شي. د ناارامی
په صورت کې د هغه د ولسوالی حق باید محفوظ وساتل شي
· په ټولټاکنو کې باید د ولایت د مرافعې محکمې
فیصله باید قطعی واوسي
· ټولټاکنې باید د اساسی قانون د احکامو سره
سم تر سره شي
دا چې په اوسنی طرز العمل کې ولایت
( د ولسی جرګې له پاره)د ټولټاکنو حوزه ګڼل کیږي نو لدې امله د هیواد زیات شمیر
خلک د خپلو حقوقو څخه بې برخې شول.
د په اصطلاح د ټولټاکنو د
مستقل کمیسیون له خوا په پښتني سیمو کې په زرګونو د رایه ورکولو مرکزونه د رایه
ورکونکو په مخ تړلی پاتې شول.
د زیاترو پاتې مرکزونو امنیت د
ټولټاکنو په ورځو کې په قصدي توګه خراب کړل شو نامعلومو وسله والو کسانو یوازې د
پښتنو رایه ورکونکو د لاسونو ګوتې، غوږونه او پوزې پریکړل . او ځينې پښتانه
نوماندان یې ووژل . په راتلونکو اولسمشری ټولټاکنو کې همدا ډول ویره شته. دا
کارونه ټول د متعصبو واکمنو کړیو په ګټه دی.
په کابل ولایت کې زیاتره وکیلان
د برچي دښتې څخه اولسي جرګې ته ولاړل په غزنی کې د پنځلس ولسوالیو څخه یوازې د یوې
نیمي ولسوالی څخه لس تنه چې په هزاره توکم پورې تړلی ، اولسي جرګې ته وروپيژندل
شول په دې ډول د غزنې ولایت اتیا په سلو کې وګړي په پارلمان کې د استازيتوب څخه بې
برخې شول.
په کندز، بغلان، تخار، بلخ،
سرپل، کاپیسا، بادغیس، غور ، هرات ، وردګو ولایتونو کې ورته سناریو تطبیق شوه او
ددې ولایتونو څخه د پښتنو استازو راتګ پارلمان ته ډب کړل شو.
ځینې کتونکی وايي چې :
· د په اصطلاح د ټولټاکنو مستقل اوسنې کمیسیون
منحل کړل شي .
· د ملګرو ملتونو تر مستقیم نظارت او د صادقو
افغانانو په همکاری دی ټولټاکنې تر سره شي
· ټولټاکنې باید د هیواد د اساسی قانون د
موادو احکامو سره برابرې وي.
· د هیواد هر د شرایطو لرونکي وګړي ته د رایه
ورکولو او یا د نوماند کیدلو زمینه برابره شی
د افغانستان او په تیره بیا د
پښتنو ضد ددې تور مثلث د ناوړه پلانونو د شنډولو د پاره اړینه ده چې د هیواد خلک
ویښ واوسي. اړینه ده چې :
خلک باید د اولسمشر په
ټولټاکنو کې دې رښتینی او وطن ته خدمتګار نوماندان د مزدورو نوماندانو سره بیل کړي
. رښتینې او ملی شخصیت د نوماند په توګه چې د خلکو او د وطن درد او غم ورسره وي
پیدا کړی هغه نوماند :
· چې د ټول افغانستان او په ځانګړی توګه د
اوسنې تراژیدي څخه د پښتنو د ژغورلو له پاره په بریالی توګه کار وکړی.
· د افغانستان د ټولو دښمنانو او په ځانګړی
توګه د ګاونډیانو د توطیو او مداخلو مخه ونیسي.
· د اداری فساد او لوټماری په وړاندې غوڅه
مبارزه وکړی
· د ملی فکر په درلودلو سره د فاسدو او متعصبو
کړیو په وړاندې غوڅ دریز ولری
· باید په ډیر لوړ همت او په ټول ځواک سره د
ډیورینډ د منحوسې کرښې د ړنګولو او د افغانستان د یووالی له پاره کار وکړی.
· د هیواد په لویدیز کې په سیندونو باندې د
برښنا او د اوبو لګولو د بندونو د جوړولو زړه پکې وي .
کله چې د هیواد خلکو داسې وړ
نوماند پیدا کړ، بیا نو اړتیا ده چې په ټول ځواک سره د هغه ملاتړ وشی:
· خلک دې په هغه ارګانونو چې د ټولټاکنو بهیر
مخې ته بیايي او یايی څاري ، فشار راوړي تر څو په ټولټاکنو کې د درغلیو څخه ډډه
وکړي
· خلک مخکې له مخکې باید مخالفو وسلوالو ډلو
ته خبرداری ورکړي چې د متعصبو کړیو او د پنجاپ استعماري - تروریستی ادارې او تهران
په ګټه په ټولټاکنو کې لاسوهنه ونکړي
په ټول افغانستان کې د رڼو او
سراسري ټولټاکنو تر سره کول او په پورتنیو شرایطو باندې په ټولټاکنو کې د یوه ملی
شخصیت بریالی کولو سره د افغانستان ضد ناوړه توطیه شنډ کیږي او افغانستان به د
ډیرو ستونزو څخه بریالی ووځي.
خلک وايي که چیرې راتلونکي
ټولټاکنې د اوسنی په فساد او درغلیو تورن په اصطلاح د ټولټاکنو مستقل کمیسیون له
خوا د متعصبو کړیو د پروګرام او د پنجاپ او تهران دغوښتنو سره سمې تر سره شي نو دا
ټولټاکنې به هیواد ته د یوې لویې خطرناکی فاجعې بنسټ کیږدي.
د ټولټاکنو په نوم د په اصطلاح
اوسنی مستقل کمیسیون ته خلک د لوی د سر د دړد په سترګه ګوري چې په راتلونکی کې
کیدای شی د هیواد له پاره نه جبران کیدونکی زیانونه رامنځته کړي .