
شلمه برخه
پکتيا ولايت مشرانو سره د کورنيو چارو د وزېر کتنه
مارچ څوارلسمه نيټه ۲۰۰۴ م کال
د پکتيا ولايت يو شمېر مشران د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي سره د ليدنې په موخه کابل ته راغلي وو چې دخپلو سيمو ستونزې د کورنيو چارو د وزېر سره شريکې کړي. دوی هيله درلوده چې د کورنيو چارو وزرات ورسره په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي، د د غه مشرانو له ډلې څخه يو هم عبدالحکيم منيب چې دطالبانو په وخت کې د مخابراتو د وزارت مرستيال و وويل چې د پښتنو په سيمو کې درې قوتونه دي، دولت، ايتلافي ځواکونه او ترهګر او موږ د دې درې واړو څخه په عذاب يو، تروريزم (القاعده ) دفتر نه لري چې عريضه ورته وکړو تر څو موږ ته ضرر ونه رسوي او تر اوسه ترې په عذاب يو، دولتي مامورين موږ په عذابوی رشوت رانه غواړي او نور مشکلات راته پيدا کوي، د ايتلافي قواؤ سره هم په مشکل کې يو زموږ نفر بې ځايه نيسي. ده وويل چې څوک د حکومت سره جنګيږي او مجرم وي موږ يې هم مخالف يو او په شريکه بايد مبارزه ورسره وکړو خو يوازې د زرمت په سيمه کې دوه سوه کوره په يوه وخت کې تالاشي شول او هيڅوک يې هم ونه نيوه خو بې عزتي يې وکړه او دوی په اخره کې راته يوازې sorry يعنې بښنه غواړم ووايې او لاړ شي. ښاغلي منيب زياته کړه چې د حاجي سپين ورور چې بر ات نوميده، هندوستان ته د تداوۍ لپاره تللی و کله چې له هندوستان څخه بېرته راغی نو امريکايانو ونيوه او د۱۳۸۲ هـ ش کال د جدي د اتمې نيټې نه تراوسه پوري نادرکه دی، د لوګر ولايت اداري رئيس د حاجي محمد ولي موټر وړی او اوس د موټر مصارف هم د ده نه غواړي، همدا شان د دوی په سيمه کې دامنيتي پوستې قوماندان خلک راغواړي او وايې چې د ځمکو اسناد مو راوړئ او که نه ځمکې درنه ضبطوو او د خلکو نه پيسې غواړي حال دا چې په پکتيا کې اکثريت خلک د ځمکو اسناد نه لري،حال داچې ددغه سیمی امنیه قوماندان هم دامريکايانو سره ارتباط لري او هم دطالبانو سره، زما کوريې تالاشي کړ او دلته په کابل کې زما په جايداد دعوه لري.يو بل تن وويلې چې زما ورور تورن محمد امان چې پخوا يې دحزب اسلامي سره جهاد کړی و، نه مياشتې وړاندې امريکايانو نيولی او تر اوسه پورې بندي دی په داسې حال کې چې دپکتيا په قول اردو کې برحاله مدېر د پيژند و، دقول اردو قوماندان او والي هم د دې تصديق کوي خو څوک يې نه خوشې کوي، دې مشرانو وويل چې بله مسئله د پاچا خان ځدران ده که دا حل شي نو په پکتيا کې به دا نيول او کمشکش راکم شي، همدا شان اکثريت قوماندانانو بيا د پخوا په شان پاټکونه اچولي او خلک ځوروي. د وزېرو يو تن مشر حاجي ګل محمد وويلې چې د وزېرستان، احمدزيو او اتمانزيو ټول مشران موږ دلته په اتفاق راغلي يو او د انګورو په اډه کې بايد ولسوالۍ جوړه شي ځکه موږ د دشمن په دروازه کې يو او دا زموږ عرض دی چې تاسې ته مو ورساوو او خپل راتلونکي نسل ته به زموږ غاړه ازاده وي چې موږ د دوی عرض ترتاسې رارسولی دی.
همداشان د ګومل دخروټو د قوم يو تن مشر د محمد حسن په نامه وويل چې تاسې بايد له موږ سره يو هيئت وليږئ چې له نږدې نه سيمه وګوري او دا دوه کاله کيږي چې دسرحدي لوا په نامه تشکيل شته دی، معاشونه اخستل شوي دي خو هلته په سيمه کې نه نفره هم نه لري، دې مشرانو دا هم غوښتل چې په خپلو سيمو کې قومي مليشې جوړې کړي خو د کورنيو چارو وزارت د دوی دې غوښتنې سره موافق نه و، جلالي صيب دوی ته وويل چې ما د پکتيا والي راغوښتی ا وډېر ژربه د پاچاخان مسئله حل شي ستاسې نورې ټولې خبرې سمې دي او دهر مشکل لپاره حل لارې چارې لټوو.
په همدې ورځ د غزني يو شمېر مشران د حضرت ابوبکر په مشرۍ چې دوه اونۍ دمخه د کليفورنيا نه راغلی و دکورنيو چارو د وزېر سره دکتنې لپاره راغلل او دا غوښتنه يې کوله چې ټول مجاهدين او عام طالبان چې بنديان دي بايد خلاص شي ځکه دوی جهاد کړی او مجاهدين دي، د جهاد په دور کې يوازې د غزني د اسفنده کلي کې يو کور چې څلور ويشت کسه په کې شهيدان شوي اوس دغه کلی د شهيد خيلو په نامه ياديږي، ده وويل چې پښتانه د سړکونو له سره نيول کيږي او بنديان کيږي حضرت ابوبکر خپله ملکي پخوله او غوښتل يې چې په دې توګه دځان پسې يوه ډله جوړه کړي.
په همدې ورځ د هزاره جاتو دايکندي يو شمېر مشران دسليمان ياري په مشرۍ د کورنيو چارو دوزېر سره د کتنې لپاره راغلل او ددوی غوښتنه داوه چې د رئيس جمهور له خوا د هزاره جاتو په سيمه کې د څلورو نورو ولايتونو او ۵۲ ولسواليو دجوړيدو امر موجود دی اما اجرات پرې نه دي شوي، دوی وويل چې ترڅو د احزابو نمايندګان زموږ په سيمو کې حاکمان وي هلته د خدمت هيله نه شته دی نو دوی بايد تبديل او هم بې وسلې شي ځکه چې د دوی دلاسه دشهرستان، ورس او پنجاب زيات ولس مهاجرت ته مجبوره شوی دی، د دوی ادعا دا وه چې محلي چارواکي د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري او دبيا رغونې د کارونو نه کمشن اخلي. د ايت الله بهشتي زوی ښاغلي فخري وويل چې دشهرستان په سيمه کې ټول چارواکي د يوې کورنۍ نه دي او يوازې درې زره منه اپين يې دعشر په نامه د خلکو نه ټول کړی دی زموږ مشکل د دولت سره دا دی چې په موږ يې ظالم حاکمان مقرر کړي دي. سليمان ياري په اخره کې وويل چې يو وختې زموږ ټول محلي چارواکي پښتانه و خو موږ دومره شکايت نه درلوده خو اوس موږ دخپلو هزاره ګانو نه په عذاب يو.
دا خبره ريښتيا ده ځکه د هرې سيمې او هر قوم جنګسالارانو په خپلو سيمو کې خپل خلک زورولي او ظلمونه يې کړي دي.
د کابل د پوليسو د تعلمي مرکز څخه د پوليسو
د فراغت په مراسمو کې ګډون
اپريل څوارلسمه ۲۰۰۴ز کال
نن د PRT دمشرتابه د نظارت کميټې دغونډې نه وروسته د جلالي صيب سره يو ځای په موټرکې د پوليسو د تعليمي مرکز پر لور روان ووچې د ملي پوليسو د يو ګروپ دفراغت په مرأسمو کې ګډون وکړو، په لاره کې راته جلالي صيب وويل چې پرون مې کرزي صيب ته وويل دا ښه نه ده چې داسمعيل خان پر ځای يو بل هراتی د هرات دوالي په توګه وټاکل شي ځکه دا کومه مېراثي چوکۍ نه ده چې خامخا به هراتی ټاکل کيږي نوښه به دا وی چې د اسمعيل خان پرځا بايد يو بې طرفه کس وټاکل شي، له بله خوا دا امتياز ورکول هم نه دی پکار چې دده زوی دې د هوانوردۍ او ترانسپورت وزېر شي ځکه په دې توګه د ده نفوذ په مرکزي حکومت کې اضافه کيږي او په هرات کې به هم لاس وهنه کوي خو کرزي صيب زما دا پيشنهاد ونه مانه. جلالي صيب وويلې چې که زما اصرار نه وای نو کرزي صيب جنرال دوستم د ملي دفاع د وزېر په توګه ټاکلو ما ورته وويلې که دا کار وشي نو دا په دې مانا ده چې ده ته باج ورکوي، د دې خبرې يادونه ضروري ده چې د اپريل په اتمه نيټه د جنرال دوستم نفرو چې د فارياب د والي په کور او دفتر ېرغل وکړ اودفارياب والي عنايت الله عنايت چې ازبک هم و د جنرال دوستم دنفرو دلاسه وتښتيده او دامنيه قوماندان هم ښار پرېښود، جنرال دوستم بيا وويلې چې په دغه سيمه کې دا مشکل د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او دملي دفاع وزېر مارشال فهيم جوړ کړی نو دوی دواړه بايد دخپلو وظيفو نه لرې شي. جنرال دوستم ويلي چې والي دحکمتيار د اسلامي حزب پورې تړاو لري او دامنيه قوماندان هم طالبان تقويه کوي ، حال داچې د۲۰۰ مې فرقې قوماندان هاشم حبيبي څو ورځې د مخه والي ته خبر ورکړی و چې جنرال دوستم خپل نفر په شخصي جامو کې په کورونو کې ځای پرځای کړي دي او د فارياب په ښارکې د ګډوډۍ تکل لري چې همداسې وشوله خو د فارياب PRT، ښار دچوراو چپاول نه وژغورلو، دکورنيو چارو وزارت سمدستې درې سوه پوليس او ملي اردو۷۵۰ کسه د ميمنې ښارته وليږل تر څو وضع بېرته په کنټرول کې راشي.
د پوليسو د فراغت په مرأسمو کې پوليسو ته په خطاب کې جلالي صيب وويل چې تاسې دافغانستان دخلکو به زړه کې ځای لري خو د هغه چا د سترګو اغزي یاستې څوک چې په افغانستان کې دامنیت دخرابې په لټه کې دي، دا ستاسې ملې افتخار دی او هم دا ستاسې مسلکې او شخصی افتخار دی ځکه تاسې دخلکو د امنیت مسوُل کېږی او تاسې وضعیت کنترولوې، که په دې کارکې بریالې شولې نو دا به ستاسې لوی افتخار وی خو اصلې کنترول تاسې باید د خپل ځان نه پیل کړي، امید لرم چی تاسې خلک وګوری نو تاسې ته مراجعه وکړی نه چې خلک دتاسې نه وتښتي او تاسې د خلکو د ځورونې سبب شي ځکه اوس زمونږ ولس د دولتې کسانو له خوا ځورول کېري. زه له تاسې یوه هیله لرم چې تاسې خپل خداي حاضر وګڼې او د خدمت کولو شعارخپله دنده وګرځوي..