د جرمني په سفارت کې د مرستندويه هيوادونو ترمنځ د پوليسو دهمکارۍ غونډه(۱۹)

 نولسمه برخه
د ډيسمبر اومه نيټه ۲۰۰۳ کال


دکورنيو چارو وزارت د مشرتابه ستونزه همدا وه چې څنګه د نړيوال او په خاصه توګه د امريکا متحده ايالات په دې قانع کړي چې د پوليسو سره بايد عاجلې مرستې وکړي ځکه چې پوليس د حکومت لومړنۍ څېره او د تروريزم پر ضد د جنګ په لومړي صف کې ولاړ دي، په دې وخت کې د امريکا متحده ايالات يوازې دې ته حاضر وو چې د پوليسو سره يوازې د روزنې په برخه کې مرستې وکړي او د تجهيزاتو په برخه کې بايد يو بل هېواد دا بار اوچت کړي، دترکيې هېواد د مخابروي تجهيزاتو وعده کړې وه خو تر اوسه يې څه درک نه لږ ېده، همدا شان ايټاليا وعده کړې وه چې دپوليسو د يونيفور م په برخه کې به مرسته کوي خو دامريکا دمتحده ايالاتو دمرستو نه پرته نور د ټولو هيوادونو مرستې ډېرې کمې او ناچيزې وی، نو ځکه خو دغه غونډه هم ډېره موثره نه وه.
 
په ترافيکې پيښه کې
زما ورور سيد معصوم وژل کيدل
د ډيسمېر نهمه نيټه ۲۰۰۳م کال
په خپله خونه کې ويده وم چې سهار وختي زما ياور سمونيار امرالله زمادخونې دروازه وټکوله چې زما ورور سيد معصوم په ترافيکي پېښه کې دتخار ولايت د خوست او فرنګ په سيمه کې وژل شوی او جنازه يې کابل ته راوړې ده. که څه هم دوه ورځې دمخه ما په اوپراتيفي راپور کې لوستي و چې يو موټر د خوست اوفرنګ په سيمه کې د ګړنګ نه غورځيدلی او دولس کسه سورلۍ ټولې په کې مړې شوې دي خو په دې نه وم خبر چې زما ورور هم په دغه موټر کې دی، داچې په دغه وخت کې د مبايل ټيلفون سيستم په ټول افغانستان کې فعال نه و، نو زما ماما ګان چې کله خبر شوي و، هغوی يې جنازه کابل ته انتقال کړې وه، زما د ورور د وژل کيدو خبره زما دپلار لپاره ډېره سخته وه ځکه چې دا يې دريم زوی و چې په ځوانۍ کې يې له لاسه ورکړ، له دې وروسته مونږ جنازه دګڼ شمېر دوستانو په موجودتيا کې دخاص کنړ ولسوالۍ ته انتقال کړه.
زما نورو ورونو او دوستانو زما د ورور د مرګ حادثه زما د پلار څخه پټه ساتلې وه خو هغه په دې پوه شوی و چې څه خبره شته او داسې ګمان يې کاوه چې ګوندې زه وژل شوی يم ځکه دخاص کنړ ولسوال او ځينې سپين ږېري زموږ کورته راغلي وو، پلار مې وروسته راته وويلې چې هر زوی ځانته بيل ځای لري خو ما دا فکر کاوه چې ته وژل شوی يې او هر څومره به چې خلکو تسل راکاوه خو زما تشويش تر هغه وخته پورې وه چې زه خپل کلي منګوال ته دجنازې سره ورسيدم، جنازه مو د چهارشنبې په ورځ په خپله پلارنۍ هدېره کې خاورو ته وسپارله او د جمعې په ورځ بېرته کابل ته ستانه شولو او د ډيسمبر په څوارلسمه نيټه مو د کابل د وزېر محمد اکبرخان په جامع جومات کې عمومي فاتحه واخستله، ټولو هغه دوستانو ته چې موږ سره يې په جنازه اوفاتحه کې برخه واخسته د لوی خدای جل جلاله څخه ورته اجرعظيم غواړم او زما دورور روح دې ښاد وي. ديادونې وړده چې زما یو ورور سردامحمود په ۱۹۹۰ م کال کې په پېښور کې د نامعلومو کسانو له شهید کړې شو او بل ورور مې امير محمودپه ۱۹۸۷ م کال کې په پېښورکې زما د ماما د زوی اجمل خټک سره يو ځاې لادرکه شول چې ترنن پوري لا درکه دی. د دوی د لادرکې قصه ما په خپل مخکنې کتاب کې چې د واقعيتونو په بهير کې نوميږی ليکلې ده.
 
د استاد کريم خليلي تر مشرۍ لاندې د بې وسلې کولو د کميسيون غونډه
جنوري دوه ويشتمه ۲۰۰۴ م کال
نن د صدارت په ماڼۍ کې د DDR يا بې وسلې کولو د کميسيون د مشر او د دولت دمرستيال استاد کريم خليلي تر مشرۍ لاندې د بيلابيلو وزارتونو او دمرستندویه هېوادونو د استازو سره غونډه درلوده. ستر جنرال عبدالرحيم وردګ دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال وويل چې د بې وسلې کيدو پروسه ته لا تر اوسه توجه نه ده شوې او داچې ټاکنې راتلونکي دي بايد د ټاکنو د مخه د اپروسه تکميل شي او دا لاندې کارونه بايد ترسره شي:
۱.مستقيما بايد قوماندانانو سره خبرې وشي چې خپلې وسلې مرکزې حکومت ته وسپاري او له دې وروسته دوی يا په نورو ادارو کې جذب شي او يا اعزازي رتبې ورکړل شي.
۲.په اوله مرحله کې دوی بايد ثقيلې وسلې مرکزي حکومت ته تسليم کړي ځکه اوس دوی او هم حکومت يو قسم وسلې لري حتی ځينې د دوی نه له حکومته څخه هم بهترې وسلې لري دا توازن بايد تغېر ومومي.
۳.هغه سيمې چې لومړی وسلې تسليموي هغو سيمو سره بايد اقتصادي مرستې وشي، څو يو تشويقي جنبه اختيار کړي، په دې هکله بايد دولتي او بين المللي اداري خپل فعاليتونه سره همغږي کړي.
۴.دجمهوري رياست ټاکنو پورې سل په سلو کې بايد وسلې راټولې شي او د DDR پروسه بايد حکومت رهبري کړي ځکه تر اوسه په دې برخه کې بهرنيان تصميم نيسي.
د جاپان سفېر چې هېواد يې د DDR په پروسه کې مخکښه رول لوباوه وويل چې دDDR پروسه پنځه مياشتې دمخه پيل شوې ده خو اسانه کار نه و او اوس بايد په نوي شکل عملي شي او د DDR پروسې ابتکار بايد حکومت په لاس کې واخلي او په لومړۍ مرحله کې ټول پخواني قطعات بايد منحل اعلان شي چې د دوی منحل کيدل به د ټاکنو سره هم کومک وکړي. د پوهنې وزارت مرستيال ښاغلي حسيني وويل چې موږ يو کس استازی په دې کميسيون کې لرو او هغه اشخاص چې د معلمۍ شرايط پوره کولای شي موږ حاضر يو چې هغوی د معلمينو په توګه استخدام کړو ځکه چې موږ ۳۵۱۰۴تنه معلمين په ولاياتونو کې کمبود لرو او حتی موږ په سږکال بودجه کې هغه معلمينو ته چې اطرافو ته ځي يو څه اضافي امتيازات هم په نظر کې نيولي دي. د کار او اجتماعي امورو وزارت استازي وويل چې دوی هم درې سوه کسانوته ضرورت لري چې په مختلفو ريشتو کې وروزي. دکليو پراختياوزارت استازي وويل چې موږ په ۹۰ ولسواليو کې د ملي پيستون پروګرام پيل کړی او موږ کولای شو چې يو زيات شمېر کسان په دولتي، بين المللي او خوصوصي سکتور کې جذب کړو او په دې هکله مو دوه پروپوزلې يا طرحې د DDR کميسيون مرستيال محمد معصوم ستانکزي ته ورکړي دي.
په اخر کې استاد خليلي وويل چې موږ ټول په دې موافق يو چې دولت بايد د دې نوي پروګرام رهبري په خپل لاس کې واخلي او اوس د دولت په سطحه يوه هماهنګي رامنځ ته شوې ده.
که څه هم د DDR په هکله ډېر زيات تبليغات وشول زياتې پيسې مصرف شوې خو دی پروسې يوازې سياسي شکل درلوده او د دې پروسې له لارې يوازې د پنځوس زره په شا اوخوا کې وړې وسلې راټولې شوې خو په افغانستان کې په ميلينونو سپکې او درنې وسلې موجودې دي چې اوس هم شته. دDDRپروسې ته زياتره قوماندانانو داسې زړې وسلې ورکړي دي چې نه ورڅخه ملي اردو او نه هم ملي پوليس استفاده کولای شي ، حکومت د يو زاړه او بې استفادې کلاشينکوف په مقابل کې ۱۵۰ ډالره ورکولې او که نور مصارف پرې ورواچول شي نو ديو کلاشينکوف مصارف تقريبا ۳۰۰ ډالرو ته رسيدل، حال داچې يو کلاشينکوف په هغه وخت کې په بازار کې سل ډالر قيمت درلوده او حتی داسې ويل کيده چې بعضې قوماندنانو به د زړو کلاشينکوفونو په عوض بيا نوي کلاشينکوفونه چې له منځنۍ اسيا نه قاچاق کيدل پېرودل او بيا به دغه کلاشينکوفونه قاچاقبرانو د منځنۍ اسيا څخه د هيواد شمال او جنوب ته قاچاق کول او همدغو قاچاقبرانو به د مخدره موادو قاچاقبري هم کوله او د ترورئيستي ډلو سره يې هم اړيکي درلودې.