
د وزیرانو د غونډې
په اړه چې د کرزي صاحب غوږونه یې یو خل بیا د نامانوسو ( بیګانه ) اصطلاحاتو په
اړه ور ډک کړي او دا یې ورته ویلي چې ګنې د اساسي قانون د ۱۶ شپاړسمې مادې په اساس
په هیواد کې د موجود ملي ، علمي او اداري مصطلحاتو نه باید ساتنه وشي ، غواړم دلته
یو څو کرښې ولیکم .
تر ټولو مخکې دا
یادونه راته ضروري ده چې د اساسي قانون د شپاړلسمې مادې په اساس دواړه ژبې ، هم
دري او هم پښتو په افغانستان کې رسمي ژبي دي او په هیواد کې باید د ملي مصطلحاتو
ساتنه وشي .
دلته زما په نظر
ددواړو ژبو تر مینځ د ملي مصطلحاتو کړکیچ هماغومره چې پیچلی دی هماغومره ساده دی
خو دا چې مونږ ( پښتانه فرهنګیان ) ځان نه پرې پوهوو هغه زمونږ خپل ستونزه ده .
مونږ پښتانه
فرهنګیان دا ادعا کوو چې ګنې د هغه موجودو
ملي ، علمي او اداري ترمینالوژۍ او
مصطلحاتو باید ساتنه وشي کوم چې په دولتي دفاترو کې د پخوا نه استعمالیږي خو د دري
ژبو نه وړاندې مونږ پښتنو همدا اصل چې د
ژمنتیا ادعا یې کوو ، تر پښو لاندې کړی دی . د رسنیو د رشد سره سم په افغانستان کې
کوم تغییرات چې د ملي مصطلحاتو خلاف په پښتو کې راغلي دي هغه په لاندې ډول دي :
انتخاباتو ته مو (
ټولټاکنې ) ویلي دي
پایتخت ته مو (
پلازمینه ) ویلې
جمهور ریس ته مو (
ولسمشر ) ویلي دي
کاندید ته مو (
نوماند ) ویلي دي
او همدارنګه :
د تعلیم او تربیې
پر ځای مو ( د ښوونې او روزنې )
د عالي تحصیلاتو
پر ځای مو ( د لوړو زده کړو )
د احیا او انکشاف
دهات پر ځای مو ( د کلیو د بیارغونې او پراختیا )
د فواید عامه پر
ځای مو ( د عامه ګټو )
د صحت عامه پر ځای
مو ( د عامه روغتیا )
اصطلاح کارولې ده . اوس دلته زمونږ دا عذر هم نه منل کیږي چې ګنې
مونږ د ژبې د سوچه کولو هڅه کوو . مونږ خو دا کار کوو خو ملي ترمینالوژي تر ټولو
لومړی مونږ تر پښو لاندې کړې ده . مونږ په
هیڅ ډول د دري ژبو مخه نه شو نیولی چې ګنې هغوی دې د پوهنتون پر ځای دانشګاه نه
استعمالوي او ملي ګالري ته دې نګارستان
ملي نه وایي .
که مونږ د اساسي
قانون په شپاړلسمې مادې باور ولرو چې ګنې په افغانستان کې دواړې ژبې ( پښتو او دري
) رسمي ژبې دي او ملي ترمینالوژي باید وساتل شي
، نو په دې صورت کې نه پښتانه او نه هم دري ژبې دا حق لري چې ددې اصل نه دې
سرغړونه وکړي . خو که چیرې بیا خبره د ژبې د سوچه کولو کوو او ځان ته دا حق ورکوو
چې ژبو مو سوچه شي نو دواړه ژبې دا حق لري چې د ژبو لپاره کار وکړي .
مونږ په افغانستان
کې لسګونه کلونه کیږي چې د ( ګاه ) او ( کده ) وروستاړو لسګونه لغتونه چې په اصل
کې دري دي په پښتو کې کاروو . د مثال په
ډول :
آرایشګاه
دستګاه
فروشګاه
میکده
بت کده
او داسې نور .....
اوس چې دلته د
دانشګاه خبره را مینځ ته کیږي بیا مونږ مخالفت څرګندوو ؟ زما په نظر دا خبره ډیره
عجیبه ښکاري . یا به دا زمونږ هوښیارانه قصد وي چې له دري ژبو سره یې لرو او یا دا چې د احساساتو نه کار اخلو .
زه خپل وروستۍ خبرې داسې را لنډوم چې دواړه
ژبې رسمي ژبې دي . که په پښتو ژبه میلینونو کسان خبرې کوي نو دري هم له هغه نه کمه
نه ده او د درې سترو هیوادونو ( تاجکستان ، ایران او افغانستان ) خلک پرې خبري کوي
چې شمیر یې له سل میلیونه هم اوړي او له کوم شک نه پرته په ډاګه وایم چې دري ژبه
نسبت پښتو ته ډیره غني ده . د دواړو ژبو د پياوړتیا او سوچه کیدو یواځینۍ لاره به
په دې کي وي چې خپلې ژبې تر سیاسي پولو محدودي کړئ نه تر کلتوري پولو . څنګه چې
مونږ پښتانه د پیښور له پښتنو سره د ژبې ، کلتور او عنعناتو راکړه ورکړه او
نږدیوالی لرو ، دري ژبه هم همداسې راکړه ورکړه لري . لهجه لهجه ده ، په کابل کې
یوه لهجه چلیږي په هرات کې بله او په مشهد کې بله ، همدارنګه په خوست کې یوه لهجه
ده په ننګرهار کې بله او په پیښور کې بله لهجه ده . دواړي ژبي پښتو او پارسی ـ دری
رسمي ژبي دي ، یوه ژبه هم په بلې باندې د حاکمیت یا مداخلې حق نه لري . پښتو باید
ځان ته مشران پیدا کړي ترڅو ورته کار وکړي
نه دا چې په بله ژبه کې مداخله وکړي . که دري ژبه ټوله له نامانوسه اصطلاحاتو ډکه
شي نو پښتو ته یې یوه زره هم تاوان نه رسیږي .
یادونه : منطقي
کومنټونه مو لولم . او بله خبره دا چې زه ددې مقالې د لیکلو نه خدای مکړه هیڅ کوم
هدف نه لرم یواځې دا چې زما شخصي نظر دی او زما په نظر هغه څه چې ما لیکلي دي یو
بربنډ حقیقت دی . او که مو په زړه کې څه تیر شوه چې اصل پښتون نه یم ! همدا اوس یې
درته وایم ، وروره نه پښتون یم او نه هم دري ژبی او نه هم ژبه راته ارزښت لري . ماته
همدا خپل انسانیت تر هرڅه لومړیتوب لري .
په پوره مینه .