
اســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام
عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو
پښتونو وروڼو لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده چی پښتو ژبې ته د انترنیټ او سافټویر بڼې
په برخه کې ډیر کار نه دی شوی نو پدی اساس د کايټ سافت کمپنۍ پښتو ژبې ته د (( پښتون
ژباړونکي )) په نوم يو سافټوير جوړ کړی چې د نړۍ د 66 هیوادونو په ژبو به پښتو وژباړي
چی تقریبا د یو نیم میلیون لغتونو موجودیت به ولري
.
د
کايټ سافټ کمپنی مدیر ښاغلی حافظ البي وایي چې دی
ډاډه دی چې ( پښتون ژباړونکی ) سافټ
به د خدای (ج) په مرسته په ډیر لږ وخت کی پښتو ژبه دنړی د مشهورو ژبو په جدول
کی راولي نو پدې اساس ښاغلی البي له ټولو پښتونو وروڼو څخه داهیله لري چې د پښتو ژبي
د خدمت لپاره د ( پښتون ژباړونکي ) سره یو ځای شئ
.
د
پښتون ژباړونکي سافټویر سیستم پروتابل سیستم دی چی انسټال کولو ته یی اړتیا نشته .
کله
چې پښتون ژباړونکی فعال شي اول باید د هر ژباړونکي لپاره د خپل ځان پیژندګلوی ولیکئ
او بیا د ژباړې لپاره ژبې وټاکئ
.
د
یادونې وړ ده چې د هر ژباړونکې حق په نظر کې نیول کیږي
په درناوي
د کایټ سافټ اداره
مصر القاهره