زه دلته ستا د چپنې او خپل د پټو د پرتله کولو لپاره نه یم راغلی

 لیکوال : فرید باراني  
       هغه د بریتانیا په منځګړیتوب د پاکستان وروستي  تصمیم او په کونړ باندې د وروستیو  توغندیزو بریدونو تشویش دې ته مجبور کړ چې خپل پټو یو ځل بیا په اوږه کړي او تر ارګه یو ځلې ځان راورسوي .
      د محمود خان اچکزي صرف دومره په وسه وه چې له پیښور نه د خیبر په لارې د خپل په اوږه اچولي پټواو تاثیرناکو سترګو سره چې تل تر تله یې د هغه هڅه او بې قراري ثابته کړې ، کابل ته راشي او له کرزي سره وګوري  . هغه به بې له شکه  کرزي ته ورو ورو کتل او د خان عبدالغفار خان د هغه آرمان په اړه به یې سوچ کاوه چې له ځان سره یې ګورته یووړ .
      هغه به حتما کرزي صیب ته ویلي وي چې زه دلته ستا د چپنې او خپل د پټو د پرتله کولو لپاره نه یم راغلی ، ته د یو هیواد مشر یې ، نور دا د نهج البلاغې خبرې پریږده چې هر سړی په خالي لاس او له یوه کفن سره بلې دنیا ته ځي . یو ځلې د خان قبر ته لاړ شه او ترې وپوښته  چې آیا ته له دې دنیا خالي لاس ، د یوه کفن سره ولاړې  او که دې د یوه ستر قوم او یوې سترې ځمکې آرمان هم له ځان سره یووړ ؟
      محمود خان اڅکزي به شاید د کوربتوب او زینت کرزي د درناوي او نزاکت له وجې  کرزي ته نشو ویلای چې کله چې د ډاکتر نجیب لاسونه د ( آی ایس آی )  په زولنو کې بند وو نو ولي خان  د (آی ایس آی ) د وخت مشر ته د ډیورند د کرښې د امضا لپاره د بیګم نسیم ولي خان په اړه څه ویلي وو ؟ خو حتما یې په خپلو خبرو کې د ، ولي خان ، ډاکتر نجیب او .... نومونه اخیستي دي چې پوی شي او د بریتانیا په منځګړتوب د یوه خطرناک ستراتیژیک تړون ټغر ته د کښیناستلو هڅه ونه کړي .
     هغه به دا هم ورته ویلي وي چې ډاکټر نجیب د وخت د یوه ژورنالیست د پوښتنې  په ځواب کې چې آیا د ډیورند د کرښې په اړه څه وایې ؟ ویلي وي چې :
په لاره ځم ټوله شرنګیږم ـــ ستا د تهمت زنځیر په غاړه ګرځومه .
         او پاکستان خو پیژنې چې په یو او بل نوم دا کلونه وشول د هغوی د بیرغ لاندې د غلامۍ ژوند کوو .  ته یې د بریتانیا په منځګړتوب د ستراتیژیک تړون په نامه د ابد لپاره خرڅ کړه ، خو پام دې وي زه د عبدالصمد خان ځوی یم ، زه د هغه د دردیدلي هډونو آواز هره شپه په مرهمو غوړوم ، پام دې وي چې دا کار ونه کړې . او که ویې هم کړې ، مونږ افغانان یو او یو به . ته به ډیورند د کابل د یو څو ورځو نسبي آرامۍ لپاره وپلورې خو زما ملت به هیڅ وخت د پاکستان تر بیرغ لاندې ژوند ونه کړي ، زه به یو آزاد هیواد پاته کیږم خو له هغه نه چې دا مور او ماشوم بیرته سره یو ځای کړو دا به ډيره ښه وي . زه به د هغه هیلو تر سیورو لاندې مرم چې د خان د قبر پر سر د آزادۍ لپاره له خپلو اوښکو او چیغو سره ستړی شم او بیا د عیدګاه په جومات کې د شکر او آزادۍ لمونځ ادا کړم  .
د یو لوی افغانستان په هیله
فرید باراني