
لیکوال: عبدالجمیل ممتاز
افغانستان لږتر لږه پنځه زره کلن هیواد دی، خو بیا هم د اووشپیته کلن هیواد په دامونو کې داسې راګېر دی، چې که سر ترې وباسي، پښې یې بندې پاتې کیږي او که پښې وباسي، نو سر يې بند پاتې کیږي. سړی دې ته بلکل حیران پاتې شي چې په دومره لویه موده کې یې داسې یو دوست هیواد ونه موند، چې هغه دې ورسره رښتینې دوستانه اړیکې لرلې وي. که څه هم د سیالۍ له مخې دا خبره طبیعي ده، چې یو ګاونډی هیواد پر بل باندې د لوړیدا او پیاوړي کیدا لپاره هر ډول هلې ځلې کوي، څو خپلې ګټې خوندي وساتي او په دې ډاډمن شي چې له هغه اړخه له هیڅ ډول ګواښ سره نه مخامخ کیږي. خو افسوس چې دا سیالي لا د افغانستان په برخه، نه ده شوې او نه هم دې پړاو ته رسیدلی دی.
دښمنان څوک دي؟ هر سړی دا وايي چې نړیوال ځواکونه د القاعده ترهګرې او تروریستي شبکې پر ضد راوتلي دي او پاکستان چې اوس پخپله ددغه شر ښکار ګرځیدلی، هڅه کوي تر څو په یو ډول نه یو ډول ترې خلاصی ومومي. خو په دې اړه زه هم نظری نه یم؛ القاعده ډله یوه نړیواله شبکه ده او د یوه پیاوړي پلان له مخې خپل فعالیت تر سره کوي. دا چې دا ډله له کومه شوې او د حمایت او مشرۍ اصلي ځاله یې چیرته ده؟ په دې اړه مختلف نظریات اوریدل کیږي؛ څوک يې افراطي او سخت دریځه اسلام پال کڼي، څوک يې په مافیايي کړیو پورې تړي او څوک هم همدغه پاکستان ته ګوته نیسي؛ چې رښتیا هم پاکستان هسې په تش نس، ځان داسې پړسولی چې ګواکې په رښتیا همدی دی. خو زه په دې اړه موافق نه یم. ځکه چې اسلام پال او په اسلام مین کسان، د بشریت دښمنان نه، بلکې د بشریت پالنې راڼه څراغونه دي؛ چې دا زه نه، بلکې د تیرو څوارلسو پیړیو مثبت بدلون چې په انساني نړۍ کې رامنځته شو، هغه دا ثابتوي چې اسلام د انسانیت، مینې او سولې ژوند دی؛ نه د کرکې او وژنې. بله دا چې د مافیا زیږنده له کرکې او مخالفت څخه کیږي او په هر وخت کې د ټینګ او واحد قانون پر ضد یې خپل شتون څرګند کړی دی. آیا د داسې خلکو یووالی به شونی وي او له دې سره سره به د یوې پیاوړې ترهګرې ډلې سالمه مشري پر مخ یووړلای شي؟ حال دا چې د القاعده ډلې رهبریت او تنظیم دا جوتوي، چې دغه ډله د یوې پیاوړې واحدې ادارې تر منجمنټ لاندې کنټرولیږي. همدغه شان که پاکستان ته ګوته نیول کیږي او په دې اړوند د اصل په توګه پیژندل کیږي، نو بیا به هم هغه ځای چې القاعده یا نورې دې ته ورته ډلې ترې راټوکیدلي، هغه به په دې اوسنۍ د کلي په شان نړۍ کې لاهم پټ پاتې شي.
پاکستان لا تر اوسه خیراتونه غواړي، هغه دومره وړتیا کله لري چې یوه نړیواله تروریستي ډله دې وروزلای شي او د نړۍ په هر ګوټ کې یې په ټکنالوجیکي او نورو وسلو سمبال کړي. هو! مګر داچې په پاکستان کې يې ځای ورکړی او په پټه هغوی تمویلوي، دا یوه تحمیلي پروسه ده، چې دغه تحمیل پرته له انګلستانه د بل هیڅ هیواد په توان کې نشته.
خبره بلکل څرکنده ده، انګریز چې کله په سیمه کې د یو ښه او اسلامي نوم تر عنوان لاندې یو مکروب رامنځته کولای شي، څو له لارې يې خپلې شیطاني موخې په ډیره اسانه پلې کړي؛ نو پر دې باندې خو سل په سله توانیدلی شي، چې د اسلام تر عنوان لاندې القاعدې ته ورته سلګونه ډلې راوزیږوي؛ حال دا چې دغه هیواد له پیړیو پخوا لا د عقیدوي او مذهبي ډلو په رامنځته کولو کې پوره تجربه لري. دا څرګنده ده چې طالبان د پاکستان زیږنده ده، خو دا هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې پاکستان نه د خپل اختیار خاوند دی او نه به هم پاتې شي. ځکه پاکستان د یوې سودا له مخې رامنځته شوی او هغه څه چې انګلیس غواړي، همغسې باید د پاکستان له ادرسه تر سره شي. په سیمه کې یو ډول غیر مستقیمه جګړه روانه ده، چې اصلي ښکېل لوري پکې امریکا او اروپا دي. دا چې منئ يې کنه، خو حقیقت همدا دی. په افغانستان کې دغه ترخه لوبه انګلستان رازیږولې او همدغه هیواد، د پاکستان په مرسته ددې لوبې ډګر تود ساتي. طبیعي ده چې پاکستان هم له دې موقع نه په استفادې سره د ځان لپاره ډیر ډیر څه کوي، خو هغسې اصلي او مهم حیثیت نه لري، لکه خلک یې چې په اړه فکر کوي.
انګلستان چې له پیړیو راهیسې په نړۍ کې د استعمار یو لوی ښامار پیژندل شوی او تاریخ هم دا ثابته کړې چې هغه هیواد یوازې خپل ځان منلی، استعمار یې پاللی او داسې اور ته يې لمن وهلې، چې دده په ګټه او د نورو د تباهۍ لامل ګرځیدلی دی؛ آیا هغه به د امریکا او یا نورو زبرځواکي وزغملای شي؟ دا چې انګلستان ولې په اقتصادي برخه کې تر امریکا او ځینو نورو وروسته پاتې دی، بیله خبره ده؛ خو په نړۍ او خاصتاً په اسلامي هیوادونو کې یې په غیر مستقیمه توګه د لوی شیطان رول لوبولی او لوبوي یې. دغه شان پاکستان ته ورته بل مثال يې په عربي هیوادونو کې د اسراييلو ځای پرځای کول دي او له هغې ورځې نه یې چې اسراییل د اسلامي ټولنې، په ځانګړي ډول د عربو په غېږ کې راټوکولی او پاللی دی، یادو هیوادونو په کراره ساه نه ده اخستې.
لکه څنګه چې شرایط او غوښتنې بدلون مومي، همدغسې په سیاستونو کې هم توپیر راځي. پخوا که انګلستان تر ډیره د کلیسا موخې پلې کولې او غوښتل یې چې د مسلمانانو تر منځ تفرقه واچوي، خو نن چې د اقتصادي او سیاسي پرمختګ سیالي روانه ده، په دې کې بیا اسلام، مسیحیت، کفر او نور ادیان نه دي مطرح؛ بلکې هر هیواد خپل هغه سیال، چې ګواښ ورته متوجه کوي، که هغه په عقیده او فرهنګ کې ورسره ورته هم وي، پروا یې نه ساتي او په یو ډول نه یو ډول یې له بحران سره مخامخ کوي.
یو مهم ټکی چې باید له پامه ونه غورځول شي، هغه د اروپايي هیوادونو اتحاد او تر منځ یې د پولو له منځه وړل دي. دا هر څه د څه لپاره او اړتیا څه وه؟ که چیرې تر منځ یې اخلاص شتون ولري، نو بیا د هر هیواد لپاره ځانکړي ولسمشر ته ضرورت څه دی؟ باید په ګډه باندې یو ولسمشر وټاکي، ترڅو ټولې چارې د یوې واکمنۍ تر چت لاندې رهبري شي. خو په رښتیا کې داسې هیڅ نشته؛ خبره د امریکا د زبرځواکۍ ګواښ دی، چې ددغو هیوادونو پر سیاسي وضعیت باندې یې ناوړه اغېزه کوله او بلاخره اروپايي هیوادونه خاصتاً( انګلستان، فرانسه او جرمنی) چې یو تر بله یې سخت مخالفت هم درلود، دې موافقې ته ورسیدل، څو ګټه او زیان سره مشترک کړي او د هر ګواښ په وړاندې یو واحد طاقت واوسیږي.
په دې واقعیت کې هیڅ شک نشته، چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن امریکا وواژه، خو دا چې د پاکستان له حکومته یې پټ دا عملیات تر سره کړل، دا ښيي چې انګلستان، که يې د لارې مل هم دی، نو تر دښمنه ورته کم هم نه دی. هغه په دې خاطر؛ امریکا په دې پوهیده چې له پاکستان سره مشوره، برابر د انګلستان سره مشوره ده او هغه ماته یې چې د اسامه په وژنه کې انګلستان ته ورکړه، شاید دغه بریا یې نه وای په برخه شوې او شاید هم دغه چانس بیا په لاس نه وای ورغلی.
راځو د افغانستان په وړاندې د امریکا او انګلستان دریزونو ته؛ په اصل کې ټول ښکېل او د سیمې هیوادونه په افغانستان کې سیاسي، نظامي، اقتصادي او ټکنالوجیکي سیالۍ تر سره کوي او هر یو په دې هڅه کې دی څو خپل حریف ته، چې په دې کې د سیمې هیوادونه هم شامل دي، که په هر ډول وي، زیان ورواړوي او په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه یې له ماتې سره مخامخ کړي.
امریکا په رښتیا غواړي چې افغانستان د القاعدې له منګولو نه خلاص کړي او هغه طالبان چې له دغې شبکې سره اړیکې لري له منځه یوسي، چې دا کار له شکه پرته د امریکا په ګټه دی او په همدغه هوډ يې دغه اوږد مزل او د خطر ډکې جګړې ته له نورو نړیوالو سره ملا وتړله. که څه هم په سر کې دا عملیات ډیر مثبت او په ښه توګه پر مخ روان ول، خو تر څه مودې وروسته انګلستان په دې ملتیا کې صادق پاتې نه شو او هغه جنګي تکتیکونه چې یوازې تروریستي شبکې تر سره کول، هغه ټول طالبانو ته ولیږدول شول، ورځ تر بلې یې په بریدونو کې بدلون راغی او بلاخره خبره دې ته ورسیده، چې نړیوال ځواکونه اوس هم د داسې بریدونو د مخنیوي په برخه کې هیڅ اټکل او پلان نشي جوړولی. سمه ده چې پاکستان هم ددغو بریدونو ښکار ګرځیدلی او امریکا هم په دې جګړه کې پاتې راغلی؛ خو دا هم باید هیره نه شي چې د سیاستونو له بدلیدو سره په نورو اړخونو کې هم د بدلون راتلل شوني دي او بیا په دغسې حالت کې نور هیوادونه په ځانګړې توګه د سیمې ښاماران هم ویده نه دي پاتې، هر لازم ګام پورته کولای شي، چې هغه ده ایله یې هم نه ده کړې.
داسې نه ده چې زه د امریکا پلوي کوم، وايي چې سور سپی د لیوه ورور دی، هغه هم د خپلو ګټو لپاره هر څه ته اور اچولی شي، غواړي چې په ټوله نړۍ کې سیاسي او اقتصادي نفوذ ولري چې تر ډیره يې لرلی هم دی، خو بیا هم د افغانستان په وړاندې هغسې دریځ نه لري لکه د انګلستان.
امریکا نفتي اکمال ته اړتیا لري او د القاعده شبکې د له منځه وړلو تر څنک یې اصلي موخه د افغانستان له لارې د ایران تیلو ته ځان رسول ؤ، چې نه یوازې د هغه هیواد د داخلي سیاست په بدلیدو سره دغه هوډ بدل شو، بلکې هغه کلنی لګښت چې تر دې دمه يې په افغانستان کې پر خپلو پوځیانو کړی، د دوی په اټکل شاید دوه برابره شوی وای. حال داچې همدا اوس امریکا له اقتصادي بحران سره مخ دی او په ډاګه وايي چې په نظامي بودجه کې يې ډیر کمښت راغلی دی، ځکه يې مخه د عربي هیوادونو په لور واوښته او غواړي له همغې لارې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي. لکه دوی چې وړاند وینه کړې، چې د افغانستان جګړه به په تجریدي ډول بیا توده شي، دا په دې معنا چې ددوی له تجریدي تیښتې سره به خامخا دغسې یو حالت رامنځته کیږي او هغه ګټې چې امریکا د افغانستان له لارې د ځان لپاره په انګېرلې بڼه غوره کړې وې، هغه د یوه ناسم پلان په اور کې خاورې ایرې شوې. نو لنډه يې پر دې چې امریکا به هیڅ وخت د چا سره په دوستۍ کې ژمن پاتې نشي او بریتانیا به هیڅکله هم دوستي ونکړي.