
اتلسمه برخه
د پروان د PRT افتتاح او دقبايلو او سرحدونو چارو وزېر عارف نورزي سره د دولت د مرستيال امين ارسلا په دفتر کې کتنه
د نومبر د مياشتې په دوه ويشتمه نيټه په بګرام کې ما د پروان PRT نوی دفتر دبګرام په سيمه کې دايتلافي قواودقوماندان سره یوځای افتتاح کړ چې د پروان، پنجشېر، کاپيسا، کابل، لوګر او وردګو په ولايتونو کې د بيارغونونې او امنيتي ارګانونو سره به د امنيت په راوستو کې مرسته کوي.
په همدې ورځ راته د کورنيو چارو وزېر هدايت راکړ چې د انتقالي دولت مرستيال هدايت امين ارسلا په دفتر کې دقبايلو او سرحداتو وزېر عارف نورزي سره په سرحدي ولايتونو کې د ميشته قومونو په اړه مجلس دی نو ته بايد برخه په کې واخلې خو هغه پلان چې دسرحداتو وزارت غواړي ځانګړې مليشې جوړې کړي ونه منې.
کله چې د ښاغلي هدايت امين ارسلا دفتر ته لاړم نو دقبايلو وزېر عارف نورزي د پکتيا ولايت يو شمېر سپين ږېري هم رسمي مجلس ته له ځانه سره راوستل چې په اصولو کې بايد دا کار نه وی شوی، ځکه د ارسلا صيب په مشرۍ د دواړو وزارتونو ترمنځ مجلس و.
دکورنيو چارو وزارت موقف دا و چې له يوې خوا د غېر مسؤلو قوماندانانو بې وسلې کولو پرګرام چې د DDR په نامه ياديده پيل کړي او له بلې خوا دوی غواړي چې قومي مليشې جوړې کړي نو داسمه پاليسې نه ده، دویم داچې داخلي امنيت ساتل يوازې د کورنيو چارو وزارت دنده ده نه دبل وزارت يا ارګان چې ځانونو ته امنيتي معينيتونه جوړ کړي حتی که ملي اردو او ياهم ملي امنيت په داخل دافغانستان کې په امنيتي چارو کې ونډه اخلي نو بايد د کورنيو چارو وزارت سره په همغږۍ او غوښتنه فعاليت او همکاري وکړي، دريم داچې که قومي مشران غواړي حکومت نه حمايت وکړي نو ښه داده چې خپل ځوانان د سرحدي پوليسو او يا هم دملي اردو په ليکو کې ځای پر ځای کړي خو د سرحداتو دوزېر عارف نورزي دليل بيا دا و چې په موجوده وخت کې ملي پوليس نه شته دی او امنيت نه شي ساتلی نو د قومونو مليشې به په امنيت کې ښه رول ولوبوي،که څه هم زموږ بحث جدي شو خو دا پيشنهاد مې د سرحداتو د وزېر سره ونه مانه او د کورنيو چارو وزېر هم تر پايه دغه پيشنهاد ونه مانه او په خپل موقف کلک ودريده او د سرحداتو وزارت او يا هم کوم بل ارګان ته يې اجازه ورنه کړه چې قومي مليشې جوړې کړي، ځکه په نږدې تاريخ کې همدغه مليشې ډېر کرته د مرکزي حکومتونو د ضعف لامل ګرځيدلي دي چې ښه بيلګه يې د ډاکټر نجيب الله د حکومت سقوط يادولی شو. خومتاُسفانه چې دافغانستان حکومت او ایتلافې قواوپه تيرو څو کلونو کې د کمکې پوليسو، محافظوی پوليسو او محلي پوليسو په نامه پروګرامونه عملي کړل چې په ځای د دي چې په امنيت کې مرسته وکړي، په زیاتو سمو کې همدا مليشي د بدامنی سبب ګرڅيدلي دي.
د ترکي انجينر خوشې کيدل
د نومبر دېرشمه نيټه ۲۰۰۳ کال :
د سيپټمر په مياشت کې يو تن ترکي انجينر چې د کابل کندهار د سړک جوړولو په پروژه کې يې کار کاوه د زابل او غزني ولايتونوترمنځ د طالبانو له خوا وتښتول شو خو د غزني والي اسدالله خالد په هلو ځلو دغه ترکي انجينر چې حسن اونال (Hassan Onal ) نوميده خوشې شو او د کورنيو چارو وزارت ته يې راوست چې د ترکيې سفارت ته يې تسليم کړي، کله چې دغه ترکي انجينر د کورنيو چارو د وزېر دفتر ته داخل شو او دترکي سفارت استازی يې وليدل نو په ژړا شو او جلالي صيب ته يې غيږه ورکړه، يوه عجيبه غوندې صحنه وه چې زموږ د ټولو احساسات يې هم را وپارول او د ټولو دسترګو نه اوښکې توی شوې، دغه ترکي انجينر وويلې چې ده واقعا خپل مرګ په سترګو ليدلی او هيڅ تصور نه کوي چې دی خوشې شوی دی.
دهرات د PRT افتتاح
د ډيسمبر لومړۍ نيټه۲۰۰۳م کال :
د هرات والي اسمعيل خان سره د زياتو لانجو او مذاکراتو نه وروسته باالاخره د هرات په ولايت کې دPRT جوړيدل، د ډيسمبردمياشتې په لومړۍ نيټه افتتاح شو. دهرات PRT افتتاح لپاره له کابل څخه دکورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي، دامريکاسفېر زلمې خليل زاد، د ايتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډيويډ بارنو (Gen. David Barno )، د عامې روغتيا وزېره ډاکټر سهيلا صديق، دپلان وزارت مرستيال علي اصغر پيمان او زه هرات ته لاړو. د هرات په هوايې ډګر کې دهرات والي محمد اسمعيل خان، د فراه والي عبدالحی نعمتي، د بادغيس والي ګل محمد عارفي او په غربي سيمه کې د امريکايې قواؤ قوماندان جنرال اسټن (Gen Austin ) د هرکلي لپاره ولاړ وو چې دهوایي ډګرنه راساٌ د PRTمرکز ته لاړوو او دهرات PRT يې افتتاح کړه. د امريکا سفېر په خپلو خبرو کې وويل چې په څوارلسمه او پنځلسمه صدۍ کې هرات د يورپ د فلورانس د ښار سره مقابله کوله او دا سيمه د دنيا دغلې ګدام و، علي شېر نوايې وايې: په هرات کې چې کله پښه غځوې نو پښه به دې په يو شاعر لږيږي خو دشلم قرن په اخره کې د روسانو د اشغال، تروريزم او داسې نورو عواملو په اساس په دې سيمه کې دتورتم سيوری خپور شو او اميد دی چې هرات بېرته خپل تاريخي اهميت په سيمه کې اعاده کړي.
په جلال اباد کې د اساسي قانون د لويې جرګې د غړيتوب لپاره د مشرقي د څلورو ولايتونو ټاکنې
د ډيسمبر د مياشتې ۱- ۵ نيټې پورې
څنګه چې له هرات څخه رأستانه شولو زه جلال اباد ته د مشرقي د څلورو ولايتونو د استازو ترمنځ د اساسي قانون دلوی جرګې دغړيتوب په ټاکنو کې دبرخه اخستلواو نظارت لپاره لاړم، څرنګه چې زه د خاص کنړ د ولسوالۍ څخه د بيړنۍ لوی جرګې منتخب غړی وم، دغه ټاکنې هم دهغو دوه زره او څلورسوو کسانو ترمنځ کيدله څوک چې دمشرقي څخه دبيړنۍ لوی جرګې ته په لومړي مرحله کې تعين شوي وو.
د ډيسمبر په لومړۍ نيټه دجلال اباد په قبايلو رياست کې لومړۍ ټاکنې د لغمان ولايت د استازو ترمنځ وشوې چې دا لاندې کسان د اساسي قانون د لوې جرګې لپاره درايو په اساس انتخاب شول.
شمېره نوم ولسوالي
۱ الحاج سيد موسی قرغه يې
۲ الحاج مکرم خان قرغه يې
۳ معلم اسدالله عليشنګ
۴ قاضي جبار عليشنګ
۵ انجينېر محمد اکرام دولت شاه
۶ انجنېر قرار علينګار
۷ ډاکټرعبدالله لغمانی مرکز (مهترلام)
د ديسمبر په دريمه نيټه د ټاکنو د شکاياتو کميسيون د پريکړې پر اساس چې د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي يې مشري کوله انجنېر قرا ر يې له لست نه وويست ځکه د روژې په مياشت کې د ده د نفرو له خوا په يو برخورد کې دوه کسه وژل شوي وو او په عوض کې يې مولوي قيام الدين کشاف چې په نوموړي پسې يې زياتې رای وړې وې د اساسي قانون د لوی جرګې د غړي په توګه وټاکل شو.
د ډيسمبر په دویمه نيټه د نورستان د استازو تر منځ ټاکنې ترسره شوې او دا لاندې کسان د اساسي قانون دجرګې د غړيتوب لپاره انتخاب شول :
شمېره نوم ولسوالي
۱ محمد تميم نورستاني برګمټال
۲ مولوي عبدالمنان کامديش
۳ وکيل غلام سخي ننګراج
۴ امېر حمزه دواب
۵ محمد مالک ويګل
د ډيسمبر په دريمه نيټه د کنړ ولايت ۵۰۲ استازو د ټاکنو په نتيجه کې دا لاندې اته کسان انتخاب شول :
شمېره نوم ولسوالي د رای شمېر
۱ مولوي شهزاده شاهد څوکۍ ۹۳
۲ قاضي عبدالستار ناړۍ ۳۸
۳ حاجي منګل وټه پور ۳۷
۴ مولوی محمد اسلم نورګل ۳۴
۵ سيد احمد خان مروره ۲۸
۶ استاد محمد رحيم خاص کنړ ۲۸
۷ حاجي امانت خان سرکاڼو ۲۶
۸ جان سردار اسمار ۲۶
مخکې له دې چې دکنړ د ۵۰۲ استازي په خپلو منځو کې پورته اته کسه تعين کړي ما دخپلې ولسوالي منتخبو استازو ته وويل زه له تاسې ډېره مننه کوم چې دبيړنۍ لوی جرګې په وخت کې مو زه د ټولو په اتفاق سره خپل استازی تعين کړم نو داځلې زه او يا زما له کورنۍ څخه هيڅوک کانديد نه دی نو ښه به دا وي چې تاسې يو کس ټول په اتفاق په خپلو مينځو کې تعين کړئ تر څو د ولايت په سطحه په ټاکنو کې يې د ګټلو چانس زيات شي که څه هم په دې وخت کې زما ورور سلطان محمود مياخيل غوښته چې ځان کانديد کړي خو زما د اصرار په اساس د خپل کانديتوب نه تېر شو، ما دوی ته وويلې چې پښتنو کې متل دی چې وايي ( ژرنده که دپلار ده هم په وار ده ) دا چې زه او زما کورنۍ نه څوک نه دی کانديد نوځکه په زغرده خبرې کولای شم نو لوی جرګې ته بايد ډېر پوه کسان تعين کړئ، که څه هم دلوی جرګې ورځې کمې دي خو په دې بايد پوه شو چې دغه جرګه اساسي قانون تصويبوي او اساسي قانون زموږ دټولو په ژوند مثبت او منفي اغيز درلودی شي. داخبرې مو د کنړ ټولو استازيو ته هم په عمومې غونډه وکړې.
دخاص کنړ ولسوالۍ نه په اخره کې مولوي مطيع الله د چندراو د کلي نه ډګروال محمد الله خان د شامکار د کلي نه او استاد محمد رحيم خان د برې اراضۍ د کلي نه کانديد پاتې شول. دوی يو بل ته نه تېريدل خو ما د دې درې واړو کانديدانو څخه هيله وکړه چې تاسې بېرون ته ووځئ موږ دخاص کنړ نماينده ګان په خپلو منځو کې به مشوره وکړو او موږ چې هره پريکړه وکړه هغه به تاسې منئ . موږ داسې فيصله وکړه مخکې له دې چې د ولايت په کچه په ټاکنو کې برخه واخلو ښه به دا وي چې په خپلو منځو کې رائ ګېري وکړو او هر کس چې د دې درې کانديدانو څخه زياته رايه واخسته هغه به زموږ د ولسوالۍ څخه په شريکه کانديد وي.
کله چې رای ګېري وشوه استاد محمد رحيم خان پنځلس رائ، مولوی مطيع الله يولس رائ او ډګروال محمد الله خان اته رائ اخستې وې نو په دې اساس مولوي مطيع الله او ډګروال محمد الله خان دخپل کانديتوب څخه تېر شول.
زما دخبرو او د خاص کنړ د ولسوالۍ د فيصله نه وروسته د کنړ ولايت ۱۵۱ کانديدانو نه يوازې څلور ويشت کانديدان د مقابلې لپاره ودريدل چې مخکې ذکر شوی اته کس دزياتو رايو داخستنې پر اساس انتخاب شول. د دې خبرې يادونه ضروري ګڼم چې دخاص کنړ ولسوالۍ د ۴۳ استازونه يوازې ۳۴ کسانو په ټاکنو کې برخه اخستې وه چې په دې کې شپږو کسو د خاص کنړ د ولسوالۍ کانديد استاد محمد رحيم خان ته رايه نه وه ورکړې ځکه محمد رحيم خان ټولې ۲۸ رای ګټلې وې.
د ډيسمبر په پنځمه نيټه د ننګرهار ولايت داستازو ترمنځ ټاکنې ترسره شولې چې دا لاندې ۲۳کسه داساسي قانون لوی جرګې لپاره انتخاب شول:
شمېره نوم درايو شمېر ولسوالي سياسي اړيکي
۱ مېرويس ياسني ۷۱ کامه ملي محاذ
۲ حاجي روح الله ۳۸ رودات دخالص اسلامي حزب
۳ حاجي شهزاده ۳۱ کامه اسلامي جمعيت
۴ ملک قيس (نوراغا حاجی) ۳۳ ښيوه
۵ عبدالله دعبدالرحمن زوی ۴۱ حصارک
۶ حاجي داود ارسلايی ۳۵ سره رود دخالص اسلامې حزب
۷ انجينرمحمد غوث ۳۶ دره نور دخالص اسلامې حزب
۸ حاجی شاه پور ۳۳ کوټ
۹ معلم ګل محمد ۲۸ شېرزاد افغان ملت
۱۰ ضابط محمد ظاهر ۲۸ شېرزاد ملی اسلامې محاذ
۱۱ سوچه ګل ۳۳ دور بابا دخالص اسلامې حزب
۱۲ سيد عبدالغفار پاچا ۳۷ خوګياڼي اسلامې جمعيت
۱۳ انجنېر عبدالغنی ۳۸ دره نور
۱۴ فريدون مومند ۳۳ ګوشته
۱۵ حاجی محمد داود ۴۰ حصارک دخالص اسلامې حزب
۱۶ سيد جمال پاچا ۶۶ بهسود دحکمتيار اسلامې حزب
۱۷ ملک نظېر ۳۹ اګام دخالص اسلامې حزب
۱۸ امان الله ۴۴ چپرهار دخالص اسلامې حزب
۱۹ همايون شينواری ۲۸ اچين دملی جبهه نجات
۲۰ انجنېر عبدالغفار ۴۵ بهسود دحکمتيار اسلامې حزب
۲۱ روح الامين ګوشته افغان ملت
۲۲ حاجی سيد عزيز کامه دحکمتيار اسلامې حزب
۲۳ حاجي امان خېري خوګياڼي ملي اسلامي محاذ
۲۴ صفيه صديقی سره رود
د اساسي قانون د لوی جرګې د امنيت د ساتلو او برګزاري په اړوند د دولت رئيس حامد کرزي د کورنيو چارو وزېر علي احمد جلالي او د کورنيو چارو وزارت هغه ۸ کسيزه ګروپ ته چې زه په کې هم شامل وم چې دلویه جرګه د امنيتي پلان څارنه يې کوله د خدمت مدال د ۲۰۰۴زکال دجنوري په دولسمه نېټه ورکړ ل شو چې ددغه مډال پيشنهاد د لوی جرګې د کميسيون د مشرتابه له خوا شوی وو.