د پاكستان د ګټو لپاره د مولانا فضل الرحمن بيه څه ده؟

 
د پاكستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي چې د پاكستان له هوكړې او ونډې پرته د افغانستان د سولې او ثبات مساله خلكو ته د منلو نه ده، خو په جرمني كې د پاكستان سفير عبدالباسط بيا ويلي، پاكستان په افغانستان كې تېروتنې كړې چې له امله يې اوس په پاكستان كې هم بې ثباتۍ زور اخستى.
فضل الرحمن پاكستانۍ نيوز انټرنشنل ورځپاڼې ته ويلي، ما د امريكا سفير ته په زغرده وويل، پاكستان د افغانستان ګاونډى هېواد دى او د افغانستان اړوند قضاياو كې يې رول حتمي دى.
مولانا فضل الرحمن د تيرې جمعې په ورځ د پاكستان د ټولو ګوندونو د كنفرانس (APC) تر كوربه توب وروسته چې اجنډا يې له پاكستان سره د وسله والو طالبانو پر خبرو را ټوله وه، په اسلام اباد كې د واشنګټن له سفير ريچارډ اولسن سره وكتل.
فضل الرحمن د امريكا له سفير سره په خبرو كې زياته كړې: ((د پاكستان له سلا او مشورې پرته د افغانستان د راتلونكي په اړه هر ډول پلانونه بې ګټې دي، ځكه ياد پلانونه به د دواړو هېوادونو د اوسېدونكو لپاره د منلو وړ نه وي.))
له بل لوري د پاکستان د علماوو د شورا رييس مولوي طاهر اشرفي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، د پاکستان د علماوو شورا به هېڅکله هم د طالبانو پر ضد ديني فتوا صادره نه کړي، ځکه چې په افغانستان کې د هغوی ځانمرګي بريدونه ديني جواز لري.
اشرفي په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه او د هزاره ګانو په نښه کول غندلي او وايي، په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو دليل له امريکا سره د پاکستان همکاري، خو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له خوا د دغه هېواد اشغال دی.
د افغانستان د علماوو شورا د پاکستان د علماوو شورا د رييس دا څرګندونې، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه روا دي، په کلکه ردوي او دا يوه استخباراتي فتوا ګڼي.
د افغانستان د عالمانو شورا د اشرفي د څرګندونو په رد كې رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه كې ويلي، ((دغه فتوا د قران او سنتو له مخې کوم اصل او بنسټ نه لري، بلکې سياسي او استخباراتي تبليغ او هڅونې دي، چې هېڅ ستونزه ورباندې نه يوازې هوارېداى نه شي، بلکې د مسلمانانو په منځ کې لا نورې ستونزې او فتنې هم راولاړوي.))
خو د پاكستان د دواړو ملايانو د څرګندونو پر خلاف يوه پاكستاني ډپلومات منلې چې پاكستان د افغانستان په قضاياوو كې ډېرې تېروتنې كړې چې له امله يې پاكستان هم په كور دننه له ننګونو سره مخ دى.
په برلين کې د پاکستان سفير عبدالباسط د جرمني په پارلمان کې د افغانستان او پاکستان لپاره د سوشيل ډیموکرات ګوند د كاري ډلې غونډې ته په وينا کې ټينګار وکړ چې نور هيوادونه هم بايد په افغانستان کې د پاکستان په څېر تېروتنې ونه کړي.

هغه وويل، چې پاکستان دې د افغانستان په اړه له خپل پخواني دريځه لاس واخلي او په دغه هېواد كې دې د سولې او ثبات لپاره ژمن واوسي: ((که په افغانستان کې بې ثباتي همداسې روانه وي، نو پاکستان نه شي کولای د کورنيو ننګونو پر وړاندې برياليتوب ترلاسه کړي.))
نوموړي تينګار كړى چې نړيواله ټولنه دې له افغانستانه تر وتلو مخكې په دغه هېواد كې د سولې د تحقق په برخه كې عملي ګامونه اوچت كړي.
د چارو شنونكي هم بيا وايي چې افغان دولت پاكستان ته د سولې په راوستلو كې ډير واك ور كړى او په وړاندې يې د يو ډول مجبوريت احساس كوي، خو دا په داسې حال كې دي چې پاكستان پخپله په مجبوريتونو كې ډوب دى، هيڅ هم نه شي كولاى او بايد كوم امتياز ورته ورنه كړل شي.
د سياسي او پوځي چارو شنونكي جنرال عتيق الله امرخېل د پاكستاني ملايانو د څرګندونو په اړه خدمتګار ته وويل: ((پاكستان له فرصت څخه په ګټه اخستنه هڅه كوي پر افغانستان خپلې نامشروع غوښتنې ومني.))
نوموړي زياته كړه، چې پاكستان په خپلو كورنيو جنجالانو كې راګير شوى او د افغانستان په قضاياو كې هيڅ رول نه شي لوبولى: ((په اوسني دولت كې د پاكستان لاسپوڅي زيات دي او پاكستان هيله لري چې د دوى پر مټ به خپلې ګټې خوندي كړي.))
د امرخېل په وينا، د سولې عالي شورا په تركيب كې ملي اشخاص نه شته او بايد دغه شورا لغوه شي: ((د سولې عالي شورا دې د خپلو ناسنجول شوو اقداماتو له امله استعفا وكړي.))
پاكستان په دې وروستيو كې خپله لوبه په ملايانو مخ ته وړي او دا د دې څرګندويي كوي چې د پاكستان حكومت نور د افغانستان د واقعيتونو په وړاندې ماته خوړلې ده او اوس غواړي د ملايانو د پښو په ترپولو امتيازات ترلاسه كړي خو افغان ولس او نړيواله ټولنه د پاكستان له مجبوريتونو ښه خبر دي او دوى به هيڅكله مخ پر زوال پاكستان ته كوم امتياز ونه مني.
له خدمتګار څخه