د هېواد اوسنۍ ستونزې يو والي غواړي

مبارز محمد ځدراڼ
کله چې په هېواد کې د افغانانو تر منځ يو والى او يو پر بل باور زيات شي، نو کېداى شي، چې د زياتو ستونزو لپاره د حل مناسبه لار پيدا شي. ځکه دا هغه موضوع ده، چې زموږ په يو والي او زموږ په اخلاص پورې تړلي ده، نو کله چې موږ سره يو شو، نو زموږ تاريخي دښمنان بيا نه شي کولى، چې زموږ په منځ کې د بې اتفاقۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
څه باندی درې لسيزي وشوې چې افغان مسلمان ملت د مرحليزو جنګ جګړو په سره اور کې سوزي.
له کله نه، چې پر افغانستان داد جنګ توره او اور ورينه کمپله غوړېدلې ده، نو په دې جنګ کې زيات شمېر افغانان، چې په هغه کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان شامل دي، معيوب شوي او وژل شوي دي.
په ډېرو سيمو کې نه يوازې کورنۍ، بلکې کلي يې د انسانانو او حيواناتو سره يو ځاى خاورې شوي وي، دا ډول سړي خوړونکې پېښې چا په خوب کې هم نه ليدې او نه يې هم دا ډول وحشتناک تصور چا کولى شو.
زموږ ډېر افغانان وروڼه د جنګونو او نورو ورانيو له لاسه، چې هغه هم له همدې جنګونو سر چينه اخلي، دې ته مجبور شوي، تر څو دا هېواد پرېږدي او پر ځاى يې نورو هېوادونو ته د خپل اولاد او نورې کورنۍ د ژوند د خونديتوب لپاره مخه کړي او د هغو هېوادونو محتاجۍ او مجبوريتونه يې پر ځان قبول کړل.
همدا لامل دى، چې افغانستان په لسګونو کلونو له پرمختګ څخه وروسته پاتې شو.
د دغه ستر وخت تېريدو په ترڅ کې له موږه کشران هيوادونه په نړيواله کچه لوړو پوړيو ته ورسيدل، ولې موږ د خپلمنځي اختلافاتو او شخصي ګټو د پاللو او لاسته راوړلو له خاطره په نړۍ کې تر ډېرو هيوادونو وروسته پاتې او خوار خلک  شوو، هغه خلک چي يوازې د شخصي اقتصاد په جوړولو کې ښه مهارت لرو او نور د نظام،خاورې او ولس هيڅ درد او غم راسره نشته.
موږ اوس هم له تيرو تجربو پند نه اخلو، لا هم د يو او بل له پښو تيږې وباسو، د زغم او يو بل ته د تېريدنې کلتور مو  خورا ضعيف دى، ځان ځاني راسره ډېره مله ده. قومي ، سمتي،ژبني، سياسي او حتا لهجوي توپيرونه مو اوس هم له مغزو ندي وتلي. د هيواد جوړونې، ملت جوړونې او افغانپالنې روحيه مو په ډيرکمزوري حالت کې قرار لري. په يوه مسلمان مو چې د ظلم وس رسيږي، بيا نه د خداى ج پروا لرو او نه هم د قانون ، که مو خپلې ځاني ګټې خوندي وې او يا لاسته  راځي بيا نو د ولس او هيواد په کيسه کې هم نه يو، نو دې لويې ستونزې ته که وکتل شي، له همدې جنګه سر چينه اخلي. ځکه جنګ د يو شمېر خلکو پر ذهنونو داسې اغېز وکړ، چې يوازې د ځان خوندي کول او پوره کول ورته لوى کار ښکاري او د شخصي ګټو په مقابل کې د هېواد ملي ګټې ورته هسې د اوبو پر سره زګ معلوميږي.
اوس پوښتنه پيدا کيږي چې ايا دا ستونزه کومه د حل لاره هم لري اوکنه؟
بلې د حل لاره يې ډيره ساده او روښانه په لاس راځي، موږ چې هرڅه کوو او يا يې کله نا کله د ورکولو په حال کې يو، يوازيني لامل يې د ملي احساس نشتوالى دي.
دا بايد ټول سره ومنو چې د افغان ولس له ډيرې برخې نه ملي احساس کډه کړي او ځاى يې د شخصي ګټو سره بې کچې مينې او ځان ځانيو نيولى دى.
د نړۍ طبيبان وايي چې د هرې ناروغۍ تشخيص او تداوي شوني ده ، کيداى شي چې د ښې درملنې په پايله کې خورا سخت رنځ له منځه ولاړ  شي، نو موږ هم کولى شو چې د دغو خطرناکو ناروغيو درملنه وکړو.
خو شرط يي دادى چې درملنه به يې هغه وخت مثبته نتيجه ورکوي چې موږ ټول افغانان په ځانګړې ډول ځوان کهول د طبيبانو(عالمان، مخور شخصيتونه ، کارپوهان او استادان ) د هېواد جوړونې پر نسخو او هداياتو کلک عمل وکړو، ښو ته ښه ووايو او بدو ته بد.
بله نسخه به يې دا وي چې هر افغان بايد له ځانه سره ټينګ تعهد وکړي چې نور به په خپلو کې د شخصيت وژنې، تخريبونو، سپکاويو کلک پرهېز کوو، د زغم او ګذشت خصلت ته به پياوړتيا وربخښو، د ولسي يووالي، باورجوړونې او ملت جوړونې لپاره به داسې هلې ځلې کوو چې نه به شپه ګورو او نه هم ورځ.
همداشان له ټولو هغو کړنو ډډه وکړو چي په تر سره کولو يې د ولس ملي يووالي، ملي ګټې، سوله او امنيت زيانمنيږي.
د شخصي ګټو پر ځاى ملي ګټو ته په ژمنتيا، د يو او بل پر وړاندې د زغم د کلتور رامنځته کول او له هېواد سره د بې کچې مينه په کولو سره موږ کولى شو چې له روان سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو ستونزو څخه په برياليتوب راووځو او راتلونکو نسلونو ته يو خوندي، اباده او ښېرازه افغانستان په ميراث پرېږدو.
د يو موټي او پرمختللي افغانستان په هيله