
په افغاني ټولنه کې طالب هغه چاته ویل کیږي، چې د دینې علومو پرزده کړو بوښت وی،خو اوس ددغه کلمې رنګ او تعبیر بدل او د یوه ځانګړی انځورسره نړیوال شهرت لري. د یادې کلمې په اوردو سره د سړی ذهن ته هغه طالب انځور او شکل راځی ، چې یو وخت یې پر کابل حکومت کاوه او اوس په افغانستان کې له میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان دولت سره په جګړه بوښت دی. زیاتره خلک په دې اند دي چې ګویا کې طالبان د وهلو ،جنګ او جګړو څخه پرته په بل منطق او ژبه نه پوهیږي،خو په دي وروسیتو کې د یوشمیر طالب مشرانو څرګندونې او تحلیلونه دا جوته وې چې ددغه تحریک په لیکو کې پوهه او د سیاسي بصیرت لرونکي داسي اشخاص هم شته، چې د جنګ او تاوتریخوالي پرځای د سولې پلوي کوي او په افغانستان کې دیوه داسي افغان شموله اسلامي نظام د رامنځته کیدو هڅه کوي، چې په صادقانه توګه د هیوادوالو خدمت وکړي او دغه راز د نړۍ له نورو هیوادونو سره پرمتقابل احترام بناء دوستانه اړيکې وساتي . اړینه ده ، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د ملي تفاهم د رامنځته کیدو په برخه کې د طالبانو د واکمنې پرمهال د مالیي وزیر او ددغه تحریک د سیاسي کمیټې د رییس ملا اغا جان معتصم د لیکنو او تبصرو یادونه وکړم.دغه طالب چارواکي، د ژوند زیاته برخه د طالبانو د تحریک ترچتر لاندي تیره کړی او دهغوې په اړه له کره شناخت څخه برخمن دی او په دی پوهیږي ،چې د افغانستان د کشالی د حل لپاره کومه نسخه ګټوره ده.نو د افغانستان حکومت او نړیوالي ټولنې ته پکارده چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کیدو په موخه ددغه ډول کسانو له عملي تجربو څخه ګټه واخلي او هغوي ته دې په دغه برخه کې لازمې اسانتیاوي برابري کړي، ترڅو په ډاډمنه توګه دخپلو تجربو او مهارتونو پراساس په پراخه کچه د ملي تفاهم لپاره کار وکړي.ملا معتصم د افغانستان دروان بحران د حل په موخه په خپل وروستی تحلیل کې یوشمیر ګټور ټکو ته په دی ډول اشاره کړی ((حقیقت دا دی چي د جګړې په پیل کي له بده مرغه امریکا او متحدينو یي دا اصل درک نکړ چي د جګړې په پرتله سوله د ټولو لوریو دپاره ګټوره ده او هغه مهال يي له خپل جنګي موقف څخه متأسفانه هیڅ ډول تنازل ونکړ او د جنګ لاره یي غوره کړه چې پايله يي نه د دوې په ګټه شوه او نه هم د افغانانو.))نوموړی زیاته وی((له بده مرغه زموږ د ولس په سیاسي بیا رغونه کي متأسفانه هیڅ پاملرنه ونشوه، بلکي له دغه يرغل سره زموږ د کورني جوړښت سياسي ستراتيژيکه معادله بيخي بدله شوه او هغه داسې چې په هيواد کې قومي تناسب او توازن په پام کي ونه نیول شو،او له هغه سره سم د سرچينو او وسايلو وېش ته منصفانه اوعادلانه توجه ونشوه، نو د دې تګلارې په پايله کې زموږ ټولنيز او سياسي جوړښت متضرر شو.))د ملامعتصم په وینا، ددې پرځای چې بهرنیانو افغانان سره یوموټي کړی واي دهغوې ترمنځ یې د نفاق او کرکی تخم وشیند او افغانان یې سره لا نورهم جدا کړل.نوموړي له 2014کال څخه وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو دهیواد په داخل کې دیولړ کړکیچونو ، د ګاونډیو هیوادونو او مغرضو کړیو دلاسوهنو له امله اندیښنه ښکاره کړی ده. دده په خبره کې چیرته داځل په افغانستان کې حالات له کنترول او ادارې څخه بهر شي نو پایلې به یې د سیمې لپاره خطرناکې وي او ان د هیواد د تجزیه کیدو وړاند وینه هم له امکانه لري نه ده ،پرته له شکه په افغانستان کې ښکیلو بهرنیو ځواکونو اوس دا خبره درک کړی،چې افغانستان په افغانانو پورې اړه لري او همدوی بايد د خپلې کشالې دحل لپاره يو وړاندییز وړاندیز و کړي، نړيواله ټولنه باید ددغه مفکوري ملاتړ وکړي .ملا اغاجان په جګړه کې له ښکیلو اړخونو غوښتی (( د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پر جګړه ټينګار کول له اسلامي، اخلاقي او قانوني پلوه هيڅ ډول جوازنلري او دا ډول جګړه ییز موقف خپلول به زموږ د ملت اوهیواد لپاره ښې پايلې ونه لري .))نوموړی د طالبانو له لورې ډاډ ورکړی او زیاته کړی یې ده((د طالبانو په لیکو کې دا احساس غښتلی دی، چې د بهرنیوځواکونو له وتلوسره سم هیواد باید له هر راز بحراني حالت څخه وژغورل شي.))دغه طالب چارواکي، په افغانستان کې دسولې او امنیت د ټینګښت لپاره د کنفرانسونود جوړول ملاتړ او ستاینه کړی اودهیواد پردغه نازکه حساسو تاریخي شیبو کې پر ملي مفاهمت ټینګار کوي .ده په قطر کې د وسلوالو طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستو هرکلی کړی او دغه کار یې د نړیوالې ټولنې له لورې د طالبانو د اسلامي تحریک د رسمیت پیژندنې په مانا بللی، بالاخره نړیوالو درک کړه چي طالبان تروریستان نه بلکې یو سیاسي او مشروع تحریک دی او دا کاربه د طالبانو د حقیقي حثيت په اعاده کي خورا ګټور تمام شي .نوموړی په خپله وروستي لیکنه کې په لندن کي د افغانستان په اړه وروستنۍ درې ګوني سرمشریزه غونډه ستایلی اودغه کاریې د سولې، ثبات او استقرار په لاره کي د یوه غوره ګام په بڼه تعبیرکړی دیدده په وینا، پخوا به دغه ډول غونډې بدبختانه د طالبانو په ضد اقداماتو او د جګړو د پیاوړي کيدو په موخه جوړیدي، اوس خو اوس په افغانستان اوسيمه کي د سولې اوثبات د راوستولوپه موخه جوړیږي. د غونډې له اعلاميې څخه داسي ښکاري چې د درییو واړوهيوادونو مشران په افغانستان کي د ملي پخلاينې پر يوه ميکانزم سره سلا شوي دي. او داسي څرګنديږي چي د پاکستان دولت هم دې نتيجې ته رسیدلی دی چې نور د افغانستان د لانجي او سیمیز ناورين، چې له امله یې پاکستان هم سخت متاثره شوی د، یوازینی حل سوله ییزې ههڅې او ملي پخلاینه ده، چي دشمال ټلوالي له مشرانو سره د پاکستان نوي، خورا مهمي اوتودي اړیکي یې ښه بیګله ده.په همدې برخه کې د پاکستان او افغانستان له لوري د طالبانو د ځينو بنديانو خوشي کول او هغو ته د ازاد ژوند زمينه برابرول پر خپل ځای د سولي او ثبات له پروسې سره یو ستر مرستندويه ګام ګڼل کیږي.ملامعتصم، له ټولو متصادمو او ښکېلو ډلو له مشرتابه نه غوښتی، چې د هیواد د عيني شرايطو او ځمکنيو حقايقو په پام کې نيولو سره، د خپل ملت د خواخوږو او همدرده شخصیتونوپه مرسته د تفاهم او مذاکراتو د روحيې پر اساس، د سولې او روغې جوړې بهير ته وړاندي شي او په دغه برخه کې دی خپلي هڅې ډیري چټکې کړي،او د خپلوحریفو او متقابلو جهتونو سره د اختلافاتو د پای ته رسولو په اړه عملي اقدامات وکړي.دغه پخوانی طالب چارواکي په خپل تحلیل کې د افغانستان لپاره د اسلامي اوافغاني ورورګلوي په فضاء کي د تفاهم له لارې په افغانستان کې د يوه ممثل ملي اسلامي او پر ټولنیز عدالت ولاړنظام د رامنځته کیدو غوښتنه کړی. په پای کې ددې یادونه کوم، چې که چیرته موږ دیوه ملت په توګه په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته لیوالتیا لرو او د بهرنیو ځواکونو له حضور څخه خوښ نه یو نو پکار ده چې د ملا صیب له افکارو ملاتړ او حمایت وکړو او دهغه سره دملګرتیا په پایله کې به په هیواد کې یو ملي تفاهم ته لاره هواره شي او افغان ولس به د جنګ له ناروین څخه په امان کې هوسا ژوند وکړي.