دلومړي اولاد مور وپلار

 دلومړي اولاد مور وپلار ... له لاندې تېروتنو ځان وژغورئ

داسې ویل کیږي موروپلار ،چې کله خپل لومړې ماشوم په غیږ کې راپورته کړي له دې بله دنیکمرغۍ شېبه نشته ... کېدای شي دا شېبه هیڅ په خوااو خاطر کې هم وي ، خو کله ،چې راورسیږي بیا یې پر خوشالۍ پوهیږي ، خو دلومړۍ خوښۍ وروسته دکوچني دروزنې مسوولیت پیلیږي . دا مهال نو مناسبه ده ،چې دا مسوولیت په ښه او علمي توګه ترسره شي . ډیری موروپلار دخپل لومړي ماشوم دروزنې پر مهال په ځینو وختونو کې تیروځي دلته غوره بولم ،چې هغه لارې چارې له خپلو هېوادوالو سره شریکې کړم ،چې ددې برخې کارپوهانو لیکلې دي .
1- له اندازې زیاته اندېښنه مه کوه :

ځینې ارواپوهان وايي : ډیری موروپلار دخپل ماشوم لومړی کال په دومره اندېښنه تېر کړي ،چې دماشوم پر خوشالۍ هیڅ پوه نشي : ایا مناسب خواړه خوري ؟ ایا کولمې یې ښه کار کوي ؟ ولې شیدې راګرځوي ؟ ولې ډېر ژاړي ؟ ولې کم ژاړي ؟ ولې ځینې خواړه نه خوري ؟ ایا اواز یې طبیعي دی ؟ دا او دېته ورته پوښتنې دا ډول موروپلار دماشوم په اړه له اندازې زیاته مبالغه کوي ،چې هیڅ اړتیا یې هم نشته دوی په لوی لاس دماشوم په لومړي کال کې ځان له خوشالۍ بیغمه کوي .
په کار ده ، چې موروپلار پردې پوه وي ،چې ماشوم خپله دومره ځواک لري ،چې دهر ډول ستونزې په اړه خپل ځان وژغوري ، دومره اندېښنې او مبالغې ته اړتیا نشته ، خو ماشوم باید تل تر مناسبې څارنې لاندې وي .
2- اوس ولې ژاړي ؟
ځینې موروپلار داسې انګیري ،چې دماشوم ژړا دا مانا لري ،چې کومه ستونزه شته ، خو دا تل کره او سمه انګیرنه نه وي . کېدای شي ماشوم رک روغ وي او ژاړي دا مهال دژړا لامل دا دی ،چې ماشوم دی او یا به دخپل ځان په اړه څه وايي . دا کوښښ باید ونه شي ،چې ماشوم له ژړا راوګرځوي اویا یې په اړه اندېښمن شې . دلته باید دا په یاد ولرو که ماشوم چیرې پرلپسې یو ساعت وژړل او تبه یې وه ، یا پوست پړسیدلې و اویا یې کانکې کولې دا مهال نو باید ډاکتر ته مراجعه وشي .
3- دتي لپاره ماشوم مه راويښوئ
ځینې موروپلار پردې باور دي که چیرې یو ماشوم دشپې څو ځل تې (شیدې) ونه روي نه شپه نشي سبا کولای دا مهال غوره داده ،چې ماشوم دشپې پرلپسې ارام خوب وکړي ځکه دا دماشوم او مور دواړو لپاره ګټور دي .
4- ماشوم څه راګرځوي او کنه ؟
دا اوس عادی خبره ده ،چې ماشوم له تي رودلو څخه وروسته یو څه راوګرځوي دلته دا مهمه ده ،چې موږ ددی او دکانګو ترمنځ توپیر وکړو او دپيژندلو لپاره یې وړ لار شمېر / سلنه ده که چیرې په نیم ساعت اویا 45 وختو دقیقو کې ماشوم څه راګرځول دا بیا کانګې دي دلته بیا دا شک پیدا کیږي ،چې دماشوم معدې ته به کوم میکروب رسیدلې وي باید ډاکتر ته مراجعه وکړو .
5- دتبې له حرارت څخه ځان ساتنه :
دماشوم دعمر په لومړیو دریو میاشتوکې له 38% څخه لوړه تبه بیړنی حالت بلل کیږي دلته بیا د24 ساعتونو لپاره دلومړني واکسین حالت جلا دی دا مهال دتبې لامل واکسین وي او دماشوم دبدن دفاعي ځواک لا دومره نه وي ،چې ځان وژغوري . دماشوم موروپلار باید دا مهال ناسمه کړنه ترسره نه کړي ،چې ماشوم ته دتبې درمل ورکړي ځکه دماشوم دبدن دفاعي ځواک کمزوری دی او دتبې پر وړاندې مقاومت نه شي کولای .
6- په موټر کې دماشوم څوکۍ
ځینې پلرونه په موټر کې دماشوم لپاره دڅوکۍ له نصبولو څخه سر ټکوي ، خو دا خپله تېروتنه ده ،چې دماشوم څوکۍ سمه نصب نه شي ځینې وخت دماشوم ژوند په سم ځای کې ثابتې څوکۍ ته اړتیا لري . ځکه خو دا اړینه ده ،چې دموټر په مناسب کې دا چاره ترسره شي په دې برخه کې له متخصص څخه مرسته وغواړئ .
7- دخولې روغتیا ته پاملرنه :
ځینې پلرونه ډېر ناوخته دماشوم دخولې او غاښونو روغتیا ته پاملرنه کوي دا کېدای شي ماشومانو ته ستونزې راوپنځوي ځکه خو دغاښونو ډاکتران دا سپارښتنې کوي :
- دغاښونو له شنه کېدو وروسته له خوب وړاندې ماشوم ته شیدې مه ورکوئ ، دا یې دچیچن کېدو چانس ډیروي .
- له خوب وړاندې لمده پنبه دماشوم پر وریو ووهئ او دیو کلنۍ پر عمر یې دغاښونو له برش سره اشنا کړۍ .
8- مېرمن مو له پامه مه غورځوئ :
دماشوم له زیږیدو وروسته دمېرمن او مېړه ترمنځ دوه اړخیزه اړیکو ساتنه له ستونزو سره مخ کیږي ځکه مور دماشوم پر پالنه بوختیږي او مېړه ته یې دومره پام نه وي میړه باید دا حالت درک کړي دا مهال باید مېرمن او مېړه خپلمنځي پوهاوې ولري او دخپلمنځي اړیکو دلا غوړیدو په فکر کې شي .
9- دماشوم پر وړاندې جنجال مه کوئ :
مور وپلار که چیرې پر کومه خبره جنجال وکړي درې میاشتنې ماشوم پوهیږي ،چې دموروپلار ترمنځ یې خو کومه خبره شته . که څه هم دمېرمن او مېړه ترمنځ جنجال طبیعي خبره ده خو داباید دماشومان په مخ کې نه وي . که چیرې دجنجال سخت او ډیر تکراریږي پر ماشوم اغیز پریباسي .