د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړ

اولسمه برخه
د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي استازي مرستيال ژان ارنو(Jean Arnault ) سره کندهار ته سفر
۲۰۰۳ م کال دنومبر اولسمه نيټه :
څنګه چې دمسکو له سفر نه کابل ته راورسيدو د ملګروملتونو دفتر د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ چې دکندهار ولايت وضعيت په دې څو ورځو کې ډېر خراب شوی دی که د کورنيو چارو وزارت کندهار ته پوليس ونه ليږي نو د ملګرو ملتونو او ځينې نور خېريه ادارې به په کندهار کې خپل دفترونه وتړي او دا به دا ساسي قانون دلوی جرګې او ټاکنو د ثبت نام پروسې ته صدمه ورسوي نوهماغه و چې د کورنيو چارو وزېر د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستيال ژان ارنو څخه وغوښتل چې دکورنيو چارو وزارت ديو لوړ پوړې پلاوي په ملتيا دې دنومبر پر اولسمه نيټه کندهار ته سفر وکړي او وضعيت دې له نږدې وڅاري او خپل وړانديزونه دې دکورنيو چارو وزارت سره شريک کړي.
د هئيت په رأس کې جلالي صيب زه تعين کړم او ماسره يې د کورنيو چارو وزارت د تروريزم پر ضد دمبارزې رئيس پاسوال (تورن جنرال) عبدالجميل جنبش وليږه چې په امنيتي او سياسي لحاظ دکندهار وضعيت ارزيابي کړو. کندهار ته له رسيدو سره سم مو د کندهار والي انجينر محمد يوسف پښتون سره وکتل او نوموړي وويل: پرون مو د امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئيس، د قول اردو او ايتلافي ځواکونو د قوماندانانو سره غونډه درلوده، دوی ټول په دې عقيده دي چې طالبانو د کندهار په شا او خوا کې ځانونه منسجم کړي دي او غواړي دکندهار امنيتي وضعه خرابه کړي، تېره شپه پوليسو يو کس چې په موټر سايکل سپور و او چاوديدونکي توکي ورسره وو نيولی دی همدا شان ټول هغه موټري چې نمر پليټ نه لري نيسي، دکندهار شورا چې د هر ې ولسوالۍ نه په کې دوه کسه دي دا اوازې يي تاُيد کړي دي چې طالبانو د کندهار ښارپه څنډو کې ځانونه منظم کړي دي او غواړي چې دکندهار امنيتي وضعه خرابه کړي.
په همدې ورځو کې د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نيمروز پنځو ولاياتونو دبيړنۍ لوی جرګې غړي په دې موخه سره راټوليدل چې په کابل کې د اساسي قانون دتصويب لپاره د جنوبي ولايتونو څخه ۵۳ غړي وټاکي، نو د دوی امنيت ساتل هم يو چلينج دی. موږ وړانديز وکړ چې د دې غونډې او هم دملګرو ملتونو او غېر دولتي ادارو د امنيت لپاره باید د کورنيو چارو وزارت له کابله دپوليسو يو درې سوه کسيزه قطعه راوستاوي تر څو په ولايت باندې فشار کم شي او ښه به دا وي چې د کندهار پوليس او امنيتي ارګانونه خپل فعاليتونه د کندهار ښار څخه بهر زيات کړي، دکورنيو چارو وزارت سره له تفاهم وروسته موږ لا په کندهار کې ووچې درې سوه کسيزه قطعه د سمونوال لوګر شينواري په مشرۍ کندهار ته راورسيده او وظيفه ورکړل شوه چې دملګرو ملتونو دفاتر او غېر دولتي ادارو امنيت وساتي.
په همدې ورځ مو دکندهار امنيه قومندان سمونوال هاشم خان سره وکتل . نوموړي وويل: د کندهار دپوليسو استخباراتي شبکه غېر فعاله ده، امنيتي پلانونه مو جوړ کړي دي خو مخابروي وسايط، موټرې او نور مهمات نه لرو، مسلکي پرسونل نه لرو چې دکندهار څخه بهر کمربندونه واچوو اوهم دا کمربندونه کنټرول او حمايه ته ضرورت لري، دکندهار لپاره تقريبا دوه زره پوليس پکار دي خو موږ يوازې اته سوه کسه لرو، ده وويل چې د معروف، ارغستان او شورابک ولسواليو کې طالبانو بيا فعاليت پيل کړی دی پرون (۱۶ نومبر) يې په معروف ولسوالۍ کې يو قومي مشر چې د دولت طرفداري يې کوله په ډزو وويشته چې سخت ټپي شوی دی.
په همدې ماښام د ملګرو ملتونو د يوناما ميلمستون ته لاړو او سهار يعنې د نومبر پر ۱۸ مه نيټه مو ديوناما کارکوونکو، PRT او ايتلافي قواؤ له قوماندانا نو او د امريکا سفارت استازي سره غونډه درلوده، دوی وويل چې اصلي مشکل د دغو سيمو واليانو جوړ کړی دی. البته د کندهار له والي پرته چې فساد کې ککړ نه دی، نور ټول د دې سيمې چارواکي په بد امنۍ او دمخدره موادو په قاچاق کې لاس لري خو دکندهار والي سره محلي چارواکي همکاري نه کوي. دهلمند ولايت د څلورو کسانو په ولکه کې دی چې ټول دمخدره موادو په قاچاق کې لاس لري او په لوی لاس غواړي دهلمند وضع خرابه کړي، دوی نه غواړي چې غېر دولتي ادارې او حتی د ملګرو ملتونو د ادارو په شمول هلته فعاليت وکړي دوی وويل: دارزګان والي يوازې هغو سيمو ته ځي چې دحکومت په لاس کې ده خو په حقيقت کې ارزګان دحکومت په کنټرول کې نه دی او دنړيوالې ټولنې استازي هم هلته سفر نه کوي، دلته هم محلي چارواکي د مخدره توکو په قاچاق کې ښکيل دي او له خلکو نه ټکس اخلي حتی دهلک پر سر محلي چارواکي يو بل وژني، دجنګونې لپاره يو سپی په پنځه شپږ لکه افغانۍ رانیسي، دوی وويل چې د پاکستان حکومت د کويټې په ژوب سيمه کې دطالبانو د روزنې لپاره یو کيمپ جوړ کړی اوله هغه ځايه په زابل کې فعاليت کوي، په زابل کې يوازې درې ولسوالۍ دحکومت په کنټرول کې دي او نورې ولسوالۍ د طالبانو سره دي، د زابل والي چې کرزي صيب سره خپلوي لري په خپل دفتر کې بې غمه ناست وي، هيڅ کار نه کوي، همدا علت وچې يوه نيمه مياشت د مخه ټولې نړېوالې غېر دولتي ادارو په زابل کې خپل دفترونه وتړل او ووتل.
دوی وويل: په ډنډ، دامان، ميوند او شګه په ولسواليو کې امنيت ښه دی او د بيا رغونې کارونه يو څه روان دي خو د شاه ولي کوټ، ميانشين، شوراوک،لوی کاريز، معروف او سپين بولدک کې وضع خرابه ده، دکندهار والي غواړي د بيارغوني کارونه دسرحدي ولسواليو نه پيل کړي خو کله چې حکومتي قواؤې د سيمې نه ووځي نو طالبان هلته نفوذ کوي، که څه هم خلک طالبان نه غواړي، خو خلک د محلي چارواکو نه هم ناراضه او مايوسه دي، دملګروملتونو د يوناما د دفتر مشر طلعت بيګ موسيداکوف (Tolatbek Mosedykob) چې اصلا دقرغيزستان و او په پښتو ژبه يې روانې خبرې کولې وويل: ايتلافي قواؤې هم دطالبانو پر ضد سم عمليات نه کوي او حکومت هم بايد په کار پوه او مسلکي کسان د واليانو په توګه په دندو وګماري، ده وويل: دکندهار دپوليسو مشر مريض دی، ناوخته کارته راځي او د روژه ماتي وروسته يې هم درک نه لګيږي، يو نفر هم خپل نه لري چې د امنيت به ساتنه کې ورسره مرسته وکړی، ديادونې وړ ده چې دا مهال د روژې مبارکه مياشت وه. د امنيت امر چې د بارکزو دقوم نه دی زيات نفر لري خو داسې ويل کيږي چې دطالبانو سره اړيکي لري. محلي رقابتونه خاصتا دپوپل زيو، الکوزيو او بارکزيو ترمنځ وضعيت نور هم خراب کړی دی. که څه هم جنرال اکرم او ګل اغا شېرزی د کندهار نه لرې شوي دي، خو دلته اوس هم نفوذ لري او په چارو کې لاس وهنه کوي، د استخباراتو مشر چې دشمالي سيمو څخه دی هيڅ فعاليت نه لري او اکثر پوليس په چرسو اخته دي، نو دکندهار په ولايت کې د پوليسو په ليکو کې جدي تغېراتو ته ضرورت دی.
په همدې ورځ په لسو بجو مو د کندهار د والي انجنېر يوسف پښتون سره د کندهار دولايت په مقام کې غونډه درلوده اوپه دې غونډه کې د کندهار چار واکو برسېره د PRT او ايتلافي قواؤ قوماندانان، دامريکا دسفارت استازی او دملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال برخه درلوده. په څلورو مسائلومو خبرې وکړې :
۱-څنګه داساسي قانون د لوی جرګې ټاکنو ته په کندهار کې امنيت تامينولی شو؟
۲-څنګه دنړيوالواوغير دولتي ادارو امنيت ساتلی شو؟
۳-څنګه دټول کندهار امنيت تامين شي ؟
۴-څنګه د راتلونکې کال ټاکنو ته د نوم ليکنې دپروسې امنيت تامينولی شو؟
په کندهار کې د اساسي قانون د پروسې د دفتر مشر ډاکټر همايون وويلې چې د زابل ولايت په پنځو ولسواليو کې امنيت نه شته او دخلکو استازي نه شي کولای چې د کندهار ښارته راشي، ځکه دغه استازي د تهديد سره مخامخ دي. هغه زياته کړه چې د خاص ارزګان خلک دارزګان مرکز ترينکوټ ته د حکومت له وېرې نه شي راتلای او دکجران خلک هم د چار چينو د ولسوالۍ له لارې مرکز ته د طالبانو له وېرې نه شي راتلای اوهم د زابل په ولايت کې ښځې د اساسي قانون په لويه جرګه کې برخه نه شي اخستلای. تقريبا ۱۵۰ پوليسو ته ضرورت دی چې په کندهار کې د لوې جرګې دټاکنو دغونډې امنيت ونيسي خو په دې شرط چې بين المللي قواؤې يې نظارت وکړي. جنرال سالم وويل چې دلوي جرګې د غونډې او ټاکنو د تامين لپاره بايد د بين المللي او افغاني امنيتي ارګانونو ترمنځ يو مشترکه کميسيون جوړ شي او لازم تدابېر په شريکه ونيسي.
د امنيه قوماندان د دې پر ځای چې پر امنيتي پلان وغږيږي وويل: موجوده پوليسو چې زياترو يې پنځه ويشت کاله د يونيفورم په مقابل کې جګړه کړې ده او اوس چې دريشي اغوندي او او له يو نيفورم څخه دفاع کوي دا هم يو کاميابي ده.
د نومبر په ۱۹ مه نيټه مو سهار په جنوب غرب سيمه کې دغېر دولتي موسساتو دهماهنګۍ ادارې سوابک (SWABAC) سره د کندهار د امنيتي وضع او د دوی پر فعاليتونو خبرې وکړې چې دوی هم په چټکۍ سره د امنيتي وضعيت له خرابيدو انديښنه درلوده. له دې وروسته مو د کندهار ښاروال عبدالله پوپل سره وکتل نوموړي وويل: په کندهار کې امنيتي وضع ځکه خرابه ده چې ګل اغا شېرزی تبديل شوی او اوس څوک له حکومت سره همکاري نه کوي او خلک په مرکزي حکومت بې اعتماده شوي دي.
په همدې ورځ مو داساسي قانون دټاکنو په دفتر کې ډاکټر همايون او عمر ساطي سره وکتل او ددوی نظر هم دا ووچې د هلمند، ارزګان او زابل واليان بايد تبديل شي او ورته وويل شي چې د اساسي قانون دلوی جرګې د ټاکنو په پروسه کې مداخله ونه کړي. دوی سره له کتنې وروسته د کندهار والي انجنېر يوسف پښتون مو بيا وليده او نوموړي وويل چې هغه پوليس چې دکابل څخه دسپين بولدک د سړک جوړونې د هندي کمپنۍ د ساتنې په موخه راغلي دوی بايد خپله وظيفه اشغال کړي او يا خو دې بېرته کابل ته ستانه شي، ځکه هندي کمپنۍ وايې موږ دوی ته ضرورت نه لرو ، که په راتلونکې کې کومه پېښه رامنځ ته کيږي نو مسؤليت به يې د دوی پر غاړه وي. کندهار والي سره له ليدنې وروسته د ملګرو ملتونو په ځانګړې الوتکه کې بېرته کابل ته را ستانه شو او خپل راپور مو د کورنيو چارو وزېر ته وړاندې کړ. د ملګرو ملتونو دسرمنشي د خاص استازي مرستيال ژان ارنو (Jean Arnault )د کورنيو چارو وزېر نه خاصه مننه وکړه چې د کندهار امنيتي وضعيت د ښه کيدو لپاره يې عاجل در ې سوه کسيزه د پوليسو قطعه وليږله او دملګرو ملتونو او غېر دولتي ادارو د دفترونو د بنديدو مخه يې ونيوله خود دې تر څنګ کندهار ته توجه په کار ده تر څو يو بې طرفه او فعاله اداره چې ټول قومونه په کې استازيتوب ولري ضرورت دی.